فخرزمان: په چیمپینز ټرافۍ کې د پاکستان گټې کرکټ بیا راژوندی کړو

فخرزمان په خپله هجره کې د میلمنو سره ناست دی

د پاکستان د کرکټ چیمپینز ټرافۍ په گټه کې مرکز‏ي کردار او په فاینل کې مین اف دي میچ اعزاز گټونکي بیټسمین فخرزمان وي او ای ډیوه سره په خصوصي مرکه کې وویل په ټورنامنټ کې د پاکستان بریا کرکټ بیا راژوندی کړو او خلکو ورته په کامیابۍ ډیره مینه ورکړې ده.

فخرزمان د نهې، سه شنبې، په ورځ د سلگونو مینه والو په بدرگه کې د مردان ضلعې په انځرگي کلې کې خپل کور ته راورسیدو. په کلي، کور او هجره کې خوشحالۍ ماحول وو.

Your browser doesn’t support HTML5

فخرزمان په خپله هجره کې د مینه والو هرکلی کوي

د فخرزمان په کورنۍ هجره کې خلک هغه، د هغ پلار او نورو خپل خپلوانو ته امبارکۍ دپاره راتلل. فخرزمان ته څیرې په غاړه شوي وې.

په خپله هجره کې د ډیوه خبریال ریاض حسین په لنډو خبرو کې فخرزمان وویل په کلي کې ځوانانو په کرکټ کې د تربيي لپاره يي اکیډمي پرانستلې ده او غواړي چې د خپلې سیمې خلکو ته هم کرکټ وښايي.

په چیمپینز ټرافۍ کې د خپلې لوبې په اړه فخرزمان وویل پیچ د هغه د طبې نه و نو ځکه يي خپله فطرې لونه نشوه کولی او هیڅ کله هم د څه فشار د لاندې نه و. فخرزمان وویل جارحانه لوبه د هغه فطرې انداز دی.

ړبیټسمین او سپن بالر فخرزمان د چیمپینز ټرافۍ په فاینل کې په ١٠٦ بالونو ١١۴ رنز جوړ کړل او په میچ کې د غوره لوبغاړي یا مین اف دي میچ اعزاز لاس ته کړو. د فخر زمان د بیټنگ په اننگز کې درې چکې یا شپږ رنزې او ١٢ چوکې یا څلور رنزې شاملې وې.

فخرزمان ٢٧ کلن دی او په وړمبي وار په چیمپینز ټرافۍ کې د پاکستان په قامي ټیم کې ولوبیدلو او د چیمپینز ټرافۍ څلور میچونه يي وکړل.

د چیمپینز ټرافۍ په دوو میچونو کې فخر زمان پنځوس پنځوس رنزونه وکړل او په فاینل کې يي د خپل کریر وړمبۍ سینچري وکړه او په ١١۴ رنزونو اوټ شو

فخرزمان د مردان ضلعې د کاټلنگ د اینځرگي کلې اوسیدونکی دی.

فخرزمان سره د ریاض حسین مرکه دلته اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د فخرزمان سره د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین مرکه