کرکټ او دې لوبې سره د امریکې نوی تعلق

امریکا او وېسټ آنډیز په شریکه د سږ کال د ټي ټونټي ورلډ کپ کوربتوب کوي

د امریکې په کال ۱۸۴۴ کې د کرکټ وړمبی نړیوال مېچ په نیویارک کې د ګاونډي ملک کېنېډې سره کړی و او اوس قریباً دوه سوکاله وروسته امریکا د سړو د کرکټ د ټي ټونټي ورلډ کپ مقابلو کوربتوب کوي.

د دې باوجود چې کرکټ سره د امریکې تعلق په سلګونو کاله زوړ دی او په خاصه توګه د پېنسلوېنیا ریاست په فېلېډېلفیا ښار کې به د کالجونو او د مقامي کلبونو مقابلې کېدلې، د امریکې ولس چې لوبو سره مینه کوي، کرکټ یې لکه د فټبال او باسکټ بال په رنګ خوښ نه کړو.

خو اوس داسې ښکاري چې ممکنه ده کرکټ په امریکا مقبولیت ترلاسه کړي ځکه چې امریکایانو په کرکټ کې د څه نه څه دلچسپۍ اظهار کړی دی.

د پاکستان د کرکټ مشهرو پخوانی لوبغاړی، ظهیرعباس، چې دا مضمون يې هم د وي او ای دپاره لیکلی، وايي په ۱۹۵۹ کې هغه چې په سکول کې و نو دا خبره ورته یاده ده چې د امریکې د هغه وخت صدر ډي وایټ ایزن هاور د کراچۍ د دورې په مهال يې د پاکستان او اسټرېلیا کرکټ مېچ هم کتلی و.

ظهیرعباس وايي کله چې هغه خپله نړیوال کرکټ‌ شروع کړو نو ورته معلومه شوه چې د مېچ کتلو په وخت ایزن هاور د هغه وخت د پاکستان صدر جنرل یحیا خان ته مشوره ورکړې وه چې پاکستان دې هم لکه د انګلېنډ په شان د وښو په پېچونو لوبه کوي. عباس وايي دې خبرې د پاکستان د لوبې انداز بدل کړو ځکه چې پاکستان به د دې نه مخکې د وښو په پېچ لوبه نه کوله.

د نونسوه اتیایم په لسیزه کې چې ظهیر عباس د اسټریلیا په دوره و نو داسې تصویران یې ولیدل چې په کې د اسټرېلیا د مشهور کرکټ لوبغاړي سر ډان برېډمېن او د امریکې د مشهور بېس بال لوبغاړی په یو ځای وو.

برېډ مېڼ چې د کرکټ په تاریځ کې تر ټولو لوی بېټسمېن منل کېږي،‌ په ۱۹۳۲ کې یې د امریکې د دورې په مهال نمایشي مېچونه کړي وو.

ممکنه ده چې کرکټ په امریکا ځکه هم نه وي مقبول شوی چې د بېس بال په مقابل کې يې د لوبولو رفتار هغه شان ګرندی نه دی. امېرېکن فټ بال د دویم عالمي جنګ په مهال په امریکا کې مقبول شو.

ظهیرعباس د پاکستان کپتان او د ايي سي سي چېیرمین پاتې شوي. هغه تر اوسه د اېشیا یوازنی کرکټر دی چې په فرسټ کلاس کرکټ کې يې د سلورنزونو سلېزې یا سېنچریانې جوړې کړي دي. هغه د کرکټ‌ په دنیا کې د اېشیا برېډ مېن په نامه هم یادېږي

کرکټ د برطانیې د راج (حکومت) لاندې په اسټرېلیا، جنوبي افریقا، وېسټ انډیز،‌هندوستان او د برطانیې په نورو نوابادیاتي سیمو کې مقبول شو.

کرکټ دا مهال په پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سري لنکا او په وروستۍ موده کې په جنګ ځپلي ملک افغانستان کې ډیر په جوش او جذبه کېږي. دا ټول ملکونه د سږ کال د ټي ټونټي په ورلډ کپ کې لوبېږي چې امریکا او وېسټ انډیز یې په مشترکه توکه کوربتوب کوي.

په نړیواله کچه د کرکټ سرپرستي کوونکي تنظیم انټرنېشنل کرکټ کاونسل کې د ۱۰۰ نه زیات ملکونه غړي دي.

په تېرو څو لسیزو کې په امریکا کې کرکټ بیا د راژوندي کېدو اثار ښودلي دي او د دې لویه سبب د هغه امریکایانو په شمېره کې اضافه ده چې د جنوبي اېشیا او یا د وېسټ انډیز او د برطانیې په شانملکونو څخه راغلي او په امریکا کې ایاد شوي چې د کرکټ مینه وال لري.

د کرکټ په بنیادي اډانه زیاته توجه او په سکولونو او کالجونو کې ورته د ودې ورکولو دلارې په امریکا کې کرکټ ته ترقي ورکېدلی شي.

تېر کال په امریکا په تجارتي بنیادونو د کرکټ لیګ مېچونه وشول چې نړیوالو لوبغاړو په کې لوبه کړې وه. دا د کرکټ په ترقۍ او مقامي صلاحیت په جلب کولو کې مرسته کولی شي.

کرکټ اوس د ټي ټونټي په شان په مختصر او تېز رفتار شکل کې لوبېږي چې ظهیر عباس وايي د امریکایانو د نظر سره سمون خوري.

د ټي ټونټي د ورلډ کپ انداز لکه د بېس بال په شان مختر دی او یو مېچ په درې څلورو ګنټو کې ختمیدلی شی.

ظهیر عباس وايي چې د کرکټ په لباس کې یې هم بدلون لیدلی او اوس د پخوا برعکس لوبغاړي رنګينې جامی اغوندي او د شپې په رڼا کې هم مېچونه کېږي. چېیر لیډرز یا یغه جینکۍ چې په لوبه د خوښۍ اظهار کوي هم کرکټ کې متعارف شوي دي.

ګڼ خلک به په امریکا کې د پاکستان او هند مېچونه وګوري. ظهیرعباس وايي د دواړو ملکونو مېچونه، په خصوصي توګه د دواړو ملکونو ترمنځ د ورلډ کپ مقابلې، افسانوي حېثیت لري او په مېلینونو خلک به يې په ټي وي او په ډېجیټل پلېټ فارمز هم وګوري.

عباس وايي پکار ده چې د هندوستاو او پاکستان ترمنځ د کرکټ دوه اړخیزه مقابلې بیا شروع شي چې اوس د هغه په قول د کړکېچنو تعلقاتو په سبب ځنډېدلي دي. زه فکر کوم چې لوبې او سیاست دې د یو بل نه جدا وي.

ظهیرعباس لیکي چې اوس هم ورته یادېږي چې د هندوستان خلاف مېچونو کې به په لویه شمېره کې تماش ګیر ناست وو او وايي اوس هم جذباتي شي چې هغه وختونه ور یاد شي. دغه ډول احساسات به د هندوستان لوبغاړو هم شریکول. ظهیرعباس وايي د هندوستان پخواني لوبغاړي سنیل ګاوسکر او کپیل دیو یې اوس هم ښه ملګري دي. ګاوسکر د هندوستان د هغه ټیم کپتان هم و چې د کال ۱۹۸۳ ورلډ کپ یې ګټل و.

امریکا د ورلډ کپ د کوربتوب او د کرکټ د ترقۍ دپاره مناسب ځای دی. په ملک کې د دې لوبې مینه موجود دي. امریکا په دنیا کې د لوبو د ټولو نه لوی صنعت لري. امریکا د لویو لویو دستورو د انتظام تاریخ لري.

په کال ۲۰۲۸ کې به امریکا په لاس اېنجلس ښار کې د اولېمپکس لوبو کوربتوب کوي چې په کې به کرکټ هم د اولېمپکس د پینځو نویو لوبو څخه یو وي. کرکټ په اخېري ځل په ۱۹۰۰ کې د فرانس په اولېمپکس مقابلو کې شامل و او انګلېنډ په کې فرانس ته ماتی ورکړی و.

ظهیر عباس وايي په امریکا کې د کرکټ مستقبل روښانه ویني او امید کوي چې د ټي ټونټي ورلډ کپ د کوربتوب دلارې دا لوبه خپله او ورسته تعلق مضبوط کړي.

یادونه: دا مضمون د پاکستان پخواني کرکټر ظهیر عباس د وي او ای جنوبي او مرکزي اېشیا څانګې دپاره په خصوصي ډول لیکلی دی.

د ظهیر عباس مختصر پیژندګلو: هغه د پاکستان کپتان او د ايي سي سي چېیرمین پاتې شوي. هغه تر اوسه د اېشیا یوازنی کرکټر دی چې په فرسټ کلاس کرکټ کې يې د سلورنزونو سلېزې سېنچري کړي. هغه د کرکټ‌ په دنیا کې د اېشیا برېډ مېن په نامه هم یادېږي.