وکیل: ډاکټر شکیل افریدي لکه د گوانټانامو په رنگ سخت زندان کې دی

د کال ٢٠١٦ په دې تصویر کې ډاکټر شکیل افریدی د خپل مشر ورور جمیل افریدي گس لاس ته ولاړ دی

د القاعده د وژل شوي مشر اوسامه بن لادن د معلومولو په لړ کې د امریکې سره په مرسته تورن او په ظاهره د یوې ترهگرې ډلې سره د مرستو په جرم بندي ډاکټر شکیل افریدی لکه د "گوانټانامو" په رنگ سخت زندان کې بند دی.

دا خبره د ډاکټر شکیل افریدي وکیل قمر ندیم د وي او ای ډیوه سره د شورو، چارشنبې، په ورځ په یوه مرکه کې وکړه. وکیل وویل یوه ورځ وړاندې د ډاکټر شکیل د کورنۍ دوو غړو د هغه سره په زندان کې ولیدل.

پاکستاني چارواکو ډاکټر افریدي د ترهگرې ډلې لښکر اسلام سره په مالي مرستو پړ گرځولی خو اعلا امریکايي چارواکي وايي ډاکټر افریدي په اصل کې ددغه قیصې په معلومولو کې مرسته کړې وه او کانگرس یې هیرو یا اتل گڼي.

ډاکټر شکیل افریدی څه موده وړاندې د پېښور نه راولپنډۍ او اوس ساهېوال ته منتقل کړی شوی دی.

قمر ندیم وویل د ساهېوال جیل ډیر سخت دی، ډاکټر شکیل افریدی په سختو حالاتو او په وړه کوټه کې بند دی او د زندان سختو حالاتو په نفسیاتي توگه په هغه منفي اثرات کړي دي. "سړی لږ غوندې مطلب ډیپرېس (پریشانه) دی ډیر زیات...تنگ شوی دی په دي جیل کې ډیر زیات...دي ځای کې ډیر زیات تنگ دی."

په کال ٢٠١١ کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکې د خصوصي ځواکونو په عملیاتو کې د بن لادن د وژل کېدو څو ورځې ورسته ډاکټر شکیل افریدي پاکستاني چارواکو ونیولو. په هغه الزام و چې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای سره یې د بن لادن په معلومولو کې مرسته کړې وه.

خو وروسته په ډاکټر شکیل افریدي د لښکر اسلام وسله والې ډلې د اړیکو په د قبایلي سیمو د ځانګړي قانون ایف سي آر د لاندې ۳۳ کاله سزا واوروله. که څه هم د هغه په سزا کې ١٠ کاله کمی وکړی شو خو ډاکټر شکیل افریدي په فاټا ټرایبینول کې د سزا خلاف اپیل کړی دی.

په تېرو څلورو کلونو کې د ډاکټر شکیل په اپیل اورونه لږ تر لږه څلوېښت ځله ځنډول شوې ده.

امریکې د ډاکټر شکیل افریدي د گرفتارۍ او هغه ته د قید سزا غندنه کړې ده او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ډاکټر شکیل افریدي په اړه د حمیدالله رپورټ