د ٢٠٠٠ په لسیزه کې پاکستان د تعلیم اهداف نه دي ترلاسه کړي

The waning moon sets behind leafless sumac trees on a crisp, clear morning in Portland, Maine.

تعلیم، سائنس او ثقافت دپاره د ملگرو ملتونو اداره یونیسکو وايي د کال ٢٠٠٠ نه تر د کال ٢٠١٥ پورې نړۍ دپاره ټاکل شوي د تعلیم اهداف پاکستان نه دي ترلاسه کړي.

وي او ای ډیوه سره یوه مرکه کې د یونسیکو یو پالیسي ساز مونیس اینتونینیس وویل د تعلیم په مد د حکومت په مالي مصرف کې کمی هم تعلیمي اهدافو ته د پاکستان د نه رسیدو یوه اهمه وجه وه.

د تعلیم په مد کې یونیسکو لخوا ټاکلی شوي اهدافو کې هرچا ته د بنیادي یا پرائمري تعلیم موقع برابرول هم شامل وو چې پاکستان پکې د ناکامۍ سره مخ شوی دی.

ښاغلي اینتونینیس وویل د تعلیم عام کولو هدف ترلاسه کولو پرځائې د پاکستان څلورمه برخه ماشومان د سکول نه بهر دي.

د یونیسکو چارواکې پیرس نه د وي او ای ډیوه خبریالې مهوش جلیل سره په ټیلې فون مرکه کړې نور تفصیل يي دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان تعلیمي اهداف