پرېږده چې سردار شاه خوشحاله شي

دا د هغه وخت خبره ده چې په پښتونخوا کې لا د کوکنارو په کرونده بنديزونه نه وو لګېدلي

دا د هغه وخت خبره ده چې په پښتونخوا کې لا د کوکنارو په کرونده بنديزونه نه وو لګېدلي.

د غاور کاکا د کوکنارو فصل ډېر په وده کې وو په ټوله علاقه کې دده د کوکنارو د مقابلې فصل نه وو، په ټول پټي کې يې ځاې په ځاې د نظرماتي لپاره ګوډاګي او جنډې لچې کړی وې.

هغه ورځ د غاور کاکا سره په پټي کې دياړيمار لګيا وو کوکنار يې ګوډول چې د هغه ځوي سردار شاه ورله پټي ته د څاښتي چاېې پراټې وروړلې، غريب په خطا کې د کوکنارو په يو بوټي پښه کېښودله.

غارو کاکا چې د کوکنارو چقېدلی بوټی اوليدو نو لکه د لېونو په ټول پټي کې کوکنارو ته اړم شو او ټول د سر سر بوټي به يي د سټې ويستل او د پولې سر ته به يي غورځول.

دياړي ماران چې په پټي کې يي خپلې خپلې کودالۍ ودرولې وې او چايو له راټول شوي وو د غاور کاکا په دې لېونتوب حق حېران وو.

په دياړي مارانو کې ميرسېد کاکا ورمنډه کړه د غاورکاکا لاس يي اونيولو او وې ویل "هلکه غاوره لېونی شوی يي څه؟ تا خو ټول کوکنار برباد کړل."

غاور کاکا د تندي نه سړه خوله وچه کړه او ډېر په زړه ماتي يي ووېل "پرېږده چې سردار شاه خوشحاله شي."

ميرسېد کاکا ورله خبره په خوله کې وچه کړه، وېل نېک بخته سردار شاه خو په غلطۍ په يو بوټي پښه کېښوده تا خو ښه له قصده په شلونو کوکنار اوېستل، لږ سوچ خو اوکړه چې تاوان دې د چا اوکړو؟

ددې قیصې سره راته د پښتنو هغه جذباتي فېصلې رایادې شوې چې اکثر خپل تاوان وکړي او بیا پرې ټول عمر پښېمانه وي.

پښتانه کله کله دغسې جذباتي فېصلې اوکړي چې نه ختمېدونکی تاوان يي ټول اولس ته رسي.

په پاکستان کې انتخابات راروان دي په انتخاباتو کې کله کله پښتانه په ځينې خبرو لکه د غاور کاکا په ځان داسې غوټه راولي چې يا خو بيخي هيچا له راې ورنه کړي او يا د يو بل له ضده داسې امېدوارپاس کړي چې بيا پرې پخپله هم ډېر ستومانه وي خو کار يي له لاسه شوی وي.