د ګرانې بجلۍ بار حکومت نه ولس پورته کوي، ماهرین وايي 

په پاکستان کې د بجلۍ جوړولو غیر حکومتي کمپنۍ اېس ټي ډي سي جنرل مېنېجر يا مشر طارق سعيد وايي له وړاندې چې د توانايي کومې منصوبې جوړې شوې دي هغوي په ګرانه بېیه د بجلۍ د تقسيم محکمو ته بجلي ورکوي چې بوج يې په عام وګړي پرېوځي

په پاکستان کی د توانايي محکمه نیپرا په خپل يو رپوړټ کی وایي په تېر مالی کال 2019 کې سرکولر قرضې 32 فیصد زیاتې شوي او د توانايي پوهان وايي په پاکستان کی د بجلۍ د ګرانو بیعو له امله زیات خلق نه شی کولی چې بلونه ورکړي او بیا په ملک کی د بجلۍ غیر قانوني استعمال کې زیات والې هم شوی محکمه نه شې کولی چې د بجلۍ بلونه راټول کړي.

په پاکستان کې د بجلۍ جوړولو غیر حکومتي کمپنۍ اېس ټي ډي سي جنرل مېنېجر يا مشر طارق سعيد وايي له وړاندې چې د توانايي کومې منصوبې جوړې شوې دي هغوي په ګرانه بېیه د بجلۍ د تقسيم محکمو ته بجلي ورکوي چې بوج يې په عام وګړي پرېوځي.

د نوموړي په وينا شخصي کمپنيو ته په ګرانه بيعه د بجلۍ جوړولو اجازت ورکړل شوی دی، اوس هغوي بجلي ګرانه خرڅوي او قامي اداره نېپرا هم دغه کولی شي چې بوج يې په عام اولس واچوي. په نړيواله کچه چې د توانايي کوم نرخونه دي د هغې په پرتله په پاکستان کې نرخونه تر ټولو زيات دي. هم دا وجه ده چې خلک د بلونو ورکولو توان نه لري، په غلا بجلي استعمال پېل شي او د بجلۍ تاوان کېږي.

نوموړی زياتوي چې د حکومت او شخصي کمپنيو د لوظنامې ترمخه به هغوي ته پېسې ورکول کېږي او چې کله د بجلۍ غېرقانوني استعمال کېږي نو بيا په ملکي خزانه بوج زيات شي.

د پاکستان د توانايي قامي محکمه نېپرا وايي په مالي کال ۲۰۱۹م۔۲۰م کې ګردشي قرضې ۳۲ فيصده زياتې شوې دي. له دې وړاندې دغه قرضې ۱۶سوه اربه روپۍ وې.خو اوس دا ګردشی قرضی ۲۱۵۰ اربہ روپئ تہ زیاتی شوی

محکمه وايي د دې علتونه د محکمې دننه تاوانونه، د بجلۍ ګراني، د بجلۍ د تقسيمولو کمپنيو له خوا د بلونو نه راغونډول دي چې قرضې زياتوي.

په پاکستان کې د توانايۍ جوړولو يو ماهر انجنېر محمد حسېن ګردېزي وايي د دې يواځينۍ لار دا ده چې په ملکي کچه د اوبو نه ارزانې بجلۍ جوړولو ته پام وشي.

نېپرا وايي د کال ۲۰۲۰م د جون د مياشتې پورې د بجلۍ د پېداوار کچه ۳۸ زره ۷۱۹ مېګاواټه وه کوم چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۲۷۶ مېګاواټه راکمه شوې ده.

محکمه زياتوي اولس د ګرانۍ بجلۍ د استعمال په ځای شمسي يعنې د نمر نه ترلاسه کېدونکې توانايۍ اړخ ته تللي دي.