وزیراعظم نوازشریف د قبایلي سیمو لپار اصلاحات ځنډولي

مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم نوازشریف سره په یو ملاقات کې

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د قبایلي سیمو لپاره د اصلاحاتو قانوني مسوده د نامعلوم وخت پورې ځنډولې ده.

د وي او ای ډیوه د معلوماتو ترمخه، وزیراعظم شریف د قانوني مسودې د ځنډولو خبر د واکمن گوند مسلم لیگ نون اتحادي جمیعت العما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ته په ټیلي فون ورکړی.

د اصلاحاتو ځنډیدو ته په غبرگون کې د باجوړ نه قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان ډیوه ته ویلي "مونږ ته منسټر صیب (قادر بلوچ) وویل چې د مولانا صیب (فضل الرحمان) مخالفت نشو اوړلی او د قانوني مسودي د بیرته اخستلو فیصله مو کړې ده."

شهاب الدین خان سره د وي او ای ډیوه خبریال بختور شاه مرکه دلته اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شهاب الدین خان مرکه

مولانا فضل الرحمان او د مسلم لیگ نون بل اتحادي پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ د قبایلي سیمو لپاره د اصلاحاتو د اوسنۍ قانوني مسودې مخالفین دي.

دغو دواړو گوندونو، د قبایلي سیمو د پارلیماني غړو برعکس، د اصلاحاتو لپاره د ولسي ټول پوښتنې غوښتنه کوله. ددې سره سره مولانا فضل الرحمان د قبایلي سیمې اوسنې لانجمن قانوني او ائیني حیثیت بدلولو په اړه پارلیمان کې وړمه ورځ د اندیښنه ښودې وه چې نو د افغانستان سره به د ډیورنډ په کرښه لانجې زیاتې شي.

د پاکستان پخواني صدر او د پیپلزپارټۍ مشر اصف علي زرداري د قبایلي مشرانو یوې ډلې سره په خبرو کې ویلي که وړاندې کړی شوي مسوده کې د ایف سي ار د ختمولولو او د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخواکې ورگډولو ذکر نه وي نو پیپلز پارټي به يي مخالفت کوي.

شهاب الدین خان وايي د مولانا فضل الرحمان مخالفت د قبایلي سیمو د خلکو د شلو کالو خواري په سند لاهو کړه.

که څه هم دا نیمگړي اصلاحات وو خو مسلم لیگ نون، پیپلزگوند، تحریک انصاف، عوامی نشنل پارټۍ او جماعت اسلامي يي طرف دار وو.

څیړونکي په دې نظر دي چې د سیاسي لوبو ماهر مولانا فضل الرحمان په یو غشي دوه نه چې څو ښکارونه وکړل او هغه داسې چې د نوازشریف په حکومت يي یوه داسې نیمگړې قانوني مسوده پارلیمان ته راوړه چې هغه سیاسي ډلې يي هم مرسته نشي کولی څوک چې د فاټا اصلاحاتو په شا کلک ولاړ وو. که دوي يي مرسته کوي نو سبا به ترې هم قبایل پوښتنې کوي چې ولې يي ورله نیمگړی قانون ورکړو. مولانا فضل الرحمان د قبایلي سیمو پارلیمان غړي او ټول سیاسي گوندونه په دوه کې واچول او په اخېره کې هم هغه څه کیږي څه چې مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزۍ غوښتل.

په رواج ایکټ کې څه نیمگړتیاوې دي؟

د پاکستان قبائلي سیمو سیاسي گوندونو اتحادې فاټا سیاسي اتحاد خپل دریځ کې وايي مرکزي حکومت د رواج ایکټ په نوم په قامي اسمبلی کښې قبائلي اولس ته د قانون په نوم خوږه گولی یا لولي پاپ ورکړی دوي وايي په ځنډول شوی مسوده کښې قبائلي سیمې په خیبر پښتونخوا کښې د ورگډولو هیڅ ذکر نیشته چې د قبائلي سیمو د خلکو بنیادي غوښتنه وه.

د ډیوه سره په خبرو کښې د اتحاد یو مشر نثارمومند وايي په مجوزه قانون کښې یواځې دا ویلي شوي دي چې فاټا به په راتلونکو پنځه کلنو کښې په قامي دائره کښې شاملوي خو دا نه دي ویل شوي چې دا به د خیبرپښتونخوا برخه جوړه وي اوکنه ؟

دقانون پوهانونظر

د فاټا د وکیلانو د سازمان مشر رحیم شاه آفریدی وايي د رواج ایکټ په نوم عدالتي نظام کښې د قاضیانو یا ججانو ټاکنې اختیار د هايي کورټ او سپریم کورټ په ځای مرکزي حکومت د ځان سره ساتلې دی کوم چې د آئین د نورو برخو سره ټکر خوري او دغه شان د ډسټرکټ اینډ سیشن جج او عدالتونو په اختیار خاموشه دی. ددې نه څرگندیږي چې اختیارات به هم د پولیټیکل ایجنټانو سره وي.

قانون پوهه عبدالطیف آفریدی بیا وايي مرکزي حکومت چې د آئني بدلونونو کومه مسوده قامي اسمبلی ته وړاندې کړې ده په هغې کښې د آئین په وړمبی ماده او آرټیکل٢۴٦ او ٢۴٧ کښې د بولون خبره نه ده شوې. آفریدې صیب زیاتوي په دغه آئیني مادو کښې د انگریز د وختو راهسې په ځای کړې شوي قانون ذ کر دې او که په دغه مادو کښې بدلون نه راوستل کیږي نوبیا دا څرگندوي چې حکومت د قبائلي سیمو نه ایف سي آرختمول نه غواړي. نو دا خو بیا د قبائلو سره یو بله عجیبه ټوقه اوشي او دوي به نوي پیچیده قانوني لانجوسره مخ کړي.

په سماجي ویب پاڼو اولسي غبرگون

په سماجي ویب پاڼود قبائلي سیمو فعالینو هم په دې خپل غبرگون ښودلې دی.

د فاټا د طالب علمانو صدر شوکت عزیز په فیس بک پاڼه لیکي چې مونږه سره خو داسې اوشوه لکه چې مرغی د یوې نه بلې بندې پنجرې ته انتقال کړې شي . دی په یو بل پوسټ کښې لیکي د سیفران وزیرعبدالقادر بلوڅ ورته په یو ملاقات کښې ویلي دي چې وزیراعظم نوازشریف په هیڅ ډول هم مولانا فضل الرحمان نشي خفه کولی او دا به ممکنه نه وي چې گنې تر راتلونکو عمومي ټاکنو پورې دې ایف سي آر ختم کړی شي.

د ښځو د حقونو یوه قبائلي پیغله ملاله قابله په فیس بک خپل عکس العمل کښې وزیر اعظم نوازشریف ته اپیل کوي او وايي خپل حکومت دې د مولانا فضل الرحمان په لاس د قبائلو په ضد استعمالولو نه اوساتي . دا وايي مولانا صیب دې په هغه قبائلو رحم اوکړي څوک چې د ترهه گری په ضد جنگ کښې لکه د خشاک اوسوزیدل په خپل عقل او همت د ایف سي آر په خلاف راپاسیدل او چې د کامیابی وخت پرې راغې نو ته ( فضل الرحمان ) ېی په لاره کښې خنډ جوړ شوې د الله نه اویریږه!