اسمبلۍ ته د فرانس سفیر د وېستلو د قرارداد نه پس تحریک لبېک خپل احتجاج د ختمولو اعلان کړی

چارواکي وايی په اړي ګړي کې څلور پولیس وژل شوي او په سلګونو نور زخمیان شوي دي. د ټي اېل پي پلویان وايي درې احتجاج کوونکي هم وژل شوي دي

پاکستان نه د فرانس سفیر د وېستلو په موضوع په قومي اسمبلۍ کې په قرارداد د بحث شروع نه وروسته کالعدم تنظیم تحریک لبېک د نهې، سه شنبې، په ورځ په ملک د خپل احتجاج د ختمولو اعلان وکړو.

د ټي اېل پي پلویانو د تېرو څو ورځو راهسې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په فرانس کې د پېغمبر اسلام خاکو د شایع کېدو په سر پاکستان نه د فرانس سفیر د وېستلو او د فرانس د مصنوعاتو د بایکاټ غوښتنه کوي. چارواکي وايی په اړي ګړي کې څلور پولیس وژل شوي او په سلګونو نور زخمیان شوي دي. د ټي اېل پي پلویان وايي درې احتجاج کوونکي هم وژل شوي دي.

د احتجاجونو وروسته د پاکستان د داخله چارو وزیر شېخ رشید په ټي اېل پي د بندیز اعلان کړی او د ګل دوشنبې، په ورځ وزیراعظم عمران خان قام ته خپله وېنا کې وویل چې د فرانس سفېر وېستل به د پاکستان دپاره په اقتصادي توګه زیانمن وي.

خو د نهې، سه شنبې، په ورځ حکومت د ډلې سره د خپلې یوې مخکینۍ معاهدې دلاندې د فرانس سفیر په اړه قرارداد قومي اسمبلۍ ته پېش کړو او اسمبلۍ کې پې بحث شروع شو.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه په اسمبلۍ کې په قرارداد د بحث شروع کېدو نه پس د ټی اېل پي د مرکزي شورا مشر علامه شفیق امیني په یو وډیو پېغام کې چې د اسمبلۍ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دغه ډول قرارداد ورته وړاندې کړی شوی دی.

د رپورټ ترمخه، هغه وویل د ډلې په غوښتنې عمل وشو نو ځکه اوس د احتجاج او د ناستې ضرورت نشته. هغه وویل د لاهور په شمول چې کوم ځای کې هم احتجاج و دا ختم کړی شوی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د فرانس د سفیر په اړه قرارداد پېښ کړو نو د حزب اختلاف پاکستان پېپلز پارټۍ غړي په اسمبلۍ کۍ نه وو او د وي او ای اردو څانګې ترمخه پاکستان مسلم لیګ (ن) د قرارداد د وړاندې کولو په طریقه کار خپل تجفظات څرګند کړل او ویې وېل د حزب اختلاف ګوندونه په اعتماد کې نه وو اخیستل شوي.

د پاکستان د داخله چارو وزیر شېخ رشید په خپل یو وډیو پېغام کې وویل ټي اېل پي سره اوږده مذاکرات شوي دي اود خبرونه وروسته به حکومت د غیر قانونه بلل شوي ډلې په پلویانو درج شوي مقدمې خارج کړي.

په اسمبلۍ کې د قرارداد نه یوه ورځ وړاندې وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې د حکومت او ټي اېل پي مقصد یو دی خو لارې یې بېلي. په دې بیان د پاکستان يو شمېر څېړونکو، سياسي مخالفينو او د سوشل مېډیا فعالينو نيوکې کړي. د دې ترڅنګ د تحریک لبیک د احتجاجونو او په دې اړه د حکومت د رويې او ګامونو د سیاست مدارارو او د سوشل میډیا فعالانو سخت عکس العمل څرګند کړی دی.
د پښتونخوا ملې عوامې ګوند سینیټر عثمان کاکړ وي او ای ډیوه سره خبرو کې وايي یو اړخته پښتون ژغورنې غورځنګ پي ټي ایم او پاکستان ډیموکریټک مومنټ پي ډي ایم دي چې خپل د جمهوري حقونو د پاره احتجاج کوي نو په ضد یې په زرګونو مقدمې درج شوي خو حکومت د دغه تشدد کونکو عناصر شرطونه منې که هغه ځوک یرغماله کوې او که وهل او ټکول کوي-

د عوامې نیشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی سردار حسین بابک هم ډیوه سره خبرو کې د تحریک لبیک پاکستان په ضد د حکومت په تګ لاري يوښتنې راپورته کوي او وايي یو تنظیم راپاسي ، مشتعل کیږي ، اړې ګړې جوړوي ، ګاډې سوزوي، خلک وژني، پولیس بې عزته کوي ، لارې تړي، کاروبارونو ته تاوان رسوي، په ازاده ټوګه د حکومت او ریاست رټ چیلنج کوي خو منتونه ورته کیږې-

ښاغلی بابک وايي یو تنظیم لاقانونه ګرځول شوی او اثاثې یې منجمد کړی شوی او نن یې ورته هر څه معاف کړوو نو وولس ته دا ښايې چې دا دومره زورور خلک دې چې ریاست هم ورته سرنډر شو-

د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شاهد خاقان عباسي وايي په لاهور کې رامنځ ته کیدنکې حالاتو او په احتجاجونه د اندیشنې خبره ده-

د پیپلز ګوند نفیسه شاه خپل ټویت کې لیکې چې د کورنې څخه تر بهرنې او امنیتې چارو پورې پر ټولو پارلیمان په تیاره کې ساتل کیږي-

خبریال معید پیرزاده لیکې چې د تحریک لبیک پاکستان غوښتنې پارلیمان ته په راوړلو نه پوهیږې، دا خو د حکومت دغه تنظیم غوښتونو ته ځا ن سرینډر کول دي-

د څیړونکو دا هم وینا ده که چېری کال ۲۰۱۷ کې د فیض اباد د ناستې په مهال کوټلې ګامونه پورته کړې شوی وی نو حالات به تر دې حده نه رارسیدل.