د پاکستان د گېسو محکمې، د گېسو د قیمت لا اضافه کولو تجویز کړی

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د گیس محکمه له تاوان سره مخ ده، حکومت ته یې ویلي دي چې د راتلونکې جولائی نه د گېسو په بیه کې ٪١۴٥ اضافه وکړي.

ماهرین وایي چې دې سره به نه یوازې په ملک کې گراني زیاته شي، بلکې له حکومت سره هم بله لاره نشته چې له نړېوالې ادارې نه قرضونه ترلاسه کړي او د سرکاري محکمو دننه د بجلۍ او گېسو قیمتونه زیات کړي.

تېر کال د اکتوبر په میاشت کې هم د حکومت لخوا د گېس قیمتونه ٪١۴٣ گران شوي و.

د دې څه وجوهات دي؟ په دې حقله د اقتصاد ماهر، مهتاب حیدر وایي چې دا وخت د گېس محکمه ١٥٧ بیلینه روپیو تاوان سره مخ ده.

هغه وایي: «که حکومت له نړېوالې ادارې نه قرضونه اخلي، نو ضرور به د گېس او بجلۍ په قیمتونو کې اضافه کوي، ځکه چې د محکمې دننه گردشي قرضې د ١٢٠ اربو روپو نه هم زیاتې شوې دي.»

له حکومت سره د نړېوالې ادارې نه علاوه، بله لار هم نشته، او دا خبره هم ده چې دا ځل به حکومت سبسایډي هم راکمه کړي. یوه بله غټه ستونزه چې د گېس په محکمه کې راوړاندې کیږي، هغه د گېس غلا کېدل دي. ماهرین وایي په کار ده چې حکومت پر دغې ستونزې هم بیا قابو ومومي.

له دې نه وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان میډیا ته ویلي و چې د گېس په محکمه کې د ٥٠ اربه روپیو غلا کیږي.

که چیرې حکومت د گېس د انتظام ادارې په دغه تجویز باندې عمل وکړي، نو د گېس د یو میلین بریټیش ترمل یونیټ بیه به له ٥٠١ روپیو نه ١٢٢٩ روپیو ته ورسیږي.

له دې نه وړاندې، مرکزي حکومت ٦٦ د یو یونیټ په سر کې اضافه کړې وه چې د گېس په محکمه کې تاوان را کم کړي. او دا ځل د Ogra لخوا په دې کې ١٠٦ روپۍ د اضافې کولو تجویز دی.

نو دې سره به د یو یونیټ بیه ٦٩٨ روپۍ ته زیاته شي. مهتاب حیدر وایي په دې سره به پر عام وگړو بوج زیات شي، او په ملک کې به گراني سېوا شي.

په پاکستان کې هر کال دوه ځله د گېسو په بیو کې بدلون راوستل کېدای شي، او تېر کال د اضافې په نتیجه کې ١١٦ اربه روپۍ حکومت ته گټه ترلاسه شوې وه.

یاده دې وي چې د گېسو د انتظام ادارې لخوا حکومت ته د گېسو د بیې د اضافه کولو تجویز ورکړل شوی، خو دا حتمي نه ده چې حکومت دې پر دې تجویز عمل وکړي.