د حکومت خواست: سپریم کورټ دې د جسټس عیسا په مقدمه کې فېصلې ته بیا کتنه وکړي

جسټس فایر عیسا

د قانون مرکزي وزارت خبرپاڼې ترمخه حکومت د سپري کورټ لخوا جسټس قاضي فايز عيسۍ بيا کتنى قضيي پريکړه کې د کيوريټو په نوم د بيا کتنى بل يو خواست سپريم کورټ ته ورکړى خو د سپریم کورټ د رجسټرار دفتر په دغه خواست اعتراضونه راپورته کړي دي

خبر پاڼه زياتوي دغه اعتراضونو لرې کوولو وروسته به حکومت دغه خواست بيا سپريم کورټ ته وړاندى کوي.

مطبوعات وايي د حکومت قانوني ټيم په صلاح سره د پاکستان صدر عارف علوي د خواست منظوري ورکړې وه او دا ېې سپريم کورټ ته ليږلیی و.

حکومتي درخواست کى دريځ خپل کړى شوى سپريم کورټ د حکومتي ادارې ايف بي آر د اوريدو بغير د جسټس فاٸز عيسا د کورنې غړو نه لندن کې د دوي فليټونو ملکييت د مالي سرچينو په اړه د پلټنو خپل حکم بيرته اخستى دى.

کال ٢٠٢٠ جون مياشت کې د سپريم کورټ لس کسيزه بينچ د صدر عارف علوى لخوا د فایز عيسا په ضد لندن کې جايداد لرلو خو پاکستان کى پټ ساتلو په تور قضييه يا ريفرنس رد کړى وه او دا یې غير قانوني ګرځولى و.

خو هم ياد بينچ بيا ايف بي آر ته د فایز عيسا دښځې او زامنو نه د پلټنو حکم هم جاري کړى و.

د وکيلانو تنظيمونو او د فایز عيسا په خواست سپريم کورټ په اپريل مياشت کې خپل دغه آمر بيرته اخستى و .

جسټس عیسا د خپلى يوې فيصلې د لارې کال ٢٠١٧ اسلام اباد کې د لاقانونه تحريک لبيک احتجاجي پرلت خورولو کې د پوځ کردار د دستور په ضد ګرځولى و.

د وکيلانو تنظيمونه وايی په سويليىن چارو کې د پوځ لاس د وهنې په ضد د فيصلې په سر جسټس عيسا زورولى کيږي.

دوي د سپريم کورټ لخوا د فایز عيسا کورني غړو په ضد خپل حکم بيرته اخېستل د پوځي ايسټيبلېشمنټ ماتى بولي.

د پاکستان بار کونسل انتظامي کميڼۍ غړى عابد ساقي وایي د پوځ په وينا حکومت د فایز عيسا کيس بيا پرانېستل غواړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کى هغه ويلي پوځ وړاندې او په راتلونکې کې هم سپريم کورټ بې ثباته ساتل غواړي.

نوموړي زياته کړه حکومت د کيوريټيو چى کومه نوي اصطلاح خپله کړې د جسټس قاضي فایز په قضييه کې نه عملي کيږي.

بل قانون پوها بيرسټر سلمان اکرم راجه هم ګڼي چې دپاکستان قانون کى د بيا کتنې خواست په عدالتي پريکړه باندې د بياکتنى بل کوم خواست نه کیږي خو زياتوي که سپريم په خپل سر دا ګڼي چى يوه فيصله ترې غلطه شويده نو بيا د ملکي دستور ١٨٧ دريم شق د لاندى بياکتنه په بل ځل هم بيا کتنه کوولى شي.