څیړونکي: د ایي ایم ایف د مرستو بغیر د پاکستان سره بله کومه لار نه ښکاري

نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ویلي پاکستان د مالي خسارې او مخ په ښکته تلونکو زرمبادله ذخیرو په شمول د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په پاکستان يې د ګیس او بجلۍ قیمتونو نور سېوا کولو غږ کړی.

د اسلام اباد په سفر د ایي ایم ایف ډلې د اندازو ترمخه پاکستان ته دا وخت د ۱۰ نه تر ۱۲ ارب ډالرو ضرورت دی چې د ملک اقتصاد مخ په وړاندې بوځي.

ادارې ویلي د پاکستان د بجټ خساره او د موجوده اکاونټ خساره دوه زیاتیدونکې غټې خسارې دي چې د لنډې او منځنۍ مودې لپاره به د پاکستان اقتصاد لپاره ترټولو غټې ستونزې وي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر پاکستاني میډیا ته ویلي چې هغه به د انډونیشیا په بالي ښار کې د ۸م نه تر ۱۴م اکتوبر پورې د ایي ایم ایف او نړیوال بینک په کلیزه غونډه کې برخه اخلي.

اسد عمر تراوسه ددې پخلي نه دی کړی چې ایا پاکستان به د خپلې مالي خسارې پوره کولو لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې نه د قرض اخستو لپاره درخواست کوي او که نه خو نوموړي وړاندې ویلي وو، د دوي سره د ایي ایم ایف په شمول د نورو نړیوالو مالیاتي ادارو نه د مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره لارې خلاصې دي.

د پاکستان د خزانې پخواني مرکزي وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي اوسني حکومت له د خرابو حالاتو نه د وتو لپاره د نړیوالې مالیاتې ادارې په سفارشونو عمل کول ضروري دي.

نوموړی ویلي په تیرو حکومتونو کې د بجلۍ په محکمه کې اصلاحات نه دي شوي او د بهرملکونو نه د حد نه زیاتې قرضې هم اخستی شوي.

ډاکټر سلمان شاه زیاته کړې دا وخت د پاکستان مالیاتي خساره د مجموعي داخلي پیداوار یا جي ډي پي اووه فیصده برابر ده کومه چې د جي ډي پي د دوه نه تر دوه نیمه فیصده پورې راکمول وي او ددې ترڅنګ به کرنټ یا موجوده اکاونټ خساره هم راکمول وي چې دا د کنټرول لاندې راوستی شي.

نوموړي ویلي د ملک اقتصاد ته ودې ورکولو لپاره پراییویټ یا شخصي سیکټر ته توجه ورکول ضروري دي.

د پاکستان یو بل اقتصاد پوهه ډاکټر طاهر هجازي ډیوه ته د خبرو په وخت ویلي د پاکستان په نسبت په ټوله نړۍ کې د بجلۍ او ګیس بیعې زیاتې دي او زیاتوي پاکستان لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې سفارشونه په ځای دي.

نوموړي ویلي پاکستان له ریاستي بینک سټیټ بینک آف پاکستان زیات خپلواکه کول او د غیرقانوني پیسو وړو راوړو مخه نیولو لپاره د بینکونو نظام نور هم مضبوطول پکار دي.