د پاکستان حکومت نړیوالې مالیاتي ادارې ( آي ایم ایف) ته باور ورکړی چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه به ټولو صوبو کې په عایداتو مالیه یا انکم ټیکس پځای کړي اؤ ورته یې ویلي چې د بجټ د سرپلس شرط هم پوره کړل شوی دی.
آي ایم ایف د پاکستان سره خپل مذاکرات مثبت بللي اؤ د قرض پروګرام د شرطونو د عملي کولو په دوام یې ټينګار کړی.
نړیوالې مالیاتي ادارې پاکستان سره د شوؤ مذاکراتو اعلامیه خپره کړې اؤ په دې اعلامیه کې یې ویلي چې په اقتصادي چارو یې پاکستاني چارواکو سره خبرې ګټورې وې.
اعلامیه کې ویل شوي چې د آي ایم ایف د مشن د مشر په مشرۍ کې پاکستان سره د 12م نه تر 15م نومبر مذاکرات شوي اؤ د وفاقي حکومت تر څنګ د صوبایي حکومتونو اؤ شخصي څانګو د استازو سره هم خبرې اترې شوې دي.
اعلامیه کې د آي ایم ایف د مشن مشر نیتهن پورټر ویلي دا اوسنۍ خبرې د آي ایم ایف د شپږ میاشتنۍ ارزؤنې په لړ کې شوي چې پکې د معاشي اصلاحاتو، تګلارو اؤ اقتصادي پرمختیا لپاره د حکومت لخوا اخستل شوي ګامونه ارزؤل شوي .
اعلامیه کې ویل شوي چې د آي ایم ایف ډله به د راتلونکي کال 2025م په وړومبیو دریوؤ میاشتو کې بیا پاکستان ته سفر کوي.
آي ایم ایف ویلي چې د پاکستان حکومت د مالیې نه ورکوونکو څانګو څخه د مالیې اخستو له لارې خپلو عایدات کې اضافي ته پرعزم دی اؤ په یو شمیر څانګو کې د حکومت برخې محدودولو ته اړتیا ده.
نیتهن رپورټر ویلي چې د پاکستان حکومت ته د قرض د موجوده پروګرام په اهدافو په سختۍ سره د عمل کولو ضرورت دی اؤ په دې اهدافو د عمل له لارې د ولس د ژوند کچه ښه کیدای شي.
اعلامیه کې ویل شوي چې مذاکراتو کې د پاکستاني چارواکو رویه د ډاډ وړ اؤ په همکارۍ ولاړه وه اؤ دپاکستاني چارواکو سره له مذاکراتو به د آي ایم ایف اجراییه بورډ خبرولی شي.
تېره ورځ د آي ایم ایف مشن د پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې بشپړې کړې وې چې پکې د څلورو واړو صوبو د بجټ د سرپلس شرط هم پوره کړل شوی ؤ.
په دې مذاکراتو کې پاکستان آي ایم ایف ته باور ورکړی ؤ چې د راتلونکي کال د وړومبۍ جنورۍ نه به ټولو صوبو کې انکم ټیکس پځای کولی شي.
نړيوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف پاکستان ته د درېوؤ کالو دپاره د اووه اربه ډالرو قرضې منظوري ورکړې ده خو اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي.
له پور منظورولو وړاندې آي ایم ایف پاکستان ته شرطونه اېښودي وؤ چې د ټیکسونو نظام به پراخوي، په ځانګړي ډول انکم ټکس او د پیټرولیم محصولاتو مالیې به لوړوي،
حکومتي لګښتونه به کموي.
د پاکستان حکومت ته ویل شوي چې باید غیر ضروري لګښتونه کم کړي ،د زیان رسوونکو دولتي ادارو دننه اصلاحات وکړي یا یې باید خصوصي څانګو ته وسپاري.
هم دا شان په دې شرطونو کې ویل شوي چې په اقتصادي پرمختګ کې د خصوصي سکټور برخه باید زیاته اؤ په ګرانۍ باید کنټرول وموندل شي.
اقتصاد پوهان وايي په پاکستان د پورونو د پيسو سره د سود بيرته ورکولو موده رانزدې ده، پاکستان دا وخت د زیاتو پورونو د بوج لاندې دی خو بيا هم د پور د پاسه نور پورونه اخلي ځکه چې بله لار هم نه ويني.
د اقتصادي چارو خبریال طاهر امین وي او اې ډیوه ته ویلي ,,دا مونږه نوې قرضې اخلو چې زړې قرضې ورباندې ستنې کړو ځکه چې زمونږه برآمداتو کې اضافه نه کیږي او هم دغه شان زمونږ د ټیکسونو هدف هم نه پوره کیږي او دا د تشویش وړ خبره ده،،
د پاکستان سټېټ بینک وایي روان مالي کال پاکستان د قرضو د ستنولو په مد کې 26.5 اربه ډالرو ته اړتیا لري او د یاد بینک په وينا امکان دی چې په دې ترڅ کې د 12.3 اربه ډالره قرضو موده وغوځولی شي