په پارلېمنټ کې د حکومت مخالف گوندونو د ايي اېم اېف سره د پاکستان په لوظنامه ټکونه وکړل

پاکستان د ايي اېم اېف سره د شپږ ارب ډالرو د قرض معاهده وکړه. معاهدې ته حتمي شکل به په واشنگټن کې د ايي اېم اېف مرکزي بورډ یا شورا ورکوي

د حکومت مخالف سیاسي گوندونو د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره د شپږ ارب ډالرو د قرض په معاهده سختې نیوکې وکړې او وه یې وېل چې د ايي اېم اېف نه د قرض په نتیجه کې به په پاکستان کې گراني نوره هم زیاته شي او د هېواد د اقتصادي پرمختگ کچه به نورهم ټیټه شي.

د حزب اختلاف گوندونو غوښتنه وکړه چې د ايي اېم اېف سره شوي معاهده دې پارلېمنټ ته وړاندې کړی شي او د وزیراعظم د خزانې مشیرحفیظ الله شیخ دې پارلېمنټ ته معلومات ورکړي.

د پاکستان مسلم لیگ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي احسان اقبال وویل "نن په ټول پاکستان کې شدید تشویش دی، شدیده بی چیني ده، چې د ايي اېم اېف سره د معاهدې دلاندې به د ټېکس څومره بوج (په ولس غورځیږي)، گراني به څومره راځي او د پرمختگ کچه به څومره رو کېږي."

احسان اقبال غوښتنه وکړه چې که چېرې دا جمهوري حکومت دی نو د ايي اېم اېف سره شوي معاهده دې د بحث دپاره پارلېمنټ ته وړاندې کړی شي.

احسن اقبال وویل د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان به د وزیراعظم د جوړېدو نه وړاندې وېل چې ځان به ووژني خو د ايي اېم اېف نه به قرض وانخلي خو اوس ولې په لکونو پاکستانیان په خودکشۍ یا ځان وژنې مجبوروي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د صنعتونو او تجارت د چېمبر مشر فیاض محمد وي او ای ډیوه ته وویل په صوبه کې صنعتونه به د ايي اېم اېف سره د معاهدې نه نیغ په نیغه متاثر کېږي.

فیاض محمد وویل د ايی اېم اېف نه د قرض اخیستلو په نتیجه کې به د صنعي مصنوعاتو د پیداوار خرڅ زیاته شي او پېټې به یې په اخیستونکو یا صارفینو پرېوځي. هغه وویل د رپۍ په مقابل کې به ډالر ١٧٠ ته ورسېږي. هغه زیاته کړه چې د مرکزي ایشیايي هېوادونو سره د وړاندې درې ارب ډالرو کاروبار نیم په نیمه کم شوی دی او که چېرې د ايي اېم اېف سره د قرض په نتیجه کې پاکستان ټېکسونه زیات کړل نو دغه باقي پاتې تجارت به هم ختم شي.

د حزب اختلاف د نېوکو په ځواب کې خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل حکومت په انتهايي مجبورۍ کې د ايي اېم اېف نه په قرض اخیستلو مجبوره شو. هغه وویل د پاکستان د موجوده خراب اقتصادي صورتحال ذمه واري د پخوانیو حکومتونو په غاړه ده او د تېرو حکومتونو د خرابو تگلارو لامله هېواد په دې ځای ودریدلی دی.

د قامي اسمبلۍ نه علاوه په سنیټ کې هم د حکومت د ايي اېم اېف سره د قرض په معاهده سخت ټکونه وشول.

د پاکستان پېپلزپارټۍ سنېټر رضارباني وویل د ايي اېم اېف نه د قرض په ترڅ کې به په هېواد کې د گرانۍ نوي "سونامي" راشي، چې اشاره یې د عمران خان په هېواد کې د ځنگلونو د کمي پوره کولو دپاره د ونو لگولو تحریک ته وه چې هغه به ورته د سونامي یا د سمندري طوفان نوم ورکړی و.

د پاکستان مسلم لیگ (ن) د سنېټ غړي مشاهد الله خان وویل په ژوند کې یې دومره گراني نه وه لېدلي څومره چې په موجوده وخت کې ده.

په پارلېمنټ کې د تنقید پرته، اقتصاد پوهان او تاجرانو د ايي اېم اېف سره شوي معاهدې په اړه بیلا بېل غبرگون څرگند کړی دی. اقتصاد پوهان وايي د ملک د موجوه اقتصادي صورتحال په تناظر کې پاکستان سره د ايي اېم اېف نه د قرض اخیستلو پرته بله کومه لاره نه وه خو د ايي اېف اېم سخت شرطونه د عملي کولو په نتیجه کې به گراني نوره زیاته شي، کاروباري هلې ځلې به متاثره شي او په نتیجه کې به یې په بې روزگارۍ او غربت کې اضافه وشي. ځینې ماهرین د ايي اېم اېف نوی قرض په په هېواد کې اقتصادي ثبات رانولي او د پاکستان د اقتصادي پرمختگ شرح به هم ټیټه شي.