پاکستان ته د آئی اېم اېف نه د پور اخیستلو بغیر، بله چاره شته؟

په داسې حال کې چې د پاکستان نوی حکومت د سختو اقتصادي چیلنجونو سره مخ دی، څيړونکي وايي د پاکستان تحریک انصاف حکومت به د خپلو وعدو پوره کولو دپاره نړيوالې مالياتې ادارې ايي اېم اېف ته ځي چې د پاکستان کرنټ اکاؤنټ او بجټ تاوان لرې کړي.

د دې ترڅنګ امريکا، ايي اېم اېف یا د پیسو نړیوال فنډ ته خبرداری ورکړی چې پاکستان به دغه رقم د چين د قرضو دپاره نه کاروي.

چين په وروستيو کې پاکستان ته د دوه اربه ډالرو ورکولو ژمنه کړې، خو د اقتصادي چارو پوهه مهتاب حیدر وايي: «د پاکستان د کرنټ اکاؤنټ خساره سیوا کيږي او د غیر ملکي زر مبادله ذخيره راکمه شوې ده، د چين وروستي دوه اربه ډالره د پاکستان جوړېدونکي حکومت او روپۍ له به وده ورکړي، خو بيا هم پاکستان ته د ايي اېم اېف نه د قرض اخستو نه علاوه بله لار نشته».

هغه زياتوي چې که پاکستان ايي اېم اېف ته ځي، نو بيا به پاکستان ته خپل درامدات راکموي، د بجټ او تجارتي خساره به قابو کوي، د کوم سره چې د روپۍ قيمت کميږي او ګراني زياتيږي.

د رويټرز ترمخه، د پاکستان مامورينو د ۱۲ اربه ډالرو د پور اخیستلو پلان تيار کړی، خو د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د ايي اېم اېف دغه رقم دې د چين د قرضونو د اداینې دپاره ونه کارول شي.

مهتاب حیدر وايي د قرضو اخستو مسله په خپل ځای، خو د پاکستان اشرافيه په اقتصاد کې خپل رول نه لوبوي. دوی پوښتنه کوي چې تحريک انصاف به د ټیکسونو په نظام کې بدلون راولي، حکومتي خرچې به راکمې کړي، او سرکاري ادارې به د ګټې جوګه جوړې کړي.

د خبري ادارې ترمخه چې دا وخت د چين پر پاکستان پينځه اربه ډالره قرض دي او دوه اربه ډالره به نور هم په پور ورکړي.