د کرتارپور د لارې پرانستلو اصلي حدف څه کېدای شي؟

د سیک مذهب باني په کرتارپور کې د خپل ژوند ورستۍ ورځې تېرې کړې وې نو ځکه یې سیکان مقدس مقام گڼي

د پاکستان لخوا د کرتارپور د راهدارۍ بيا خلاصول که سمدستي د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت نه رامنځ ته کوي خو د دواو مذهبي عقيدو- سيک مذهب او احمدي عقيده، د منونکو لپاره ډېر مهم گام گڼل کيږي.

په پاکستان کې په سرکاري توگه د کرتارپور بيا خلاصيدل ولمانځل شول خو هند ورته څه اهميت نه دی ورکړی. بلکې هندي وزير خارجه سشما سواراج ويلي چې د هندي پنجاب دوه صوبايي وزيران دې غونډې ته په ذاتي حيثيت کې ورغلي، نه چې په سرکاري حيثيت کې.

سشما سواراج ميډيا ته وويل د کرتارپور د لارې پرانستل په دې معنا نه دي چې هند به د پاکستان سره دوه اړخيزې خبرې اترې پيل کړي او زياته يې کړه چې هند نه سارک ته ورځي او نه د پاکستان سره خبرې کوي. اغلې سواراج تور ولگولو چې پاکستان د ترهگرو مرستې کوي او ترهگري او خبرې اترې يو ځای نه شي کېدی.

خو د کرتارپور د لارې پرانستل د سيک مذهب منونکو ته د خپلو مقدسو مقاماتو چې د هند د تقسيم په وخت په پاکستان کې پاتې شوي، د تگ راتگ اسانتيا پيدا کوي. د سيک مذهب منونکي د کرتارپور د لارې پرانستل خپله خوش بختي بولي ځکه چې د پاکستاني پنجاب په ناروال ضلع کې اباده د کرتارپور گوردواره يې د تر ټولو مقدس مذهبي ځای دی.

د سيک مذهب د ټولو سپېځلې هستي بابا گورو نانک د زېږدنې ځای ننکانه صيب دی چې د پاکستاني پنجاب د هندي پنجاب سره پيوست پرته ضلع ده. د هند د ازادۍ او د پاکستان د جوړېدو په وخت يواځی دا نه چې برصغير په دواو ملکونو کې تقسيم شو بلکه پنجاب هم د مذهب په نوم وويشلی شو چې مسلمان پنجاب په پاکستان او سيک پنجاب په هندوستان ورگډ کړی شول.

د کرتارپور د لارې ارزښت تر هغه وخته يواځې د سيک مذهب سره تړلی کېده تر څو چې د جميت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د خلکو پام دې ته ور وگرځولو چې دا لار يواځې د سيکهانو نه بلکه د قاديانانو د پاره هم خلاصيږي.

قاديانان يا احمديه جماعت په پاکستان کې لږکۍ مذهبي ډله ده. د دغه فرقې د منونکو خلاف د مولانا فضل الرحمان پلار مولانا مفتي محمود او د هغه وخت په ظاهره سيکولر پاکستاني وزير اعظم ذوالفقار علی بهټو يوه تاريخي جگړه لري.

مولانا مفتي محمود په قامي اسمبلۍ کې د قاديانانو خلاف د قرارداد پيش کونکی و چې د اسبملۍ اکثريت دغه قرارداد منظور کړو او قاديانان يا احمديه جماعت يې د عقيدې په سر غير مسلم وگرځولو.

قاديان د هندي پنجاب صوبې په گورداس پور ضلع کې يو ښارگوټی دی چرته چې د احمديه فرقې مشر مرزا غلام محمد په کال ١٨٣٥ کې زېږېدلی و نو ځکه د قاديانانو مقدص ځای گرځېدلی دی. قاديانان نامه هم د قاديان نه وتلې ده.

د مولانا صيب د خبرې تايد په يو ډول د هندي پنجاب نه ورغلي پخواني کرکټر او صوبايي وزير نوجوت سينگ سېدهو هم په يو ويډيو کې کړی دی. په ويډيو کې هغه ښکاره په ښکاره د احمدي جماعت ستاينه کوي. هغه وايي احمدي جماعت د مينې ژبه وايي او دا د احمدېه عقيدې د مشر مرزا غلام محمد کرم دی ځکه چې هغه په دنيا کې مينه وېشلې ده او د کرکې د ختمولو کوښښ يې کړی دی.

د کرتار پور د پولې پرانستل- د مولانا فضل الرحمان دغې کار ته بل رنگ ورکول او بيا د پاکستان په ميډيا کې په دغه دستوره کې د هندي کرکټر سېدهو گډون کول او د قاديانانو په اړه د هغه دريځ- دې ټولو خبرو په سوشل ميډيا بيا د قادياني او مسلمان بحث تود کړی دی او هر څوک ترې د خپلې خوښې معنا اخلي.

څېړونکي وايي که په دې بحثونو کې څه صداقت وي نو وايي کېدای شي د هند سره په پوله باندې د اوسني پرمختگ په شا د مقتدره قوتونو لاس وي. پاکستان کې حکومتي چارواکو لا تر اوسه د مولانا فضل الرحمان بيان ته غبرگون نه دی ښودلی. خو وزير اعظم عمران خان د لارې پرانستلو دستورې ته په ډاگه ويلي وو چې د گام په شا يې ټول اختيارمند قوتونه ولاړ دي.

د کرتارپور د لارې پرانستلو شاباسی په سوشل ميډيا عمران خان واخست خو د هغه د کابينې وزير شيخ رشيد تېره اونۍ په يوه جذباتي وينا کې وويل چې دغه هر څه د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه کړي دي.

په عمومي کچه په پاکستان کې اولس د هندي پنجاب د بلې عقيدې منونکي يعنې سيک ته د هغه د مذهبي رسم د پوره کولو د پاره د کرتارپور د پرانستلو ستاينه کوي خو د پاکستان په دواو صوبو پښتونخوا او بلوچستان کې پښتنو هم د کرتارپور په مثال د افغانستان سره د ازاد سرحد غوښتنه کړې.

په سوشل ميډيا اکثرو پښتنو سياسي مشرانو او فعالينو ويلي که مسلمان پاکستان د هند سيک ته لار پرانيزي نو د پاکستان مسلمان پښتون يا افغان د افغانستان د مسلمان او پښتون افغان سره ولې په ازاده تگ راتگ نه شي کولی؟ ځينو خو ويلي غواړي په جلال اباد کې د پښتنو ستر مبارز باچا خان مزار ته د تگ د پاره دې ورته لارې خلاصې کړل شي.