قریشي: په ثبوت وایو چې هند د پاکستان خلاف د ترهګرو کېمپونه جوړ کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا تور لګولی چې هندوستان د ترهګرو تربیتي کېمپونه جوړ کړي او په پاکستان کې ګډوډي غواړي چې قام ته به په ګډه ناکامول وي.

په ملتان کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې شاه محمود قریشي وویل، هند او پاکستان دواړه جوهري قوتونه دي. پاکستان ټوله ثبوتونه د نړۍ مخې ته راوستي، نړۍ ته په کار ده چې د هندوستان د منصوبو نوټس واخلي.

هغه زیاته کړه، «زمونږ سره شته ثبوتونه ډېر واضح دي او د څارنې په کچه پوره دي. نو اوس مونږ اولس مخې ته د راوستلو پرېکړه وکړه. د دې څخه وړاندې تېره ورځ د پاکستان د فوج د مطبوعاتي څانګې مشر مېجرجنرل بابر افتخار سره د ګډې خبري غونډې پر مهال هم شاه محمود قریشي ویلي و داسې ثبوتونه لري چې څرګندوي چې هند د پاکستان په ضد د ترهګرو ډلو مالي مرستې کوي. دوی دا هم ویلي و چې دغه ثبوتونه د خط او د ویډیو کلېپ په شکل کې وړاندې کړي دي.

خو هندوستان د پاکستان دغه تورونه د هندوستان په ضد پروپګېنډه ګرځولې وه او هندوستاني مطبوعاتو کې راغلي چې د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت بیان ښیي چې دغه ادعاګانې هېڅ اعتبار نلري او جعلي دي.

هندوستان دا تور هم لګوي چې پاکستان خپله دا مني چې د ترهګرو ډلو د مشرانو کفالت کوي. د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت هغه بیان دا هم ویلي و چې پاکستان دغه تورونه د کورني سیاست او اقتصادي ناکامیو څخه د خلکو پام راګرځولو دپاره جوړ کړی دی.

بل اړخ ته هندوستان پر پاکستان د ترهګرو مرستې ختمولو غوښتنه هم کړې ده. د پآکستان له اړخه دغه تورونه په داسې حال کې لګول کیږي چې هندوستان سره یې د کشمیر په لاین آف کنټرول حالات تاوجن دي او دواړه هېوادونه په یو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ تورونه هم لګوي.