پاکستان کې د انټرنټ کارونکي د سختې څارنې لاندې دي، فريډم هاؤس

په دې نقشه کې په سور رنگ کې هیوادونو کې انټرنیټ ازادي نه لري

د آزادۍ او جمهوريت د څار ادارې فريډم هاوس په يو تازه رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د انټرنېټ کارونکي د سختې څارنې لاندې دي او دهغوي دخيال آزادي تر پښو لاندې کيږي.

د انټرنېټ د حقونو مبارز او د بولو بي ادارې کارکونکي اسامه خېلجي ډيوه ته ويلي سوشل ميډيا خلکو ته ډېره په آسانه دخپل خيال د اظهار آزادي ورکوي.خېلجي وايي " ځکه د پاکستان رياست نه غواړي چې خلک دې په مېډيا دومره آزادي اولري".

فريډم هاوس وايي کال ۲۰۱۶ کې د پاکستان د قبايلي سيمو۷۵ ٪او د بلوچستان ۶۰٪ برخو کې انټرنټ او موباېل ټېلي فونونه تړل شوي وو.

په قاېداعظم يونيورسټۍ کې د مومندو اېجنسۍ طالب علم مزمل مومند ډيوه ته ويلي په قبايلي سيمو کې له تېرو ۹ مياشتو رهسې موباېل ټيلي فونونه تړل شوي دي . مزمل وي او ای ډيوه ته ويلي " سياسي مشران او پولېټکل انتظاميه دوي ته وايي دا د دوي په اختيار کې نه ده چې د موباېل اود انټرنټ سهولت ورته بحال کړي" .
آزادې سرچينې وايي دغه فېصله پوځ په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ د مخ نيوي لپاره کړې ده.

د آزادۍ د څاراداره خپل رپورټ کې زياتوي کال ۲۰۱۶م کې په انټرنټ د جرمونو دمخ نيوي قانون منظورېدو سره په پاکستان کې د انټرنټ په آزادۍ نور قدغنونه لګيدلي دي .

رپوټ وايي په پاکستان کې سږ کال د اپريل په مياشت کې په انټرنټ د مذهب د سپکاوي په تور مشال خان نومې طالب علم تندروه مظاهره چيانو وژلی وو.
او په کال ۲۰۱۶ م کې د جولايي په مياشت کې په سوشل مېډيا يوه پېژندلې ماډله قنديل بلوچ په فېس بک د خپلو ويډيوګانو خپرولو په سر وژل شوې وه.

رپوټ کې داهم ويلې شوي دي چې کال ۲۰۱۶ م کې د پاکستان يو عدالت يو عيسايي تنکي ځوان نبيل مسيح ته په دې سزا ورکړې وه چې په فېس بک يي د مذهب د سپکاوي پوسټ خوښ کړی وو

رپوټ په يو بل مثال کې وايي چې په کال ۲۰۱۷ م کې يو بل ځوان ته د مذهب د سپکاوي په تور کې د پانسۍ سزا هم ورکړل شوې وه.

رپورټ زياتوي د پاکستان رياست کال ۲۰۱۷ په شرو کې پينځه بلاګران په سوشل ميډيا د کرکې خورولو په تور نيولي وو چا چې د خوشي کېدو ورسته په رياستي اداروتور لګولی وو چې په دوي يي په بند کې تشدد کړی وو.

د آزادۍ او جمهوريت د څار ادارې فريډم هاوس په دې تازه رپوټ کې پاکستان د ۱۰۰ هېوادونو په نوم لړ کې په ۷۱ م نمبر ښودلی دې چې د ۷۰ هېوادونو نه د انټرنټ د آزادۍ په مقابله کې وروسته پاتې دی.