د پاکستان تجارتي سامان وړونکی لومړی ټرک د ایران په لار ترکي ته رسېدلی

د دې نه وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو د پاکستان او ترکي ترمنځ ایران دلارې د تجارت په غرض رېل ګاډی هم شروع کړی شوی دی

د تجارت لپاره د پاکستان وزير اعظم عمران خان صلاحکار عبدالرزاق داود په ټويټر ويلي چې د سړک د لارې په نړيواله کچه د ازاد تجارت يا د انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ تړون دلاندې د پاکستان څخه د سامان لومړی ټرک د ايران د لارې ترکي ته رسېدلی دی۔

په پاکستان کې تاجران وايي د مغربي ملکونو په پرتله د ټي ايي ار لاندې د منځنۍ اېشيا سره تجارت د پاکستان لپاره زيات ګټور دی خو په دې لړ کې یو شمېر خڼدان موجود دي او دا تړون په مکمله توګه عملي شوی هم نه دی۔

تاجران وايي چې ترکومه پورې چې ټي ايي ار د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اېشيا ملکونو ترمنځه په صحېح توګه نه وي عملي کړل شوې نو سودا ګر ترې په مکمله توګه ګټه نه شي پورته کولی۔

د سړک د لارې په نړيواله کچه ازاد تجارت يا د انټرنېشنل روډ ټراننسپورټ معاهدې په حقله کار پوهان وايي د دې تړون ترمخه تجارتي مالونه په کم وخت کې د يو هېواد نه بل هېواد ته رسېږي۔

پوهان وايي د دې تړون نه په مکمله توګه د ګټې پورته کولو دپاره ضروري ده چې په دې په مکمله توګه عمل وشي.

وايس اف امريکا ډيوه سره د خبرو په مهال په پېښور کې مېشت صنعتکار زاهد الله شينواري وېنا وه:" په دې کې لويي مشکلات خو دا دي چې سکيورټي چېکنګ کېږي، مختلفو ځايونو کې په دې محصولات دي، دې علاوه بندېزونه دي، د وزن مشکل دې پکې خو په ټي ايي ارکې بيا يو قسم بندېز ته نه شې لګولی، په دې پاکستان خو دستخط کړی دی خو افغانستان دستخط نه دې کړی، ايران او ترکي هم دستخط کړی دی خو معاهده يې کړې او عملي کوي يې نه"

نوموړي زياته کړه پاکستان کولی شي چې د دې ټرون لاندې يو شمېر هغه شيان منځنۍ اېشيا ته په کم وخت کې واستوي د کومو له پاره چې په دغه هېوادونو کې پراخه مارکېټ شتون لري۔

" پاکستان نه به روژې تللې، کپړه لېږلی کېږي، د دې لارې نه تيارې جامې هم لېږلی کېږي، د معدنياتو هلته مارکيټ دی، هلته نه پاکستان ته د پلاسټک خام مال شو، پاکستان کې د کاټن پېدار کم شوې نو هلته نه د کپړو تار او کاټن راځي، تازه او وچې مېوې هم هلته نه راځي"

ماهرين وايي انټرنشنل روډ ټرانسپورټ يا د سړک د لارې په نړيواله کچه د ازاد تجارت کولو دغه تړون په کال 1975 کې شوې او په مغربي دنيا کې د دې ترمخه کاميابۍ سره تجارت دوام لري۔

د منځني اېشيا سره تجارت کوونکې د پېښور سودا ګر سېد محمد وايي د يورپي ملکونو او امريکا سره تجارت په پرتله د منځنۍ اېشيا سره تجار کول د پاکستان له پاره ګټه ور دي۔

دی وايي د غوره تجارت لپاره د ټي ايي ار ترڅنګ د پاکستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځه ځانګړې معاهده هم مهم دي ځکه چي د ټي ايي ار لاندې په مالونو وړولو زياته خرچه راځي۔

" پاکستان، افغانستان او تاجکستان، د دې درې ملکونو معاهده کې مونږه ته به ټرانزټ لار راکوي افغانستان، خو هغوي ( افغانستان) مونږه ته دغه نه راکوي ځکه چې تېر د افغانستان حکومت به دا ويل چې مونږه ته د واګه لار راکړې، اګر چې د هغوي خبره سمه نه وه مونږه هغوی ته ټرانزټ چې کوم اګريمنټ دې زمونږ په کراچۍ هغوی ته اجازت ورکړی وو د ټولی دنيا نه، نو د ټه ايي ار زه مخالفت نه کوم خو زه دا وايم چې دې کې لګه غوندې مسله ده د دې صرف او صرف لاجسټک خرچه يې سېوا ده"

زاهد الله شينواري وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه دولس کاله وړاندې دوه اړخيزه تجارت دوه نيم اربه ډالرو څخه سېوا و خو موجوده وخت کې د تجارت حجم د يو ارب ډالرو نه هم کم شوی دی۔

هغه زياته کړه د منځنۍ اېشيا سره د پاکستان خوا وشا 600 ميلينه ډالره تجارت کېږي کوم چې ډير کم دی۔