په سوشل میډیا د خبریال مطیع الله جان د تښتول کېدو په پراخه کچه غندنه شوي

مْطیع الله جان

سیاستوالو، د انساني حقونو فعالانو او څیړونکو د خبریال مطیع الله جان د تښتول کېدو غندنه کړې ده او په سوشل میډیا یې په خپل غبرګونو کې ویلي په پاکستان کې په زور د خلکو بې درکه کېدل د تشویش خبره ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په خپل یو بیان کې وویل مطیع الله جان د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د یو کالج د مخې نه وتښتول شو. "مونږ په مطبوعاتو د قابو موندلو، د ازادو اوازونو د فشار لاندې په راوستلو، د سیاسي اختلاف په چقوولو په لړ کې په زیاتېدونکو کوښښ ژور تشویش لروو چې د ویرې مستقل ماحول پېدا کويو،" هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان د مطیع الله جان په نیول کېدو وویل.

اېچ ار سي پي وویل دا د حکومت ‌ذمه واري ده چې هر شهري ته د هغه د سیاسي او مذهبي نظريي پرته تحفظ ورکړي. "د ښاغلي جان تښتول کېدل د ویرې فعل دی او پکار ده چې په چټکتیا یې حل را وېستل شي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په ټوېټر خپل بیان کې وویل هغه څوک په هدف کېږي چې د هغه چا د احتساب غوښتنه کوي چې ځان د احتساب نه بالا ګڼي په مخصوص ډول موټرو کې ګرځي خو د ریاست ادارې ورته څه نه وايي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري په ټوېټر لیکلي چې "سلېکټېډ" یا بل چا راوستلی حکومت دې د مطیع الله جان په حفاظت بېرته راتګ یقیني کړي. هغه وویل دا یوازې د یو خبریال مسله نه ده د ټول ملک مسله ده چې هغه هم پکې تښتول کېدی شي.


قانون پوهه کامران یوسف په ټوېټر لیکلي چې د اصلاعاتو وفاقي وریر شبلي فراز د تېر څه وخت راهسې په خبري غونډه کې خبرې کوي خو د مطیع الله جان په باره کې یې لا یو ټکی هم نه دی وېلی.

سیاستوال او د پاکستان پیپلزپارټۍ پخواني سېنټر فرحت الله بابر په ټوېټر لیکلي چې نه غواړي چې نړیواله ټولنه دې د ملک په کورني معاملاتو کې لاس وهنه وکړي خو باید چې په پاکستان کې داسې ډول پېښو او د خلکو په زور بې درکه کېدو ته پام لرنه وکړي.

فرحت الله بابر وويل د مطیع الله جان د تښتول کېدو په سر خبریالان باید د حکومتي او پوځي مامورینو د خبري غونډو نه بایکاټ وکړي.

سیاستوال افراسیاب خټک په خپل ټوېټر پیغام کې لیکلي د پارلېمنټ، سپریم کورټ او د مطبوعاتو د "پوزې" د لاندې د مطیع الله جان غوندې زړه ور خبریال تښتول کېدل سنګینه خلاف ورزي ده.

په واشنګټن کې د وېلسن سنټر څیړنې ادارې د جنوبي اېشیا د چارو کارپوهه مایکل کوګل مېن وویل یو کال وړاندې وزیراعظم عمران خان په واشنګټن کې په یو تقریر کې ویلي وو چې په پاکستان کې په مطبوعاتو کوم قدغنونه نیشته خو نن پیو مشهور خبریال په رڼا ورځ په اسلام اباد کې وتښتول شو. "که خبریالان تښتول کېږي نو مطبوعات په هیڅ کله هم نه وي ازاد. خبره ختمه."

مرتضا سولنګي په خپل ټوېټر پیغام کې لیکلې چې د اسلام اباد هايي کورټ مشر جج اطهر من الله امر کړی چې مطیع الله جان دې د شورو، چهارشنبې، په ورځ عدالت ته راوستل شي او که چېرې داسې ونشول نو تښتول کېدو د داخله وزارت سېکریټري، د اسلام اباد پولیس مشر او د اسلام اباد کمشنر دې په خپله عدالت ته پېش شي.

مطیع الله جان د بې درکه کیدو اطلاعات په داسې وخت کې مخې ته راغلي‌چې ټاکل شوې وه سبا هغه سپریم کورټ کې د عدالت د مبېینه سپکاوي په قضیه کې خپل جواب جمع کوونکی و.