د پاکستان په پوځ د پښتنو د کورونو د بې سترۍ تورونه لگول شوي!

د پښتنو د کورونو د بې سترۍ خبرونو او تازه ويډيوگانو په سوشل ميډيا په ټولنه کې د پاکستان د پوځ په اړه قهرجن بحثونه راپارولي دي.

يوه ويډيو د شمالي وزيرستان د خيسوره کلي د دريالس کلن حيات خان ده چې وايي پاکستاني پوځيان يې کور ته بغير له تپوسه راځي او د کور ستر ورماتوي.

بله ويډيو د سوات د ملک رياض خان ده چې دعوه کوي پوځيانو د سوات نه د ١٠٠٠ نه زياتې واده کړې ښځې او ناواده کړې جينکۍ تښتولي دي. د پاکستان د پوځ لخوا دې تورونو ته ځواب نه دی ويل شوی.

حيات خان، چې په خبرو کې يې ژبه انښلي په خپل پيغام کې وويل پلار او ورور يې امنيتي ادارو څلور مياشتې وړاندې نيولي دي او اوس پوځيان په ورځ کې څو څو ځله د ده کور ته راځي او وايي شابه کټ راته واچوئ او بالښتونه ورته سم کړئ.

٫٫ زما پلار او ورور که نه راپرېږدي خو خير دی خو زما د کور بې ستري دې نه کوي.٬٬

حيات خان وايي د پلار او ورور د نيولو وروسته دی په کور يواځينی نارينه چې د خپلې مور او ځوانې خور سره اوسيږي.

په سوشل ميډيا يو فعال ډاکټر همدرد يوسفزي د خپل فيس بک په پاڼه حيات خان ته وليکل، ٫٫فصاحت او بلاغت واله خاموش دي، يو بچي په تته ژبه قيصه وکړه. ٬٬

د کورونو د ستر ماتولو او د پښتنو ښځو د تښتولو د واقعاتو تورونه وخت په وخت لگول کيږي خو په ميډيا کې نه رپورټ کيږي. د پاکستان د ميډيا غټې ادارې تور لگوي د پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا ورباندې بندېزونه لگول شوي چې څه به خوروي او څه نه.

د پاکستان د پوځ وياند جنرل اصف غفور تېرو ورځو کې په يو مطبوعاتي کانفرنس کې ويلي وو چې د ملک ميډيا ازاده ده او د ميډيا ادارو چې په خپله خوښه د څه چاپ کولو او خورولو فيصله کړې ده د ستاينې وړ ده.

د خيسور د پېښې په سوشل ميډيا خبر که يو خوا قهرجن غبرگون رامنځ ته کړی دی نو د بلې خوا يې د پښتون ژغورنې غورځنگ قيادت سره د منظور پښتين، محسن داوړ، فضل خان ايډوکيټ او نور مشران په دې مجبوره کړل چې خيسور ته لاړ شي او د پېښې په ضد احتجاج وکړي. په دغه احتجاجي غونډه کې په زرگونو خلکو گډون وکړو.

د پېښې جزيات د شورو يا چهار شنبې په ورځ نور هم څرگند شول کله چې يوه قبايلي جرگه د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي شاه جي گل په مشرۍ کې خيسور ته تلې وه. د جرگې مشر شاه جي گل وي او اې ډيوه ته په خپله وينا کې وويل ٫٫ چې که خلک په سيمه کې د روانو واقعاتو نه خبر شول نو د حيات خان قيصه به هېره کړي.٬٬

د خيسور د خلکو په نمايندگۍ جرگې ته په خپله بوگنونکي وينا کې عيد الرحمان وويل،

٫٫ ریاست ته په ډاګه وایم چې که له حیات سره زر تر زره انصاف ونه شو نو له حیات او نورو میندو سره به په اسلام اباد کې پرلت وهو. امید مو شته چې انصاف به راکړل شي خو که را نه کړل شو د حیات غوندې داسې کارنامې به یې رسوا کړو چې د پاکستان ریاست د عزت جنازه به وځي.٬٬

٫٫ یوه کور ته ننوځي د مور په مخ کې د هغې په څلورکلن پینځه کلن ماشوم ټوپک ونیسي، مور یې ورته ګوري، مور ته چې یې دوی کوم الفاظ استعمالوي هغه زه دلته نه شم ویلای.٬٬

٫٫ د حیات مور په ژړا ده، په جمعه کې یې څلور واره عزت نیلام کېږي، آیا دا زموږ میندې نه دي (په ژړا) له موږ سره دوی څه کوي، میندې مو ټولې ناستې دي عزت یې تللی دی، بل ملک خو نه دی راغلی،‌ اسرایل او امریکا خو نه دي راغلي.٬٬

٫٫ په بنګال کې دې داسې وکړل، جاسوسي ادارې دې ولېږلې بنګال درنه لاړو،‌ تسلي درکوم چې دا رویه دې وي پښتون درنه روان دی انشاالله درنه ځي به، ریاست دې خپله پالیسي سمه کړي که سمه یې نه کړه نو بیا به دا نه وایي چې تاسې د ملک خلاف یاست.٬٬

کله چې مې د سوات د ملک رياض نه وپوښتل چې ايا کوم ثبوت لري چې د خپلې دعوې دفاع پرې وکړي نو هغه ډيوه ته وويل ٫٫ بې شماره ثبوتونه لري او د مثال په توگه د دمغار ډېرۍ، سر سيڼۍ، توتانو بانډۍ او د حيات اباد مينگورې واقعات د چانه پټ نه دي او زياته يې کړه دغسې پېښې په سوات کې ځای په ځای شوي دي خو څوک د وېرې او څوک د شرم نه راز نه ښکاره کوي.٬٬

د پاکستان د پوځ يو افسر کيپټن حماد په کال ٢٠٠٥ کې د بلوچستان د ډېره بگټي په سيمه کې د سرکاري هسپتال د يوې ډاکټرې شازيه خالد سره په جنسي زياتي تورن شو او په ډېره بگټي کې يې قبايلي غبرگون راپارولی و.

خو ولې د ډاکټر شازيه خالد تر مخه د پوځ چارواکو د جنسي زياتي ښکار شوې ډاکټره په چل د ملک نه وشړله او د کيپټن حماد په اړه هيڅ پلټنې پيل نه شوې. ويل کيږي د بگټي قبيلې مشر نواب اکبر خان بگټي د ډاکټر شازيه خالد په سر د پاکستان د پوځ د مشر جنرل مشرف نه غوښتنه وکړه چې په جرم کې ککړ پوځي ته دې سزا ورکړل شي.

د خيسور د پېښې د پلټونو د پاره د عوامي نيشنل گوند او پاکستان پيپلز گوند غړو د پښتونخوا په اسمبلۍ د بحث غوښتنه کړې ده خو دا معلومه نه ده صوبايي اسمبلي به د پوځ په کردار د بحث اجازت ورکړي؟

صوبايي اسمبلۍ د پښتونخوا د پوليس افسر طاهر داوړ په اسلام اباد کې د ورکېدلو او بيا د وژنې د پلټونو د بحث ژمنه کړې وه خو دغه بحث لا تر اوسه نه دی شوی او علت يې هم نه دی معلوم چې د چا په حکم دغه بحث ځنډولی شوی.

د پاکستان د پوځ په تاريخ د پخوانۍ قبايلي سيمې نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړو محسن داوړ، علي وزير او د جميت علما اسلام غړي مفتي شکور په اسمبلۍ کې وويل چې د خيسور پېښه دا ښايي چې د پاکستان پوځ د بنگال د پېښې نه هيڅ زده کړه نه ده کړې.

د پاکستان پوځي صدر جنرال مشرف په کال ٢٠٠٢ کې د بنگله ديش د سفر په مهال د کال ١٩٧١ د زياتيو په سر د بنگاليانو نه په ناڅرگنده ټکو کې بخښنه هم غوښتې وه.

جنرال مشرف ويلي وو ٫٫ په ١٩٧١ کې چې کوم زياتی شوی دی په دغه افسوس کوي.٬٬

د کال ١٩٧١ د پېښو په اړه تيار شوی د حمود رحمان کمېشن رپورټ پاکستاني پوځيان په غټه کچه د پخواني مشرقي پاکستان د ښځو سره په جينسي زياتي ککړ بللي او ډېرو نړيوالو ادارو او ميډيا په دې حقله ډېر څه ويلي او ليکلي هم دي.

د پاکستان نه د ازادۍ اخستلو وروسته بنگله ديش په ملکي کچه د هېواد په بيلا بيلو سيمو کې د بنگاليانو د قتل عام او د ښځو سره په ډله ايزه توگه د جنسي تېريو مجسمې جوړې کړي او په مهمو څلور لارو کې يې لگولي دي.

د خيسور د پېښې په اړه د پوځ د غبرگون معلومولو د پاره اي ايس پي ار ته ايميل او په وټس ايپ خواستونه لېگلي خو تر اوسه يې کوم ځواب نه دی ويلی.