د پاکستان د خارجه چارو د پخواني وزير او د مسلم ليګ ن يو مهم مشر خواجه آصف د طالبانو په پلوۍ یو ټویټ کړی چې په سوشل مېډیا یې پراخ غبرګون او د زیاتو کسانو قهر و غوسه راپارولې ده.
خواجه آصف په هغه ټويټ کې یو تصویر خپور کړی چې په قطر کې د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره نږدې ولاړ دي او د دې عکس سره خواجه آصف په اردو ژبه ليکلي، “ستاسو سره طاقت دی او زمونږ سره خدای. الله اکبر”.
طاقتیں تمھاری ھیں اور خدا ھمارا ھے.. اللہ اکبر pic.twitter.com/EhO1sZ3bWx
— Khawaja M. Asif (@KhawajaMAsif) September 13, 2020
د پامپیو او ملابرادر عکس سره د پاکستان د پخواني خارجه وزیر دغې څرګندونې په پاکستان او افغانستان کې د خلکو قهر راپارولی او په سوشل مېډيا پرې تاوده بحثونه روان دي.
د خواجه آصف لانجمن ټويټ ته تر اوسه امريکا، افغان حکومت یا کوم پاکستاني حکومتي چارواکي غبرګون نه دی ښودلی، ولې په سوشل مېډيا د پښتون قامپاله ګوندونو د مشرانو نه غوښتنه کيږي چې خواجه آصف بايد وننګوي چې د ښاغلي آصف پخوانۍ خبرې او بيانونه سم و او که دا اوسنی؟
په سوشل مېډيا يو فعال عمران خان د خواجه آصف هغه ویډيو بيان خور کړی چې پکې ښاغلی آصف وايي د پاکستان پوځ د ورور افغان پوځ سره شريک د پاکستاني او افغان طالبانو د ورکولو د پاره ګډ کار کوي.
As per @KhawajaMAsif, Pak army has been eliminating not only TTP but also TTA, and that Pakistan Army, with the cooperation of Afghan army, was to finish the job that the US & all the countries of the NATO alliance could not do. https://t.co/RsFK4Z8jVk pic.twitter.com/pK0ISUN4cN
— Imran Khan (@iopyne) September 14, 2020
کله چې څه موده وړاندې د پاکستان او افغانستان تر منځ تاو تريخوالی سېوا شوی و نو په پاکستان په سوشل مېډیا د افغانستان خلاف او په خصوصي توګه د پاکستان ميشت افغان کډوالو په ضد د “افغان نمک حرام” ټرېنډ چلېدو نو هم خواجه آصف يې په ځواب کې ويلي وو چې نمک حرام افغانان نه بلکې پاکستانيان دي.
دغه رنګ د يو بل اخباري بيان د سوشل مېډیا يو بل ايکټيوېسټ سرور خان د بېلګې په توګه په خپل ټوېټر پاڼه خور کړی چې خواجه آصف پکې وايي “مونږ د امريکا د پاره د دروغو جهاد کړی”.
د خواجه آصف په ټويټ کې کارول شوي ټکي د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مشر جاويد افريدي هم پخپل فيس بک پاڼه پوسټ کړي وو خو اوس د هغه په پاڼه نه موندل کيږي.
البته د خواجه آصف ټويټ ته د نورو سره سره د ملالې يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي خپل غبرګون په دا رنګ ښودلی چې “دې دواړو خواو د افغان وينه توی کړې ده. دا وخت پکې نه کوم ګټونکی او نه کوم بيلونکی شته. دعا کوئ چې د جينکو زدکړې، د ښځو بنيادي حقونه او د مهذبې نړۍ د ساهو بشري قدرونو سره سم په افغانستان کې تلپاتې امن وي او دا به داسې ګټه وي چې پکې به امن بريالی وي. الله اکبر”.
خواجه آصف صاحب۔ یه دونوں فریق افغانوں كا خون بہاچكے هیں ۔ فی الوقت نه كوئی فاتح هے اور نه كوئی مفتوح۔ دعا كریں كه لڑكیوں كی تعلیم, عورتوں كی بنیادی حقوق اور مھذب دنیا كی اعلی انسانی اقدار كیساتھ افغانستان میں ایك پائیدار امن قائم هو۔ ایك ایسی فتح جس میں امن كی جیت هو۔ الله اكبر https://t.co/mqvVVlq4c7
— Ziauddin Yousafzai (@ZiauddinY) September 13, 2020
خو د نورو سره سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم غلی نه دی پاتې شوی او د امريکا د ولسمشر د هغه ټويټ په ترڅ کې چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان د امريکا نه 33 بيلين ډالر واخستل خو امريکا يې تېرېستله او دروغ يې ورته وويل ښاغلی پښتين په خپل ټوېټر پوښتنه کړې چې “رياست چې تر ننه پورې دا اربونو ډالر اخستلي دا د چا وو؟
اور ریاست نے اج تک جو اربو ڈالر لئے ہیں وہ کس کے تھے؟؟؟ https://t.co/sNu4PK995e
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) September 13, 2020
د پاکستان پخواني خارجه وزیر خواجه آصف دا لانجمن ټویټ په داسې وخت کې خپور کړی چې د افغانستان د امن د پروسې په لړ کې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي او پاکستان امریکا ته وایي چې د طالبانو په روغه او د امن په خبرو کې مثبت کردار لوبوي.
په پاکستان باندې وخت ناوخت دا نیوکې شوي دي چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي او هغو ته یې په پاکستان کې دننه ځای ورکړی دی، خو د پاکستان حکومت چې خواجه آصف یې هم یو وخت خارجه وزیر و، په څو څو ځله دا خبره رد کړې چې ګني پاکستان د طالبانو مرسته کوي.