د کرونا وایرس په جنازو، حجرو، جوماتونو او بازارونو کې په چټکتیا د يو نه بل تن ته لګي، ماهرین وايي

ډاکټر امير خان وايي په صوبه کې د مريضانو د معلومو ګنجايش ډېر کم دی او که معاينې يا ټېسټونه زيات شي نو دا به معلومه شي چې په کليوالو سيمو کې زياتره خلک د دې ناروغۍ ښکار دي

د طب ماهرين وايي که څوارلس ورځې يوه سيمه وتړل شي نو د کرونا د مريضانو په شمېر کې کمی کېدلی شي خو په مکمله توګه دا ناروغي له دې سيمې نه شي ختمېدی او د جنازو، حجرو، جوماتونو او بازارونو په رنګ د ګڼې ځایونو کې دا وایرس ډیر په چټکتیا خوریږي.

ډاکټرعبدالوهاب وي او ای ډيوه ته وويل د دې رنځ نه د بچ کېدو يواځينۍ لاره په احتياطي ګامونو عمل کول دي. د ده په وينا چې د خېبرپښتونخوا په کليوالو سيمو کې هر کور کې د دوه نه تر څلورو د کرونا مريضان موجود دي او کله چې دغه ناروغي سخته شي نو روغتون ته لاړ شي او ورته بيا د دې ناروغۍ پته ولګي.

نوموړی زياتوي چې په جنازو، حجرو، جوماتونو او بازارونو کې دا رنځ په تېزۍ سره د يو نه بل ته خورېږي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت دعوه لري چې د سمارټ لاک ډاون په وجه ۹۰ فيصده د کرونا وايرس په مريضانو کې کمی راوستل شوی دی چې بنيادي وجه يې د يو بل نه فاصله ساتل دي.

څېړنې وايي په پاکستان کې په تېرو څلورو ورځو کې د روزانه په حساب د ۱۰۰ نه زياتو خلکو ژوند بايللی او په تېرو لسو ورځو کې د ۱۰۰۰ نه زيات کسان مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د شخصي ميډيکل کالج يو مشر ډاکټر امير خان وايي په پاکستان کې چې حکومت کومې شمېرې ورکوي د دې په درې چنده خلک مري او مريضان هم په زياتېدو دي.

نوموړی وايي په صوبه کې د مريضانو د معلومو ګنجايش ډېر کم دی او که معاينې يا ټېسټونه زيات شي نو دا به معلومه شي چې په کليوالو سيمو کې زياتره خلک د دې ناروغۍ ښکار دي او د دوي په وينا چې د دې رنځ د مخنيوي يواځينۍ لار په مکمله توګه هر څه تړل دي. "دلته يوه ستونزه دا هم ده چې خلکو د دروغو خبرونه خپاره کړي د کوم له کبله چې اولس روغتون ته نه ځي. که په لرو پرتو سيمو کې يوه ليبارټري پرانستل شي، د خلکو معاينه وشي نو دا به ښکاره شي چې دا شمېره دوه چنده بلکې درې چنده ده."

دوه ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جګړا د ټولنيزو رسنيو ټويټر له لارې ويلي وو په صوبه کې د معاينې يا ټېسټونو شرح د ۳۵۰۰ نه زياته کړی شوې ده او ۳۲ وېنټي لېټرې د صوبې بېلا بېلو روغتونونو ته لېږل شوي دي.

د ياد وړ ده چې دا وخت په پاکستان کې د کرونا وايرس د ناروغانو شمېر يو لاک ۶۰ زره نه زيات شوی او په خېبرپښتونخوا کې دا شمېره ۱۹زره شپږ سوه او ۱۳ دی.