د حکومتي شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې اته مېلینه ماشومان د سکولونو نه بهر دي

یو بل څیړونکی عمران ټکر وایي کوم ماشومان چې سکولونو ته نه ځي، د دوی لوې شمېر د جنایت کارانو او مافیایي ډلو منګولو ته ورشي او دوی ته د انصاف ورکولو موثره نظام نیشته بلکې عامو مجرمانو سره یو ځایې بندي خانو کې ساتل کیږي

په پېښور کې د ماشومانو د حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې یوې غونډې ته څیړونکو وویل د حکومتي او نړیوالو ادارو د ډیرو هڅو باوجود هم پاکستان کې په لکونو ماشومان سکولونه نه بهر دي او په مختلفو ځایونو کې محنت مزدوري کوي.

یو څیړونکی مکمل شاه یوسفزی وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې دا مهال د پنځو نه تر د ١٦ کالو پورې عمر لرونکي ٢٢ مېلینه ماشومان سکولونو ته نه ځي او د حکومتي شمیرو تر مخه اته میلیونه ماشومان خیبر پښتونخوا کې د سکولونو نه بهر دي.

ښاغلی یوسفزی وایي ددې یو شمیر علتونه دي چې پکې د تعلیم څانګې ته د حکومتونو لخوا ډیره لږه بودیجه ټاکل، د عامو خلقو کمزوری اقتصاد او خپل ماشومان مزدورۍ ته مجبورول، د سکولونو کموت یا کور نه لرې والی، د والدینو د تعلیم د اهمیت پحقله د پوهې کمی او داسې نور عوامل شامل دي.

یو بل څیړونکی عمران ټکر وایي کوم ماشومان چې سکولونو ته نه ځي، د دوی لوې شمېر د جنایت کارانو او مافیایي ډلو منګولو ته ورشي او دوی ته د انصاف ورکولو موثره نظام نیشته بلکې عامو مجرمانو سره یو ځایې بندي خانو کې ساتل کیږي.

ښاغلی ټکر وایي کال ٢٠٠٠ کې ماشومانو ته د انصاف ورکولو لپاره یو قانون منظور شوی او بیا کال ٢٠١٨ کې پکې ترمیم وشو چې تر مخه یې د پښتونخوا دریو ضلعو پیښور، مردان او ایبټ آباد ضلعو کې د ماشومانو د قضیو لپاره خصوصي عدالتونه جوړ شول او د قانون تر مخې کوم ماشومان چې عدالت نه سزا وار شي هغه به د عامو قیدیانو سره بندي خانو کې نه بلکې اصلاحي مرکزونو ته لیږل کیږي. ښاغلي ټکر زیاته کړه دا مرکزونه لا نه دي جوړ شوي او ماشومان عامو جیلونو کې بندي ساتل کېږي. عمران ټکر غوښتنه کوي چېحکومت دې نورو ضلعو کې هم د ماشومانو لپاره عدالتونه او اصلاحي مرکزونه جوړ کړي.

بلخوا، حکومت د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو لپاره د چایلډ پروټکشن اینډ ویلفیر کمیشن په نوم یوه اداره جوړه کړې ده او د دغه کمیسون مرستیال مشر اعجاز محمد خان وایي حکومت د دغو مرکزونو په جوړولو لاس پورې کړی دی، خلاصه د کورنو چارو محکمې ته لیږل شوی ده او ډیر زر به دا مرکزونه جوړ شي. وایي کله چې سزا شوي ماشومان ددغه مرکزونو نه بهر راوځي نو یو ځل بیا به د جنایت کارانو لپاره د کار کولو په ځایې د ټولنې ګټه ورو انسانانو کې بدل شوي وي.