څېړونکی: امکان شته چې د منګل باغ د مړګ نه پس لښکر اسلام تقسیم شي

لښکر اسلام په کال دوه زره څلورم کې د مفتي منیر شاکر په مشرۍ کې جوړ شو او ځايي خلکو تر ډېرې مودې پورې دا ډله په باړه او په عمومي توګه په خیبر کې یو ډیر سخت دریځه او د دهشت نخښه ګنله

د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین اولسوالي کې د ځمکني بم په چاودنه کې د پاکستان د خېبر ضلعې غیر قانوني ټاکل شوي وسلوال تنظیم لښکر اسلام مشر منګل باغ اپریدی د وژنې نه پس څېړوونکو د تنظیم د نوي مشر اؤ د لښکر اسلام د اینده په پحقله پوښتنې راپورته کړي.

د لښکر اسلام جوړېدل

لښکر اسلام په کال دوه زره څلورم کې د مفتي منیر شاکر په مشرۍ کې جوړ شو او ځايي خلکو تر ډېرې مودې پورې دا ډله په باړه او په عمومي توګه په خیبر کې یو ډیر سخت دریځه او د دهشت نخښه ګنله.

په دوه زره څلورم کې د لښکر اسلام مشري د باړې د سپاه قام منګل باغ لاسو ته په داسې حال کې ورغله چې د هاغه وخت د خیبر اېجنسۍ پولیټیکل انتظاميي د لښکر اسلام باني مفتي منیر شاکر په باړه کې د یو مخالف پیر سیف الرحمن اؤ د هغه پلویانو سره د خونړیو نښتو په تور د باړې نه ووېستلو.

د منګل باغ تراه او بیا افغانستان ته تګ

د کال دوه زره نهم د ستمبر په میاشت کې د لښکر اسلام په ضد د پوځي عملیاتو شروع کیدو څه موده پس منګل باغ د باړې نه تیراه ته اؤ وروسته چې په کال دوه زره دولسم کې دغه پوځي عملیات تر تیراه وغځول شوو نو وېل کېږي چې منګل باغ اؤ د هغه يو شمېر ملګرو د افغانستان د ننګرهار ولایت شینوارو اولسوالۍ په مختلفه برخو کې پناه واخېسته. د پاکستاني چارواکو په قول منګل باغ به هم ددغه ځای نه کله نه کله د پاکستان دننه په امنیتی پوستو وسله والا بریدونه کول.

د ۲۰۰۹ د ستمبر په میاشت کې د لښکر اسلام په ضد د پوځي عملیاتو شروع کیدو څه موده پس منګل باغ د باړې نه تیراه ته اؤ بیا وېل کېږي چې منګل باغ اؤ د هغه يو شمېر ملګرو د افغانستان د ننګرهار ولایت شینوارو اولسوالۍ

یاده دې وی چې وړاندې هم قریبا" څلور وارې د منګل باغ د وژنې خبرونه مخې ته راغلي وو خو دغه دعوې به زیات تره وخت هغه په خپله په ایف اېم رېډیو سټیشن رد کړې خو دا ځل د هغه د وژنې چا تردید نه دی کړی هم دغه وجه ده چې اوس د لښکر اسلام د اينده په هکله پوښتنې راپورته شوی.

د لښکر اسلام د تقیسم امکان

د دفاعي چارو څیړونکی بریګیډیر (ر) سید نذیر وايي چې امکان شته چې د منګل باغ د وژنې نه پس د هغه نايبینو تر مینځه د تنظیم په مشرۍ اختلافات مېنځ ته راشی اؤ لښکر اسلام په مختلفو برخو کې تقسیم شي.

د جنوبی وزیرستان سره تعلق لرونکی پخوانی سفارتکار ایاز وزیرګڼي تر څو د لښکر اسلام په ډول وسلوال تنظیمونه بیخی د مینځه نه وي وړل شوي تر هغې د دغه تنظیمونو د کمزوري کیدو خبرې عبث دي. هغه وايي حکومت باید داسې ګامونه پورته کړي چې د سیمې اوسیدونکي دغسې تنظیمونو ته رجوع کولو ته ضرورت وه نه لری.

څیړن کار سید نذیر هم وايي چې دغه قسمه غیر قانوني وسلوالو تنظیمونو ته اوس هم د داخلي اؤ خارجي ادارو مرستې تر لاسه دي اؤ فقط د یو تنظیم د مشر وژنې سره کوم لوی بدلون نه شی راتللی.

پخپله په باړه کښي هم ځايي اوسیدونکي د لښکر اسلام د ویرې ښکار دي اؤ د منګل باغ د وژنې په دغه موضوع په ازاده ډول د خبرو نه ډډه کوي