په خېبرپښتونخوا کې د سلگونو مدرسو خوراک او اوبه د صحت دپاره ښه نه دي، حکومتي اداره وايي

څېړونکي وايي په اکثرو مدرسو کې طالب علمانو ته معیاري سهولتونه نه ورکړی کیږي او ځینې مدرسې د تندورۍ درس ورکوي. په نژدې کلونو کې د پاکستان حکومت په مدرسو کې د اصلاحاتو کوښښونه پېل کړل چې د مدرسو په نصاب کې جدت راوستل شي او مدرسې د حکومت د څارنې د لاندې راوستل شي. خو مدرسو ددغه کوښښونو مخالفت کړی دی

په خېبر پښتونخوا کې د سلگونو په شمېره کې د یتیم خانو او د مدرسو ماشومان غېر معیاري خوراک خوري او مضر صحت اوبه څښي.

دا خبره د خېبر پښتونخوا د فوډ سېفټي اېنډ حلال فوډ اتارټي نومې حکومتي ادارې کړې ده چې په صوبه کې د معیاري خوراک د یقیني کولو قانوني ذمه واري په غاړه لري.

ادارې دغه څرگندونې پس له هغې کړې چې تېره هفته د کوهاټ په یوه مدرسه کې گڼ شمېر ماشومان د ناقص خوراک دلاسه ناروغه شوي وو.

د فوډ سېفټي اېنډ حلال فوډ اتارټي ترجمان عطاالله د وي او ای ډیوه خبریال مدثر شاه سره د شورو، چارشنبې، په ورځ په خبرو کې وویل د کوهاټ د مدرسې وروسته د خېبرپښتونخوا په اووه ډوېژنونو کې مدرسو کې د خوراک او د اوبو د معیار کتنه پېل شوه.

د ادارې ترجمان وویل په دریو ورځو د فوډ سېفټي اېنډ حلال فوډ اتارټي ته د معلومه شوه چې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې تر ٣٠٠ پورې مدرسو کې د څښلو د صفا اوبو بندوبست نه و او تر د ٢٠٠ پورې مدرسو د لنگرخانو یا مطبخونو خوراک غېر معیاري و.

ښاغلي عطاالله وویل دغو مدرسو ته هدایات ورکړی شوې دي چې د خوراک او د اوبو بندوبست دې سم کړي.

د پاکستان د نورو برخو په رنگ په خېبرپښتونخوا کې د زرگونو په شمېره کې مدرسې دي چې ماشومانو ته مفت دیني تعلیم، استوگنه او خوراک ورکوي. زیاتره مدرسې په چندو او د خلکو په مالي مرسته چلوول کیږي. ځینې لوې مدرسې د پاکستان د حکومت او د ځینو خارجي هېوادونو نه هم مالي امداد ترلاسه کوي.

خو څېړونکي وايي په اکثرو مدرسو کې طالب علمانو ته معیاري سهولتونه نه ورکړی کیږي او ځینې مدرسې د تندورۍ درس ورکوي. په نژدې کلونو کې د پاکستان حکومت په مدرسو کې د اصلاحاتو کوښښونه پېل کړل چې د مدرسو په نصاب کې جدت راوستل شي او مدرسې د حکومت د څارنې د لاندې راوستل شي. خو مدرسو ددغه کوښښونو مخالفت کړی دی.

په مدرسو کې ماشومانو ته د ښو سهولتونو په اړه د فوډ سېفټي اېنډ حلال فوډ ترجمان عطاالله وویل په پېښور کې ځینو مدرسې خپلو طالب علمانو دپاره د خوراک څښاک مثالي سهولتونه برابر کړې دي.

د خبریال مدثر شاه رپورټ دلته اورېدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د مدرسو خوراک