"هغه الوت ته پرېږدئ چې اسمانونه کچ کړي"

"هغه الوت ته پرېږدئ"- Let Her Fly - دا د ملاله يوسفزۍ د پلار ضيا الدين يوسفزي وروستی او دريم کتاب دی

"هغه الوت ته پرېږدئ"- Let Her Fly - دا د ملاله يوسفزۍ د پلار ضيا الدين يوسفزي وروستی او دريم کتاب دی. ښاغلی يوسفزی وايي ياد کتاب يې د خپلې لور ملاله يوسفزۍ په غوښتنه ليکلی دی.

"هغه الوت ته پرېږدئ چې اسمانونه کچ کړي"، د ښاغلي يوسفزي د وينا برخه ده چې د وي او ای ډيوه سره يې د خپل کتاب په اړه په مرکه کې وکړه. دا کتاب په انگرېزي ژبه ليکل شوی، ١٧٠ پاڼې لري او په اېمازان يې بيه شاو خوا ١٥ ډالره ده. کتاب په اتو ژبو کې چاپ شوی اود نوي کال تر اپريل پورې به په پښتو او اردو ژبو کې هم چاپ شي چې پکې د يو پلار په حيثيت رڼا اچولی شوې ده.

ضيا الدين يوسفزي وويل چې ملاله يوسفزۍ به تل په دې خبره ډېر ټينگار کولو چې د يو پلار په حيث بايد خپل احساسات قلمبند کړي. خو وايي هله ورته اطمینان وشو چې د کتاب ناچاپه بڼه يې ملاله يوسفزۍ ولوستله او د څه بدلونونو او د املا د سمولو ورسته يې ورته وويل! "دا ډېر ښه کتاب دی."

"په دې خبره ډېر خوشاله شوم ځکه چې د ملاله خبره زما د پاره ډېره مهمه په دې وي چې هغه هېڅ بې هېڅه ستاېنې نه کوي."

د ضيا الدين يوسفزي په دې کتاب کې د هغه او د هغه د کورني ژوند تاريخ ليکلی شوی دی. د شانگلې په بر کاڼا کلي کې زېږيدلی ضيا الدين يوسفزی د پنځو خويندو ورور دی چې د هغه په وينا يوې خور يې هم د سکول سبق نه دی ويلی.

ضيا الدين يوسفزۍ- د ښځو د حقونو مبارز

ضيا الدين وايي په وړومبي ځل ورته د ښځو د حق احساس هله وشو چې د مور سره به ډاکټر له لاړو او د مور د نوم په ځای به ډاکټر وليکل د ضيا الدين مور (M/O) او يا د هغه د پلار د ښځې (W/O) په نوم به يې پېژندگلو کېده.

ښاغلی يوسفزی د پښتنو په دې خويونو سختې نيوکې کوي او وايي چې د پښتنو په ټولنه کې د ښځې مقام دا دی چې په خپل نوم يې هم څوک نه يادوي او گڼي چې دغه نوم ښکاره کول هم د بې عزتۍ خبره ده.

"ښځې نيمه ابادي ده. د هغوی هم د ژوند حق دی. کوم حق چې د سړي دی هغه حق د ښځې هم دی. نن مونږ د ښځو په حقونو خبرې کوو خو د شانگلې په مارتونگ سيمه کې يوه پيځلس کلنه جينۍ د تره د ځوي سره د مينې په تور سره د هلکه وژلې شوې ده. "

ولې ملاله او ولې تور پېکۍ؟

هغه وايي د ملاله يوسفزۍ د نوم د خوښولو په اړه وايي لا يې واده نه و کړی چې د خپل ملگري عثمان اولس يار دېرې ته به تلو راتلو نو هلته يې په وړومبي ځل د ميوند د ملالۍ انځور وليدلو چې پرې يو ښاېسته شعر هم ليکل شوی و. هغه شعر داسې و!

"نه هزار ځلمي ورغلي تر کماله، نه يوه نره ملاله ميوند واله"

يوسفزی وايي دا شعر يې ډېر خوښ شو او په زړه کې يې فيصله وکړه که چرې لور يې وشوه نو ملاله نوم به ورته ږدي.

ښاغلی يوسفزی وايي د ميوند د ملالۍ د نوم نه خبر و خو دغې شعر يې د ملاله د نوم سره ډېره مينه پيدا کړه چې يو بېرغ يې په لاس کې نيولی وي او د ميوند ميدان ته د يوې اتلې په څېر وردانگي.

د ملالۍ دغه ننگ د پښتو په دې ټپه کې داسې بيان شوی دی

"که په ميوند کې شهيد نه شوې، خدای گو لاليه بې ننگۍ له دې ساتينه"

ملالۍ د انگرېز پوځونو په مقابل کې د جنگ ميدان ته وتلې وه او په دغه جنگ کې مړه شوې وه خو يو بيللی جنگ يې په خپل جرات او زړورتيا گټلی و.

د ضيا الدين يوسفزي د ژوند بلها قيصې په دغه کتاب کې نقل شوي دي او په خپل ذاتي ژوند يې هم رڼا اچولې ده چې څنگه يې د ملاله مور تور پېکۍ خوښه شوه او بيا يې ورسره واده وشو.

هغه وايي تور پېکۍ يې په ښاېست خوښه شوې وه خو چې کله د واده نه وروسته د دوی کور ته راغله نو ورته معلومه شوه چې تور پېکۍ يواځې ښکلې نه بلکه ډېره اوښياره ښځه هم ده.

"ظاهري حسن کله وي او کله نه وي خو ذهني ښاېست ډېر مهم دی. که ښځو ته مو پوره پوره حق ورکړو نو په دوی کې ډېر اهليت شته. په ښځو تعليم نه کول او ورته پوره بشري حقونه نه ورکول په دې معنا دي چې لکه يوه مرغۍ په يو وزر الوځي او سړی په دواړو وزرو."

ښاغلی يوسفزی وايي چې کله يې د خوشال په نوم سکول پرانستلو نو ډېره گرانه وه چې د سکول خرچه پوره کړي او د دې د پاره يې د خپلې ميرمن تور پېکۍ کالي خرڅ کړل. خو وايي خوشاله دی چې سکول يې کامياب شو او هم په دغه سکول کې ملاله يوسفزۍ هم خپلې زدکړې وکړې.

د ضيا الدين يوسفزي دوه نور کتابونه

د دې نه وړاندې يې دوه نور کتابونه په پښتو کې چاپ شوي دي چې يو يې د خپلې شاعرۍ "خو مينه تل ژوندۍ وي" او بل يې د نثر کتاب "ماته غوږ شه" په نوم دي.

خو مينه تل ژوندۍ وي، زيات تره د رومانوي احساستو منظومي کتاب دی. په کتاب کې د پښتنو په سیمه کې د بې امنۍ او طبقاتي توپېرونو په اړه هم شعرونه شته.

په دغه کتاب کې ښاغلی یوسفزی دوه هايکوگانې وايي:

د جنگ پرستو سترگې بیا سرې شولې

په هره پوله یې بارود وکرل

زمونږ د امن زمیندار چرته دی؟

دویمه هایکو:

د وړو پلاره په وخت کورته راځه

ته تر ناوخته پورې چرته گرځې

سم د ماښامه مرغۍ جالو ته ځي

ماته غوږ شه په ناجاېزه طريقه د ميانو يا کبانو د ښکار په اړه دی. ضيا الدين يوسفزۍ وايي ماته غوږ شه کتاب يې ځکه وليکلو چې ويې ليدل خلک چرته د بجلۍ په کرنټ، په زهرژنو دوايانو، په پلپولکو او چرته په نورو بيلا بيلو طريقو وژني.

د سوات سيمې سيندونه او خوړونه د يو شمېر کبانو لپاره مشهور دي. دغه ميان ځانگړی خوند لري او نه يواځې ځايي خلک بلکه د لرې لرې نه سيلانيان هم بې تپوسه د کبانو د نيولو د پاره سيمې ته ورځي. دوی نه يواځې کبان په بې رحمۍ نيسي او وژني بلکه د سيمې ميانو نسل يې د خطر سره مخ کړی دی.

نور تفصيل يې په لانديني لنک اورېدلی شئ.