د مشال خان د وژنې په مقدمه کې به عدالت د څلورو ملزمانو خلاف فېصله په ١٦ مارچ اوروي

د مدني ټولنې فعالانو د مشال خان د وژنې په پراخه کچه غندنه کړې وه

دوه کاله وړاندې په ۱۳م اپریل د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې قهرجنو خلکو د مذهب د سپکاوي په تور دصحافت د څانګې زده کونکی مشال خان ووژلو. وروسته د پلټنو ډلې (جی آیي ټي) خپل راپور کې مشال خان بې ګناه او ۶۱ تنان د پیښې ذمه وار وګرځول.

په دغو کې ٥٧ کسان ونیول شو او مقدمه پرې د ایبټ آباد د ترهګرۍ په ضد عدالت د هري پور په بندي خانه کې دننه وچلووله. وروسته څلور باقي پاتې کسان چې مفروران شوي وو هم ونیول شول او مقدمه پرې د پیښور د ترهکرۍ په ضد عدالت کې وچلوول شوه.

د مشال خان د وکیلانو د ډلې یو غړی فضل خان ایډوکیټ ډیوه ته وایي د دغو څلورو ملزمانو مقدمه کې عدالت د ټولو فریقینو دریځ واوریدو او قاضي محمودالحسن خټک فیصله تر ١٦ مارچ پورې محفوظه کړه.

فضل خان وایي د نهې، سه شنبې، په ورځ په دغه مقدمه کې بحث و. ګواهان او ثبوتونه وړاندې کړی شول اود هرڅه سرته رسیدو نه پس عدالت تر ۱۶م مارچ پورې فیصله محفوظ کړه.

فضل خان ایډوکیټ وایي د ایبټ آباد د ترهګرۍ په ضد عدالت فیصلې کې ۲۶ ملزمان بري کړی شوي وو، ۲۵ ته د څلورو کالو د بند سزا، ۵ ته د عمري قید او یو ته د تیزندي کولو سزا اورول شوې وه. خو فضل خان وايي د بري کړی شویو او د څلورو کالو د بند د سزا فیصلې نه مطمین نه دي نو د دې خلاف یې پیښور هایي کورټ کې درخواست جمع کړی و، خو وایي په تکنیکي توګه هایي کورټ په هغه اپیلونو کاروایي ځکه نشوه کولی چې د دې نورو څلورو نیول شویو ملزمانو مقدمه د ترهګرۍ په ضد عدالت کې شروع شوه.

فضل خان وايي اوس چې درې ورځې پس دا فیصله هم واورول شي نو په اپیلونو به هم هفته لس ورځو کې دننه هایي کورټ کې اوریدنه پیل شي. هغه وویل ټولو فریقینو ته حق حاصل دې چې د ترهګرۍ په ضد د عدالت فیصلې خلاف هایي کورټ کې درخواست جمع کړي.

فضل خان زیاته کړه چې په مقدمه کې څه مشکل نه ویني ځکه چې د جی آیي ټي، یا تحقیقاتي ډلې، په خپل راپور ملزمان په ډاکه کړي دي او د ملزمانو ویډیوي ثبوتونه او د جرم اقرار هم موجود دی. هغه وویل دریځ یې دی چې ټولو ملزمانو یو شان جرم کړی دی او باید ټولو ته یو شان سزا ورکړی شي.هغه زیاته کړه هغه خپله او د مشال خان کورنۍ هم د عدالت نه د انصاف پوره طمعه لري.