ماهرین: ترهگري او غېر یقیني حالات په پاکستان کې ذهني ناروغیو لوې عوامل دي

اقتصادي ماهرین وايي پاکستان د خپل امدن زیاته برخه په دفاع مصروي او هم ددې له امله د ولس د صحت او تعلیم دپاره ورسره کمې پېسې پاتې کیږي

ترهگري، غېر یقیني حالات، غربت، بې روزگاري او د علاج د سهولتونو نیشت والی په پاکستان کې د خلکو د ذهني ناروغیو لوې عوامل دي او ماهرین وايي د هېواد هر څلورم تن په څه نه څه ډول د ذهني ناروغۍ سره مخامخ دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د ذهني ناروغیو په اړه د پوهې د نړیوالې ورځ په مناسبت په پېښور کې یوه غونډه وشوه چې پکې ډاکټرانو د نفسیاتي ناروغیو په اړه خبرې وکړې.

د پېښور د خېبر ټیچنگ هسپتال د نفسیاتي ناروغیو د څانگې ډاکټر سید محمد سلطان وايي که یو خوا په پاکستان کې په خلکو کې د ذهني ناروغیو شرح زیاته ده نو بلخوا د دې مرض د علاج دپاره د ډاکټرانو هم ډیر کمی دی. هغه وايي پر مخته تللي هېوادونو کې د ١٠٠٠٠ کسانو په سر یو د نفسیاتي ناروغیو ډاکټر موجود وي خو لکه د پاکستان په رنگ په ترقي پذیر ملکونو کې د پنځو لکو خلکو دپاره ماهر نفسیات موجود وي.

د ډاکټرانو د کمي او د علاج د نورو سهولتونو د کمي په وجه، ډاکټر سلطان وویل چې خلک د ذهني ناروغیو د علاج دپاره بیا په خپل سر دوایانې اخلي او یا نور غیر ساینسي لارې لټوې.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال مدثر شاه وړاندې کوي:

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې د ذهني ناروغوو صورتحال