د پاکستان پوځ وايي کمانډرانو یې په افغانستان کې د امن په بهیر غور وکړو

د ايي اېس پي ار ترمخه غونډې ته د افغانستان د امن په بهیر کې د پاکستان "مثبت کردار او ونډو" او د افغانستان سره په پوله د پاکستان د ازغن تار د لګولو د کار د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل شوو

د پاکستان پوځ ویلي لوړ رتبه کمانډرانو یې د افغانستان د امن په بهیر، د افغانستان سره په پوله د ازغن تار په لګیدو، په کشمیر کې په صورتحال کې او د"ففت جنرېشن وارفیر" په موضوعاتو خبرې وکړې.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايی اېس پی په یو بیان کې وویل د شورو، چهارشبنې، پّه ورځ د کور کمانډرانو د غونډې مشري پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه وکړه.

د ايي اېس پي ار ترمخه غونډې ته د افغانستان د امن په بهیر کې د پاکستان "مثبت کردار او ونډو" او د افغانستان سره په پوله د پاکستان د ازغن تار د لګولو د کار د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل شوو.

پاکستاني پوځي مامورینو د افغان امن په موضوع خبرې په داسې ورځ وکړې چې په کابل کې د افغان نایب صدر امرالله صالح د موټرو په قافله حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شوو او ښاغلی صالح خپله زخمي شو.

د ايي اېس پي ار په وېنا د کور کمانډرانو په غونډه کې د "ردالفساد" نومې عملیاتو په اړه هم معلومات شریک کړی شول.

په کال ۲۰۱۷ کې په شمالي وزیرستان کې د "ضرب عضب" عملیاتو وروسته پوځ په ملک کې دننه د ردالفساد نومې عملیاتو د شروع کوولو اعلان وکړو چې د څیړونکو په وېنا هدف یې د پاکستان په نورو برخو او په خصوصي توګه په پنجاب صوبه کې د وسله والو خلاف عملیات کول وو.

په اسلام اباد کې مېشته د انسټېتېټیوټ اف سټرېټېجک سټډیز نومې ادارې د ردالفساد عملیاتو په اړه یو مضمون کې ویلي وو چې د ردالفساد یو مقصد د ضرب عضب لاس ته راوړنو ته تحفظ ورکوول دي.

په کال ۲۰۱۴ کې په شمالي وزیرستان ک د ضرب عضب نومې عملیاتو شروع کوولو وروسته د پاکستان پوځ وویل سیمه د وسله والو نه خالي کړی شوي ده.

تېره میاشت د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د شمالي وزيرستان دافغانستان سره د پرتوو علاقو او ميرانشاه دوره وکړه او ویې وېل په زياتره سيمه کې امنيت په ځای کړی شوی دی.

د پوځ مشر په شمالي وزیرستان کې د امن پرځای کېدو خبره په داسې حال کې کړې ده چې سیمه کې اوس هم پاکستاني طالب وسله وال وخت په وخت د حملو مسولیت مني او د سيمې اوسېدونکي وايي د امنیت حال غیر یقیني دی او د ضرب عضب عملیاتو په مهال د سیمې نه بې کوره شوي د زرګونو په شمېره کې کورنۍ اوس هم د کډوالۍ ژوند کوي او خپلو کورونو ته دي ستنې.

دا میاشت په شمالي وزیرستان کې د پوځ په ګاډي د بم په حمله کې د پوځ ترمخه یو افسر او دوه نور عسکر ووژل شوو.

تېره مېاشت په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قوم په یوه جرګه کې وغوښتل چې "ریاست (پاکستان) دې په سيمه کې امن يقيني کړي او که ناکامه وي نو د امن په ځای کولو دپاره ټول وسايل دې خلکو ته ورکړي اتمانزي به په خپله په دغو وسايلو امن په ځای کړي."

د کور کمانډرانو د غونډې په اړه د ايي اېس پې ار په بیان کې وویل شو چې د پاکستان "دښمنو عناصرو" چې "ففت جنرېشن وارفیر اېنډ اېپلېکشن" کوم جنګ د ملک د بنیادي مفاداتو خلاف شروع کړی دی دې ته به ماتی ورکوول کېږي.

څېړونکي وايي ففت جنرېشن وارفیر نه د پاکستان د پوځ په انټرنېټ او سوشل میډیا هغه بحث او هغو تبصرو ته اشاره وي چې ځېنې څیړونکي یې د پوځ په تګلاره او په سیاسي چارو کې د امنیتي ادارو په کردار کوي خو پوځ یې تنقید او نیوکې ګڼي.

د کور کمانډرانو په غونډه کې د ففت جنرېشن وارفیر خبره په داسې حال کې هم شوې ده چې په تېرو ورځو کې د پوځ پخواني ترجمان او پخواني کور کماڼدر لېفټيننټ جنرل ريټایرډ عاصم سلیم باجوه د کورنۍ د کاروبارونو او جایدادونو په اړه د یو رپورټ شایع کېدو وروسته په سوشل میډیا پحثونه شروع شول او د عاصم باجوه پکې په دې اړه د سپیناوي غوښتنې کېدلې. د فېکټ فوکس نومې وېب پاڼې د رپورټ ترمخه په پوځ کې د عاصم باوجوه په عهدو کې د ترقۍ سره سم د باجوه د کورنۍ کاروبارونو هم پرمختک کوولو.

عاصم سلیم باجوه دا وخت د سي پېک اتارټۍ مشر او د وزیراعظم عمران خان مشیر دی. د فېکټ فوکس د رپورټ وروسته هغه عمران خان ته مشاورت د چوکۍ نه استعفا وړاندې کړه وه خو عمران خان وه نه منله.

د ففت جنرېشن وار په اړه د پوځ پخواني بريګيډير رېټایرډ سعد محمد خان وي او ای ډیوه ته ویلي د روایتي جنګ ترڅنګ د امنیتي ادارو د ملک د دفاع دغه هم یوه برخه ده خو د پېښور پوهنتون د ايريا سټدي سنټر پخوانی ډاېريکټر او څيړنکار ډاکټر سرفراز خان وايي څوک هم چې د پوځ یا د ملک امنیتي ادارو په تګلارو تنقید کوي نو دغه ادارې دا ففت جنرېشن وبلي.
ايي اېس پي ار وویل پوځ د هندوستان او پاکستان ترمنځ په کشمیر کې په سرحدي کرښه، لاین اف کنټرول، د حالاتو جاج هم واخیستلو او د پولیو کېمپېن په ملاتړ کې د اقداماتو کتنه هم وکړه.