دپاکستان پوځ وایي ډیره اسماعیل خان کې یې دوه ترهګر وژلي

دپاکستان پوځ دخېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ډېره اسماعیل خان کې د دوو مطلوبه ترهګرو د وژل کېدو دعوه کړې.

بل لوري ته دجمعې په ورځ د پیښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فیض حمید د جنوبي وزیرستان ضلعې سفر کړی او سیمه کې پوځي عسکرو او ځایي خلکو سره یې لیدنې کړې دي.

د پاکستان پوځ پخپل بیان کې ويلي، دامنیتي ځواکونو او د وسله والو تر مینځه جګړه د ډیره اسماعېل خان په کلاچي سیمه کې شوې او د ډزو په تبادله کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

پوځ په بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوؤ ترهګرو له قبضې څخه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي.

پوځ د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو نه ده څرګنده کړې خو ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوي دي.

د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې.

پوځ په دې نښته کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په ډېره اسماعېل خان کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر مینځ راونه د خبرو لړۍ دتاو تریخوالي ښکار شوې ده او پاکستاني طالبانو دحکومت اؤ پوځ هغه څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ ټي ټي پي سره به خبرې دپاکستان دایین په چوکاټ کې کولی شي.

ټي ټي پي پخپل یو تازه بیان کې په زغرده اعلان کړی دی چې هیڅکله دپاکستان هغه خودساخته ایین نه مني چې له مخې یې الهي شریعت تر اوسه قانون نه دی ګرځیدلی اؤ‌ د انسانانو رایې پکې دقانون جوړولو لپاره مهمه ګڼل کیږي.

بل لوري ته سرچینې وایي تیره ورځ د پیښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فیض حمید د جنوبي وزیرستان د سفر پرمهال په اسمان منزه سیمه کې د پوځي چاوڼی په جوړولو د راون کار جاج اخستی او د علاقې په امنیت یې د ډاډ ښکاره کولو سره امنیتي سرتیري ستایلي دي.

سرچینې وایي جنرال فیض حمید تر هغې وروسته په سام سیمه کې ځایي خلکو سره لیدلي او خلکو د هغوي په وړاندې د امنیت د ټینګښت سره بې درکه کسانو د موندلو، په علاقه کې ماین پاکي او موبایل انترنیټ دبحالي غوښتنې کړې دي.

دسیمې انتظامیي چارواکي د کور کمانډر جنرل فیض حمید شمالي وزیرستان ته دسفر پخلۍ کوي او ویلي یې دي چې خلکو سره یې د هغوئ په غوښتنو دعمل کولو ژمنه کړې ده.

کور کمانډر جنرال فیض حمید دا سفر په داسې حال کړی چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دتیرې یکشنبې نه را په دیخوا د علاقې نهه کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.