د ډيپټي سره د ملاقات چيټ مې ژوند بچ کړو

د اگست ٢١ نیټه په نړۍ کې د ترهگرۍ په حملو کې د وژل شویو کسانو د یادولو او هغوی ته د پېرزونې ورځ لمانځل کیږي

په کال 2010م کې د جولايۍ په 9مه نېټه د مومندو په اېکه غونډ کې د اسټنټ پوليټېکل اېجنټ دفتر مخې ته شوې غبرګو ځانمرګي بريدونو کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي وو، پولېټکل اېجنټ امجد خان قبايلي مشران دغې دفتر ته د غونډې لپاره بللي وو خو بيا يې غونډه ځنډولې وه.

د طورخټ حاجي حميد خان په دغه بريدونو کې ژوندی بچ شوی هغه خپله قيصه وي او ای ډيوې ته د اسې کړې.

" زما تنخوا له څو مياشتو رهسې بنده وه، زه ډيپټي صېب له شکايت له تللی وم، د دفتر مخې ته مې ډېر انتظار اوکړو د پړانګ غار حاضر حاجي دې الله اوبښي هغه هم راسره ناست وو، مشران به راتلل خو د ډيپټي صېب منشي به ورته وېل چې پولټيکل صېب نه راځي نو دوي به بيا په پوليټيکل صېب پسې غلنۍ ته تلل، په دوي کې مې د پړانګ غار صاحبزاده حاجي صېب هم اوليده.

زه چې په انتظار ستړی شوم نو د ډيپټي صېب منشي له ورغلم چې زه ورسره ملاقات کوم، هغه راته اوېل د ملاقات د پاره به ليکلې چيټۍ راوړې.

ماته څه پته وه چې دغه په اصل کې زما د دويم ژوند د زيري چيټۍ وه.

زه د يکه غونډ بازار ته راوتم او د فوټوسټېټ په دوکان کې خپل نمبر ته ولاړ ووم .

زما نه مخکې په نمبر کې د غره دوه کسان د دوکاندار سره په دې خبره په چېړ وو چې په چېټ يې لس ټکي نه دي ليکلي او ولې ترې لس روپۍ اخلي، دوکاندار ورته وېل کاکا که په دغه لسو ټکو چيټ ورته ډيپټي 10 زره روپۍورکړې نو د دهسره به يې نيمې کړي؟؟،

دوي لا په دې بحث وو چې په دې کې يو درز شو، دومره دروند غږ وو چې تابه وېل غوږونه مې وشلېدل، په سترګو مې توره تیاره شوه، د دوکان چت مو سره راپرېوتلو.

يوه شېبه خو نه پوهېدلم چې څه چل وشو. خو چې لږ غوندې مې ځآن سم راسم کړو نو پوهه شوم چې دهماکه وشوه، زه د دوکان ور ته نزدې وم ، د ور برجو د دکان چت زما نه څو اېنچه اوچت آډانه کړې وو خو زما غبرګې پښې په ملبه کېګېرې وې، ما ډېر کوشش وکړو چې ځان راخلاص کړم خو نه کېده، په دې کې د دوکان د پرېوتي چت د پاسه خلکو يو غوبل جوړ کړو، ما وېل والله وس دې پکې دا خلک ښه پوخ ګېروي.

ما څو ښختې آډانه شوي چت ته ورلاندې کړې او خپلو پښو ته مې د زړه زور ولګو، قدرت ته ګوره چې ښۍ پښه مې مې راخلاصه شوه او بيا مې ګسه خپه هم په ډېر زور د ملبې نه راويستله، بيا مې د چت نه اول سر رابهر کړو او بيا مې ځان پسې خپل باقي وجود را راښکلو.

د قيامت ورځ وه وروره، تا به وېل د سترګو په رپ کې دنيا په بله اوښتې ده. د بازار ټول دوکانونه ړنګ شوي وو، بهر په سړک د مړو دلۍ پرتې وې، او ژوبلو کسانو يوه بوګنونکي غوغا وه.

عجيبه کار وو د هر چا جامې سوځېدلې وې ، ما چې خپلو جامو ته وکتل زما ټولې جامې هم ګينده په ګېنده ختلې وې، تا به وېل چې د جامو ټولې بخۍ مې چا په لاسو سپړدلي دي.

زما دواړه ګيټۍ کرک شوې وې خو په ګوډو ګوډو خپو مې ځان د غورځيدلي بازار نه بهر کړو، ټول وجود مې په خاورو کې خړپړ وو، او د مخ نه مې سمې ايرې چڼېدې.

ماته وس هم ياد دي چې زه کله بازار ته تللم نو په سړک د پاسه د پړانګ غار صاحبزاده سره د دوه نورو ملکانو ګاډي ته ولاړوو، چې په دې کې يو ګاډې راغلو خو پکې صرف د دوه کسانو ځاېې وو صاحبزاده خپل دواړه ملګري هغې ګاډي کې غلنۍ ته ولېګل او ورته يې وېل تاسو زئ زه درپسې يم،

خو داسې او نه شوه،

غريب هم په هغه ځاېې پاتې شو، په هغه د چاودنې ورسته د بجلۍ تارونه غورځيدلي وو او هغه يې هم په هغه ځاېې وژلې وو.

زه چې وس هم هغه ورځ راياده کړم نو وايم که د ډيپټي منشي رانه د ملاقات د پاره چيټ نه وی غوښتلی نو اوس به زه ژوندې نه وم، واقعي چې هم هغه زما د نوي ژوند زېری وو"

یادونه: د اگست ٢١ نیټه په نړۍ کې د ترهگرۍ په حملو کې د وژل شویو کسانو د یادولو او هغوی ته د پېرزونې ورځ لمانځل کیږي. دا قیصه هم دې مناسبت لیکل شوی ده