پخواني پوځي مشر پرویز مشرف ته د مرگ سزا څېړونکي د سیاسي مشرانو گټه گڼي

د پوځ د مشر د وخت د جنرل پرویز مشرف یو تصویر

د پاکستان پخواني پوځي مشر او پخواني صدر پرویز مشرف ته د غدارۍ په الزام د خصوصي عدالت د مرگ سزا په اړه د سیاسي چارو څېړونکي واي ي دا د پوځ سره د ډیر وخت راهسې د اخیتاراتو په جنگ اخته د سیاسي مشرانو گټه ده.

خصوصي عدالت د ائین د سرغړونې په الزام پرویز مشرف ته د مرگ سزا اورولې ده.

د وزیراعظم عمران خان حکومت ويلي د فیصلې خلاف به اپیل کوي. د پاکستان اټرني جرنل یا مشر حکومتي وکیل منصور خان د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل خصوصي عدالت پرویز مشرف ته د صفايي موقع نه ده وکړې او فیصله یې په بېړه کې اورولې ده.

پوځ هم په کلک ډول د پرویز مشرف حمایت او هغه ته د سزا غندنه وکړه. د عدالت د فیصلې وروسته پوځ په خپل بیان کې وویل د پوځ په صفونو کې غصه او درد راپارېدلی دی، مشرف د ملک خدمت کړی، د ملک په خاطر یې جنگونه کړي نو ځکه هغه غدار نشي کېدلی. بیان کې وویل شو چې عدالت فیصله په تادۍ کې کړې ده او پخواني جرنېل ته یې د صفايي موقع نه ده ورکړې.

د حکومت او د پوځ د دریځ برعکس د پاکستان د حزب اختلاف گوندونو پرویز مشرف ته د سزا ملاتړ کړی دی.

د پاکستان پیپلزپارټۍ د سنېټ غړي مصطفا نواز کهوکهر وویل د عدالت فیصلې یو داسې مثال قایم کړو چې د "اینده مهم جو دپاره به گرانه وي چې نظر انداز یې کړي." هغه وویل که چېرې په راتلونکي کې څوک جمهوري حکومت ختم کړي او ائین معطل هم کړي خو د جمهوریت د بحالېدو سره سم به د دغدارۍ د مقدمو غوښتنې کیږي.

د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو پوځي واکمن ته د ائین په ځنډوولو د غدارۍ سزا اورول شوې ده.

د پاکستان انسټېټېیوټ اف لېجسلېټیو ډوېلپمنټ اېنډ ټرانسپېرنسي نومې ادارې مشر او قانون پوهه احمد بلال محبوب وايي د تیر څه وخت راهسې د پاکستان د پوځ او سول (سیاسي) حکومت په تعلق کې بدلون را روان دی خو "دا فیصله به په دې مساوات (تعلق) کې سوېلینز (سیاسي مشران) مظبوط کړي."

خو د وفاقي حکومت د ساینس او ټېکنالوجۍ وزیر فواد چودري په رنگ خلک چې د پرویز مشرف په اړه د فیصلې ناقدین دي، بدل نظر لري. هغه وايي کله چې په ائین کې د شپږمې مادې دلاندې غدارۍ دپاره د مرگ سزا وټاکل شوه نو پخواني وزیراعظم زوالفقار علي بهټو وویل دا به د جرنیلاو د واک نیولو لار ونسي خو پنځه کاله وروسته یحیا خان او بیا ضاالحق مارشل لا ولگوله او بهټو تېزندي کړی شو.

ښاغلي چودهري وویل داسې دول فیصلې د مارشلا مخه نشي نیولی بلکې سیاسي حکومتونو ته پکار دي چې د خپلې کارکردگۍ دلارې د جمهوریت لاس بره کړي. "د دې فیصلې د انصاف او ائین سره هیڅ کار نشته. دا شخصي انتقام دی."

په اسلام اباد کې د وي او ای انگریزۍ څانگې خبریالې عایشه تنظیم په خپله تجزیه کې لیکلي دي فواد چودري او ښاغلي کهوکر د یوې داسې فیصلې په اړه خپل خپل نظرونه څرگندول چې د پاکستان ټولنه یې تقسیم کړې ده. یو اړخته پوځ او حکومت دی چې داسې گڼل کېږي چې د پوځ په حمایت یې حکومت ترلاسه کړې دی او بلې خوا ته د حزب اختلاف سیاسي گوندونه او د انساني حقونو او د مدني ټولنې غړي دي.

د عدالت فيصلې په اړه داه هم وېل کېږي چې دا د پوځ او عدليي ترمنځ ټکر دی چې مضمرات به یې د اوږدې مودې پورې محسوس کېږي.

شاهد لطیف چې د هوايي پوځ افسر وو او اوس په مطبوعاتو کې څېړونې کوي وايي د مشرف د فیصلې په اړه د پوځ بیان د مسلح ځواکونو د افسرانو ج‏ذبات څرگندوي او عسکر دا گڼي چې یو تن په هدف کړی شوی دی او ورته د خپلې دفاع موقع نه ده ورکړی شوي. هغه وویل په کومه طریقه چې دغه فيصله شوې ده دا صحیح نه وه او پوځ دغه خبره څرگنده کړې. "اوس بال د عدليي په کورټ کې دی،" یعني عدالت باید د اینده گام واخلي.