مریم نواز وايي د وزیراعظم عمران خان حکومت به د جنورۍ نه مخکې ختم شي

د پاکستان مسلم لیګ (ن) نایب مشرې مریم نواز د پاکستان آج نومې ټېلی وېژن سره مرکه کې ویلي دی چې د جنورې میاشت نه وړاندې به د پاکستان تحریک انصاف حکومت ختم شي

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو ګوندونو اېتلاف پاکستان جمهوری تحریک خوشبینه دی چې د دوی د احتجاج له وجې به د جنورۍ د میاشت نه وړاندې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ختم شی خو عمران خان وایې چې دا فیصله به ولس کوي چې حزب اختلاف څومره مضبوط دی اؤ دا ټول سیاسی ګوندونه د هغه په وېنا خپله غله پټوولو د پاره یوځای شوي دي.

پاکستان جمهوری تحریک د اکتوبر د شپاړلسمې نېټې نه د پنجاب د ګوجرنواله ښار نه د حکومت پرضد د احتجاج پېل کوولو اعلان کړی دی اؤ د حزب اختلاف دا ګوندونه وایې چې دا احتجاج به په لوی لاریون کې بدلیږي اؤ خبره د پارلیمان نه اجتماعی استیفو ته هم رسېدی شي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) نایب مشرې مریم نواز د پاکستان آج نومې ټېلی وېژن سره مرکه کې ویلي دی چې د جنورې میاشت نه وړاندې به د پاکستان تحریک انصاف حکومت ختم شي.

مریم نواز وایې چې په دې مکمل ېقین لري چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت نه خو دستوري اؤ نه منتخب حکومت دی.

مریم نواز دا خبره هم کړې چې د ریاستي ادارو نه هیڅ غوښتنه نه لري خوغواړي چې دا ادارې دې سیاست کښې د مداخلت نه ډده وکړی.

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف هم څو واری ویلي چې پاکستان تحریک انصاف حکومت د چا په خوښه جوړ شوی دې او دوی د عمران خان خلاف نه بلکې د هغه طاقت خلاف دی چې د عمران خان حکومت یې جوړ کړې دې اؤ کال ۲۰۱۸ انتخاباتو کښې یې درغلي کړې ده.

نواز شریف د پاکستان په پوځ په ملکی سیاست کښې د مداخلت تور هم لګولی دی.

د دې نه پس د پخوانی وزیراعظم نواز شریف پرضد د لاهور ېو لیس تهاڼه کې د غدارۍ مقدمه هم درج کړې شوی ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بریګیدیر ر اعجاز شاه د حزب اختلاف د احتجاجي جلسو د ودروولو تجویز وزیراعظم عمران خان ته ورکړې و خو د پاکستان مطبوعات وایي وزیراعظم عمران خان د جلسو اجازه ورکړې ده اؤ خپل د ګوند غړو یو غونډې ته یې ویلي دي چې د حزب اختلاف د احتجاج نه ویره نه لري اؤ ولس به فیصله کوی چې دا اپوزیشن څومره مضبوط دی.

وزیراعظم عمران خان یو واری بیا ویلي د حزب اختلاف سیاسي ګوندونه د خپلې غله د پټوولو دپاره یوځای شوي دي.

په موجوده وخت کې په سیاست کې د پوځ په مبینه کردار د حزب اختلاف د تنقید نه پس د اطلاعاتو د پاره وزیراعظم صلاکار لېفټینټ جنرل ر عاصم سلیم باجوه د دغې چوکۍ نه استعفا ورکړې او عمران خان قبوله کړې ده خو د حکومت مخالفو ګوندونو په دې اطمینان نه دی څرګند کړی.

د مسلم لیګ یو مشر خواجه آصف وایې چې عاصم سلیم باجوه اوس هم د پاک چین اقتصادي راهدارۍ اټهارټی مشر دی اؤ باید چې د خپل ذات اؤ د ادارې د عزت د پاره دې، د سی پیک اټهارټۍ چیرمین د څوکۍ نه دې هم استفا ورکړي.

په نژدی ورځو کې د مسلم لیګ (ن) مشرانو د پاکستان په ریاستی ادرو د تنقید نه پس وزیراعظم عمران خان څو واری وویل چې دا ګوند د پوځ ځکه مخالفت کوي چې پوځ دوی کرپشن ته نه وو پریښودي خو مسلم لیګ وایې چې دوی د پوځ خلاف نه بلکه دې خبرې خلاف دی چې ېوه اداره د خپل دستوری اختیار نه باهر ووځي.

د مسلم لیګ (ن) تر څنګ پاکستان پیپلز ګوند اؤ جمعیت علما اسلام (ف) هم د پوځ په ملکي سیاست کې په کردار تنقید کړې دې.

دغه سیاسی صورتحال کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه دا بیان ورکړی چې پوځ هرګام د ایین دلاندې اخلي.