د پښتنو په اصل نسب تحقیق کونکی یو محقق دا نظریه ردوي چې گني پښتانه د بني اسرائیل دي او د سائنسي څیړنې په بنیاد وايي چې پښتانه او بني اسرائیل د یو بل سره هېڅ نزدېکت نه لري.
ډاکټر محمد الیاس چې د حیاتیاتو ماهر دی دا څرگندونې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو پروگرام پریس کانفرنس کې کړې دي. هغه وايي د خلیو د پیژندنې یا ډي این ای تحقیق دا ښائي چې پښتانه یو ځانگړی نسل دی او د بني اسرائیل سره څه نسلې تړون نه لري او دا یوه افسانه ده چې د پښتنو اصل نسل د بني اسرائیلو سره تړلی کیږي.
په دغه بحث کې د پښتو ژبې او تاریخ دوه نورو پوهانو سعدالله جان برق او ډاکټر راج ولي شاه خټک هم د ډاکټر محمد الیاس د تحقیق ملاتړ وکړو.
پریس کانفرنس پروگرام چې کوربه يي بهروز خان وو دلته اوریدی شۍ:
Your browser doesn’t support HTML5