پي ډي اېم: د جنورۍ په آخره یا د فرورۍ په اوایلو کې به اسلام آباد ته لانګ مارچ کوو

د مخالفو ګوندونو ایتلاف - پاکستان ډیموکریټک مومنټ (پي ډي اېم) - اعلان کړی چې د حکومت په ضد د شپږو جلسو ورستو د جنوري په پای یا فروری په شورو کي اسلام آباد ته لانګ مارچ کوي او د پارلېمان د غړو استعفې به هم له ځانه سره وړي.

د پي ډي اېم له اړخه د حکومت په ضد د پنځو جلسو نه وروسته، په لاهور کې د دوی شپږمه جلسه وشوه چې په کې په لوی شمېر خلکو ګډون وکړ.

په دې کې وروستۍ جلسه کې هم د مولانا فضل الرحمن، بلاول بهټو زرداري، مریم نواز، او یو شمېر نورو سیاستمدارانو ترڅنګ، د یو شمېر مخالفو ګوندونو مشرانو ویناګانې وکړې.

د مسلم لیګ نواز ډلې مشرې مریم نواز جلسې ته په وینا کي وویل، د اوسني حکومت د تلو وخت راغلی دی. دوی مخالفو ګوندونو مشرانو ته دا باورهم ورکړ چې څوک لوی او وړوکی نه بلکې ټولي صوبې برابرې دي او پنجاب به د لوی ورور نه بلکه د سکه ورور کردار لوبوي.

مریم نواز وویل چې حکومت اوس له مخالفو ګوندونو څخه اېن آر او غواړي، خو پي ډي اېم او نواز شریف به د "جعلي حکومت" جوړوونکي عمران خان ته اېن آر او نه ورکوي.

په دې موقع د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو وویل، پی ډي ایم د هیواد هرې کوڅې ته رسیدلی دی، او بل دا چې اولس د تحریک انصاف د "ګوډاګي" حکومت او د هغه د راوستونکو په ضد راپاریدلی دی.

بل پلو ته حکومت دا یوه ناکامه جلسه ګرځولې او د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز ویلی د پاکستان او د ادارو په ضد خبره کوونکو او د کرونا په مهال غیر قانوني جلسې کوونکو په ضد مقدمې درج کېدلی شي.

بل اړخ ته د پنجاب د اعلی وزیر مرستیالې، فردوس عاشق اعوان، ویلي چې د مخالفو ګوندونو بیانیه په ځمکه کې ښخه شوې ده، ځکه د هغې په قول، اولس په وزیراعظم عمران خان "اعتماد" لري.

وزیراعظم عمران خان تر دې وړاندې هم ویلي چې په پي ډي اېم کې شامل لوی مخالف ګوندونه د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ او د عدالت نه د هغوی د خلاصون په خاطر دا تحریک پیل کړی دی. عمران خان دا وعده هم کړې چې مخالفینو ته به اېن آر او نه ورکول کیږي.