په پېښور کې د پولیو د نوي کېس سره صوبه کې ناروغانوشمېر ۴۱ ته ورسېدو

ماهرین وايي په پاکستان کې ډ ځینو سخت دریځه مذهبي ډلو د مخالفت او د پولیو ضد څاڅکو په اړه بې بنیاده خبرې د پولیو د ختمولو په لاره کې لوی خنډان دي

په پېښور کې د پولیو نوی کېس د رپورټ کېدو سره په خېبرپښتونخوا کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو د ناروغانو شمېر ۴۱ ته ورسېدو.

د پاکستان په نورو برخو کې سږ کال تر اوسه پورې یوازې څلور کېسونه رپورټ شوي دي.

په پاکستان کې په مجموعي توګه تر اوسه پورې د پولیو ۴۵ پېښې رپورټ شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت د پولیو د مخنیوي څانګې رابطه کار عبدالباسط وویل په پېښور د کې پولیو نوی مريض د ۱۸ میاشتو یو ماشوم دی.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې عبدالباسط وویل په خېبرپښتونخوا کې د پولیو نوي کېسونه په هغه ضلعو کې رپورټ شوي دي چرته چې کروانا وایرس له امله ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکوولو مهمونه ځنډېدلي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیو ۴۱ کېسونه زیارتره په پېښور، خېبر، لکي مروت، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان ضلعو کې رپورټ شوي دي.

عبدالباسط ویره څرګنده کړه چې کرونا وایرس له امله د پولیو کمپاین د ځنډېلو په نتیجه کې به په خېبرپښتونخوا کې د پولیو نور کېسونه هم مخې ته راشي. هغه امید څرګند کړو چې د جون د میاشت پورې به ورته حکومت د پولیو ضد کمپاین د شروع کولو اجازت ورکړي.

د پولیو مرض انسان د ټول عمر دپاره په جسماني توګه معزوره کړي.

پاکستان او افغانستان د دنیا هغه یوازني ملکونه دي چې د پولیو جراثیم پکې موجود دی.

ماهرین وايي په پاکستان کې ډ ځینو سخت دریځه مذهبي ډلو د مخالفت او د پولیو ضد څاڅکو په اړه بې بنیاده خبرې د پولیو د ختمولو په لاره کې لوی خنډان دي. ډاکټران او یو شمیر عالمان وايي ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکولو نه خو کوم بد اثرات لري او نه هم څه غیر اسلام کار دی.