د طاهر داوړ کورنۍ او پښتانه ولې د هغه د وژنې تحقيقات په نړيوال کمېشن غواړي؟

اېس پي طاهر داوړ

د پاکستان په خوندي پايه تخت اسلام اباد کې د پښتون پوليس افسر طاهر داوړ ناڅاپه بې درکۍ او بيا د طورخم سره د پاکستان پوځي پوستې ته نزدې ١٠٠ ميټره لرې د افغانستان په خاوره د هغه په زخمونو او وينو ککړ مړي موندلو وروسته د پېښې په نړيواله کچه د پلټنو غوښتنې زياتې شوي دي.

د طاهر داوړ د وژنې په اړه د نړيوال تحقيقاتي کمېشن غوښتنه په دې بنياد کيږي چې دا اوس د دوو هېوادونو تر منځ مسله ده ځکه چې يو پاکستاني پوليس افسر د اسلام اباد نه ژوندی ورک شو او بيا يې مړی په افغانستان کې وموندل شو.

په دې بوگنونکې پېښه د پاکستان حکومت تر هغې غلی و ترڅو چې د طاهر داوړ مړی نه و موندل شوی بلکه د وزير اعظم عمران خان وياند افتخار دراني وايس اف امريکه اردو سروس ته په خندا کې ويلي وو چې طاهر داوړ روغ رمټ په پېښور کې په خپل کور کې دی. خو د پاکستان د کورونو چارو مرستيال وزير شهريار افريدي ميډيا ته ويلي وو چې د طاهر داوړ غيب کېدل باريکه مسله ده او په دې اړه ميډيا ته څه معلومات نه شي ورکولی.

يوه پوښتنه دا ده چې طاهر داوړ ژوندی يا مړ څنگه په دومره امنيتي پوستو بغير د څه تپوس پوښتنې افغانستان ته واړول شو؟ بيا شهريار افريدي يو نقشه وښودله چې طاهر داوړ جهلم ته بيا مياوالي ته او بيا بنو ته رسول شوی. که چرې دغه نقشه ومنل شي نو پکار دا وه چې د طاهر مړی خوست يا پکتيا کې موندل شوی وی چې د ننگرهار نه په سونو کيلوميټه لرې سيمه ده.

هم دغه شان که چرې بنو ته وړل شوی وی نو د بنو او خيبر ضلع په منځ کې بله لاره يا سړک نشته تر څو چې په سونو کيلوميټره سفر وکړی شي او د پېښور د لارې خيبر ته تگ وشي. د افغانستان چارواکو او د مومندو قامي مشرانو دعوه کړې چې د طاهر داوړ مړی د پاکستاني امنيتې پوستې سره په سل ميټره کې اچول شوی و.

د طاهر داوړ د مړي سره په اردو ليک دود کې په پښتو ژبه ليکلی کاغذ هم شکونه پيدا کوي ځکه چې د ولايت خراسان لخوا يې د وژلو ذمه واري اخستل شوې. خو وتلي خبريال رحيم الله يوسفزي په خپل يو لیک کې دا نقطه راپورته کړې چې داعېش يا ولايت خراسان د هرې پېښې ذمه واري په خپله ويب پاڼه عماق په تفصيل شايع کوي خو تر اوسه يې د طاهر داوړ په اړه څه نه دي ويلي. طالبانو هم د هغه د وژلو نه انکار کړی.

په پاکستاني ميډيا کې دا دعوه هم شوې ده چې د مرگ نه څو ورځې وړاندې ايس پي طاهر داوړ په پېښور کې څه کسانو سره د وسلې نيولي وو چې بيا د لوړ پوړو چارواکو په وينا خوشي کړی شوي وو. تر اوسه دا معلومه نه ده چې دغه نيول شوي کسان پوځيان وو، که ترهگر وو او څوک بل څوک؟

تر اوسه د طاهر داوړ د کورنۍ او حکومت ترمنځ رابطې د غمرازۍ د حده پورې دي. نن د هغه ځوي او ورور د وزير اعظم عمران خان سره په اسلام اباد کې لیدلي دي. هم دغه شان پوځ هم د طاهر داوړ په وژنه خفگان څرگند کړی خو د قاتل يا د قاتلانو د نيولو په اړه کوم داسې گام نشته چې د پښتنو او د حکومت تر منځ بې اعتباري ختم کړي.

ترهگرۍ او پوځي اپريشنو ځپلي پښتانه گوری که يواځې په غمرازۍ راځي شي. د دی نه وړاندې د وزيرستان د يو بل ځوان نقيب الله محسود د وژنې وروستو د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه په سويلي وزيرستان کې د هغه د کورنۍ سره هم ليدلي وو او د انصاف ورکولو ډاډگېرنه يې ورکړې وه خو د نقيب محسود او په څلور سوه درې دېرش نورو بې عدالته وژنو کې تورن پولیس افسر راو انوار د عدالت په امر سپين باز گرځي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ او يو شمېر سياسي گوندونو هم د نړيوال تحقيقاتي کمېشن د غوښتنې ملاتړ کړی او وايي دا غوښتنه ځکه کوي چې په ملکي ادارو يې اعتبار پاتې نه دی.

البته د افغانستان حکومت په دې اړه کوم حکومتي دريځ نه دی څرگند کړی خو په سوشل ميډيا د افغانستان د حکومت نه دا غوښتنه کيږي چې د نړيوال تحقيقاتي کمېشن په جوړولو کې دې د پښتنو د غوښتنې ملاتر اعلان کړي.