چارواکي شک څرګندوي چې پولیو د لنډي کوتل د اته کلن ماشوم اعصابي نظام مفلوج کړی

پاکستان کې سږ کال د پوليو وايرس ړومبي ډول يواځينې پيښه د بلوچستان قلعه عبدالله څخه رپورټ شوې ده۔ ولي د پوليو وايرس دويم ډول شپږ پيښې رپورټ شوي دي۔ د بلوچستان او سند څخه دوه دوه، د خېبرپښتونخوا او پنجاب څخه یوه یوه پيښه رپورټ شوې ده

د لنډي کوتل اته کلن شاه فيصل په خوله او اعصابي نظام مفلوج شوی دی۔

د پوليو ځایي چارواکي شک څرګندوي چې شاه فېصل د پوليو د ای ايف پي AFP يا ايکيوټ فلاسډ پيراليسس ډول وايرس ښکار شوی دی. هغه د پوليو وايرس نمونې اخیستل شوي چې چارواکي وايي د تجزيي دپاره په اسلام آباد کې د صحت قومي ادارې ته لېږل شوي دي.

د شاه فېصل پلار عظمت خان پخپله هم د پوليو وايرس له وجې په يوه پښه معذوره شوی دی۔ عظمت خان وايي په کور کې موجود پنځه کلن ټول ماشومان یې د پوليو په ضد وېکسين کړي دي خو شاه فيصل یې نه دی وېکسين کړی ځکه چې هغه اته کلن دی.

عظمت خان ويره څرګندوي چې د شاه فيصل د پوليو وايرس نمونې مثبت رپورټ نشي." زه پخپله د پوليو وايرس ښکار يم۔ ماشوم ته فالج شوی دی او په دماغ او مخ یې اثر غورځيدلی زما دا ويره ده چې هغه د پوليو وايرس ښکار نه وي... زه دعا کوم چې زما ماشوم روغ رمټ شي"۔

چارواکي وايي د شاه فيصل په شان خيبرپښتونخوا څخه تير شوي پوليو کمپاېن کې د پوليو وايرس څخه په مشکوک توګه متاثر شوي ۶۸ نماشومان رپورټ شوي دي۔

بلخوا د صحت ماهرين وايي پوليو وايرس په يوه سېمه کې د غير وېکسين ماشومانو له وجې په اسانۍ د یو ځائي نه بل ته خوريږي او هغه ماشومان په نخښه کوي چې پوليو وايرس په ضد نه وېکسین کيږي۔

محمد ارشاد خان په لنډيکوتل کې د پوليو افسر دی۔ وايي زياتره انکاري خلک يې په دې خبره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولو قانع کړي دي چې هغه پخپله د معذورۍ ژوند تېروي۔

محمد ارشاد خان وایي " زه د پوليو وايرس بيمارۍ له وجې کړاؤنو څخه تير شوی يم۔ دا يواځي بيماري نه ده چې يو تن د درد څخه تير شي بلکه د ماشوم والي نه واخله د ژوند په هر موړ د پوليو ښکار تن ته د معذورۍ احساس کيږي۔ په چاپيريال کې، په چم ګاونډ کې، تعليم او روزګار نه واخله د ټولنې برخه جوړيدو پورې به معذوره تن ته هغه درد بيا بيا محسوسيږي"۔

د خيبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې وينا ترمخه په روستي پوليو کمپاېن کې ټوله صوبه کې 1 لاک 18 زره ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي نه دي ورکړی شوي د دي ترڅنګ د خېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سېمو په چاپيريال کې د پوليو وايرس مثبت نمونې هم رپورټ شوي دي۔

خو چارواکي خوشبينه دي چې پرله پسې پوليو کمپاينونو له وجې د جنورۍ مياشتي راهسې پاکستان نه د پوليو مثبت پيښه نه ده رپورټ شوي۔

پاکستان کې سږ کال د پوليو وايرس ړومبي ډول يواځينې پيښه د بلوچستان قلعه عبدالله څخه رپورټ شوې ده۔ ولي د پوليو وايرس دويم ډول شپږ پيښې رپورټ شوي دي۔ د بلوچستان او سند څخه دوه دوه، د خېبرپښتونخوا او پنجاب څخه یوه یوه پيښه رپورټ شوې ده۔