د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک د پېش کېدو نه پس رپورټونه وايي د پاکستان سیاسي ماحول تاوجن دی

رپوټونو وايي د بى باورۍ تحريک نه پس مخالفه ګوندونو د پاکستان صدر عارف علوي د لرې کولو لپاره د هغه په ضد د مواخذې تحريک د وړاندې کولو پريکړه هم کړې ده

د وزير اعظم عمران خان په ضد د حزب اختلاف د بې باورى تحریک په سر د پاکستان سیاسي ماحول تاوجن دى او سياستمدران په يو بل سختى سياسي او ذاتي حملې کوي.

رپوټونه وايي حکومت د عدم اعتماد تحريک د ناکامه کولو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيکر ته د ځانګړې اختياراتو کارولو پريکړه کړې ده او د کورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد وایي که د اسمبلۍ کوم غړي که خپله سياسي وفادارى بدله کړه نو سپيکر هغه ناهله ټاکلی شي خو څيړونکي د شيخ رشيد دغه دريځ ردوي او وايي د ملکي دستور د لاندى هر يو غړى خپله رای په خپله خوښه د کارولو حق لري.

د زيارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې د حکومت مخالف پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو وویل وزير اعظم عمران خان یې خاندان ته دړکې ورکوي.

د بلاول په خبره دوي به دا نه زغمي. هغه وويل کورنۍ او ګوند یې تل جاني قربانۍ ورکړي خو که مجبوره کړى شول نو ټوپک هم راخېستلی شي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ عمران خان وویل غوښتل یې چې مخالفه سياستمداران دا ګام پورته کړي او بيا یې دی تماشا وکړي چې هغه (عمران) به د دوی سره څه عمل وکړي.

د بي باورۍ تحريک د وړاندې کېدو وروسته وزير اعظم عمران خان او د هغه لوى مخالفه سياستمداران په يو بل سختى ذاتي حملى شروع کړي دي.

دغه تحريک د کاميابۍ لپاره ٣٤٢ غړو باندى ګډ قامې اسمبلى د ١٧٢غړو حمايت لازمه دی.

دا وخت واکمن تحريک انصاف او اتحادي ګوندونو دغړو شميرى ١٧٩ او دمخالفه ډلو د غړو شميرى ١٦٢دی خو د مخالفه ګوندونه د عوه ده د واکمن ګوند د شل ٢٠ نه زيات مرور غړی به هم د دوی سره مرستى کوي.

خو هم د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د ملاقات وروسته ميډيا سره خبرو کې د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد د داسى غړو د نااهله کېدو خبردارى وکړو.

دهغه وينا وه سپيکر دا اختېار لري چي سياسي وفاداري بدلونکى تن نا اهله کړي او د شيخ رشيد په خبره د سپيکر دا اختيار څوک چيلنج کولى هم نه شي.

رپوټونه وايي حکومت په دې هم غور کوي چې د تحريک انصاف کوم غړي چې د بې باورۍ تحريک په حق کې ووټ وکړي نو سپيکر دې دغه ووټ رد کړي.

د سياسي چارو څيړونکى او د انتخابي کميشن پخوانى سيکتر کنور دلشاد وايي داسى کوول به د دستور په ضد وي.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کې کنور د لشاد وويل د پارلېمنټ منتخب غړي خپل ووټ کارولو کې خپلواکه وي البته که يو غړى د خېل ګوند په ضد ٶوټ ورکړې نو سپيکر دا اختيار لري چې د دغه غړي د نااهلۍ لپاره انتخابي کمېشن ته قضييه وليږي او کمېشن په يو مياشت کې د فيصلى پابند دى.

رپوټونو وايي د بى باورۍ تحريک نه پس مخالفه ګوندونو د پاکستان صدر عارف علوي د لرې کولو لپاره د هغه په ضد د مواخذې تحريک د وړاندې کولو پريکړه هم کړې ده.