د پاکستان د سیاسي حالاتو له امله یې د ونډو بازار او روپۍ غورځېدلي

د قامي اسمبلۍ سپیکر لخوا د وزیراعظم عمران خان خلاف بې باورۍ تحریک ردولو او د صدر قامي‌ اسمبلۍ ماتولو یوه ورځ‌ وروسته د کراچۍ سټاک اېکسچېنج KSE-100 انډېکس د ګل په ورځ 1250 پواېنټونه یا 2.77 فېصد پرېوتی

په پاکستان کې د سیاسي‌ اړي ګړي او غېر یقیني حالاتو سره سم د ملک سټاک مارکېټ یا د ونډو بازار ډېر پریوتي او د امریکې د مالي چارو ورځپاڼه بلومبرګ وايي‌ د پاکستان په خپل وخت قرض نه ورکولو یا دیوالیه کېدو خطره زیاته شوې او د ډالره په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر په رېکارډ کچه ښکته پرېوتی.

د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر قاسم سوري د اتوار په ورځ‌ د وزیراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک ردولو وروسته د ملک صدر عارف علوي د وزیراعظم په مشوره قامي اسمبلي ماته کړې چې ورسره څېړونکي او مطبوعات واليي په هېواد کې یو قانوني او سیاسي بحران پېدا شوی.

د قامي اسمبلۍ سپیکر لخوا د وزیراعظم عمران خان خلاف بې باورۍ تحریک ردولو او د صدر قامي‌ اسمبلۍ ماتولو یوه ورځ‌ وروسته د کراچۍ سټاک اېکسچېنج KSE-100 انډېکس د ګل په ورځ 1250 پواېنټونه یا 2.77 فېصد پرېوتی.

د امریکې وتلې ورځپاڼې بلومبرګ د اتوار په ورځ‌ په یو رپورټ‌ کې وېلي د آي اېم اېف پاکستان ته د قرض ورکوونکې قسط کې وروستووالي سره به سرمایه کاران ددغه هېواد نه په تېزۍ سره خپله سرمایه بهر ته یوسي او دا به د وړاندې نه د ملک په ښکته تلونکې بهرنۍ زرمبادله ذخیرو باندې دباو زیات کړي.‌ بلومبرګ ورځپاڼه وايي‌ ددې سره به د پاکستانې کرنسۍ قدر نور هم کم شي او په ملک کې به ګرانۍ زیاته شي.

د پاکستان مرکزي بېنک، سټېټ بېنک آف پاکستان د تېر خالي یا شنبې په ورځ‌ خپور کړي یو رپورټ‌ کې وېلي‌ چې روان مالي کال کې سرمایه کارانو د پاکستان نه په مجموعي توګه 1.5 ارب ډالره سرمایه ویستلې او د مارچ په میاشت کې 400 ملین ډالره بهر ملکونو ته وړلی شوي.

د روان کال فرورۍ میاشت کې د پاکستان زرمبادله بهرنې ذخیرې 14.9 ارب ډالره ته راکمې شوي. د تېرکال جولايي میاشت کې د پاکستان بهرنۍ زرمبادله ذخیرې 18.9 ارب ډالره وې.

اخوا نړیوالې مالیاتي‌ ادارې آي اېم اېف د ګل په ورځ‌ په یو بیان کې وېلي‌ پاکستان ته ورکوونکي قرض د ځنډیدو امکان نشته او دا چې دوي به د پاکستان مرسته جاري‌ ساتي‌ چې کله یو نوی حکومت جوړ شي.

پاکستان کې د آي اېم اېف د ویاند ترمخه مالیاتي اداره به پاکستان کې د اقتصادي ثبات پرمختیا لپاره تګلارو په سر خبرې اترې جاري‌ ساتي او د پاکستان لپاره د قرضې روان پروګرام په اړه به د راتلونکي نوي‌ حکومت تګلاره معلوموي.‌

د پاکستان د خزانې وزارت هم نن په یو خپور کړي بیان کې وېلي د ملک د خزانې اداره او آي اېم اېف د قرض پروګرام لاندې د ملکي اقتصاد شمېرې او د اصلاحاتو په سر د یو بل سره خبرې اترې کوي او دا چې د آي اېم اېف د قرض پروګرام ځنډولو کې حقیقت نشته.

د پاکستان انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تېره هفته په خپل یو رپورټ‌ وېلي وو آي اېم اېف د تحریک انصاف حکومت لخوا د بخښنې وروستي سکیم او د بجلۍ او پېټرولو بېعو کې اولس ته مرستو ورکولو لپاره د وزیراعظم مراعاتي‌ پېکېج له کبله په ملک باندې کېدونکي مالي اثراتو باندې فکرمندۍ څرګندې کړې.

آي اېم اېف پاکستان ته د 6 ارب ډالره قرض پروګرام لاندې 3 ارب ډالره ورکړي دي او د 1.9 ارب ډالرو بل قسط باندې د پاکستان سره خبرې اترې کوي.

ددې وړاندې د نړیوال ملکونو او کمپنو د قرض اخستو اعتبار او مالي حېثیت څېړونکې امریکايي ادارې، موډيز انوېسټرز سروس د پاکستان وزیراعظم عمران خان خلاف بې باورۍ تحریک د ملکي قرضې واپس کولو اعتبار یا کرېډټ‌ لپاره منفي ګرځولی او خبرداری یې ورکړی چې د بې باورۍ تحریک به د ګرانۍ او کرنټ اکاونټ خسارې زیاتېدو ترڅنګ د دغه ملک مالیاتي تګلارې غېر یقیني وضع نوره زیاته کړي.‌

موډیز د تېر زیارت په ورځ خپور کړي بیان کې وېلي وو دوي د قرضې په اعتبار سره د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک منفي ویني ځکه چې دا د تګلارې جاري ساتلو په سر ډېره بې یقیني پېدا کوي او د پیداواري ودې زیاتولو او بهرملکي قرضو اخستو لپاره اصلاحاتو عملي کولو کې د حکومت په صلاحیتونو پوښتنې راپورته کوي.

د پاکستان د شماریاتو ادارې وروستي رپورټ ترمخه په ملک کې د مارچ په میاشت کې په مجموعي توګه د ګرانۍ شرح 12.72 فیصد رېکارډ کړی شوې. ددې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې د ګرانۍ شرح 12.2 فیصد وه.

د روان مالي‌ کال جولايي نه تر فرورۍ میاشت پورې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره د 12 ارب ډالر نه زیاته شوې.‌ ددې وړاندې تېرکال هم په دغه هومره موده کې د پاکستان کرنټ اکاونټ یو ارب ډالره سرپلس یعنې زیات وو.