مسلم لیګ (ن) وايي په نوازشریف او ملګرو یې د غدارۍ مقدمه دعمران خان په وېنا درج شوې خو حکومتي وزیران یې نه مني

پاکستان کې په دې وروستیو کې د غدارۍ مقدمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو په ضد هم درج کړی شوي دي چې زیاتره په عدالتونو کې د چېلنج کولو وروسته خارج کړی شوې او د غدارۍ د مقدمې د درج کولو قانوني طریقه کار په ضد اوناجاېزه ګرځولې شوي دي

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ ن ډلې سینئیر ناېب صدر شاهد خاقان عباسي ویلي حکومت چېلنج کوي چې د نواز شریف او د مسلم لیګ د نورو مشرانو په ضد دی د غداررۍ مقدمه په ازاد عدالت کې وچلولی شي چې اولس ته ښکاره چې غداران څوک دي؟

خاقان عباسي تور لګولید ګوند د مشراتو په ضد یې د غدارۍ مقدمه وزیراعظم عمران خان په وېنا درج شوی ده خو اوس حکومتي وزیران وايي چې وزیراعظم ددې نه خبر نه دی.

د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز په کراچۍ کې مطبوعاتو ویلي چې دغه مقدمه د یو عام پاکستاني وګړي په خواست درج کړی شوې ده او د اپوزیشن دا دعوه یې رد کړی ده چې ګنې دغدارۍ مقدمه د حکومت په وېنا درج کړی شوې.

خاقان عباسي اسلام اباد کې د یو خبري کانفرنس په وخت ویلي باېد وزیراعظم او مرکزي وزیران پخپله د غدارۍ په مقدمه کې مدعیان شي خو دوی داسې کولو ته نه دي تیار او اوس غېب شوي دي.

پخپله مرکزي وزیر فواد چوهدري هم د غدارۍ په دغه مقدمه ناخوښي ښودلی ده.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د 40 ملګرو په ضد د غدارۍ له مقدمې درج کولو وروسته په هېواد کې بحث روان دی چې د پاکستان په تاریخ کې د دغه روان عمل په سبب به اوس پر نورو کومو کسانو د غدارۍ تورونه لګول کیږي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې د غدارۍ مقدمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو په ضد هم درج کړی شوي دي چې زیاتره په عدالتونو کې د چېلنج کولو وروسته خارج کړی شوې او د غدارۍ د مقدمې د درج کولو قانوني طریقه کار په ضد اوناجاېزه ګرځولې شوي دي.

د پي ټي اېم مشرانو څو وارې ویلي دي چې ددوي په ضد د غدارۍ مقدمات د پوځي چارواکو په فشار جوړې کړی شوی دی. خود مسلم لیګ او اپوزیشن مشران په پوځ نورې نیوکې کوي خو دا نه وايي چې د نوازشریف او نورو مسلم لیګي مشرانو په ضد دغدارۍ مقدماتو کې د پوځي چارواکو لخوا فشار څه شته او کنه؟

شاهد خاقان عباسي ویلي، پوښتنه کوي چې په هېواد کې د ملک سره د مینې سرټیفیکېټونه له کومه ځایه ورکړی کېږي چې دی هم ورته د سرټیفیکېټ اخستو لپاره خواست ورکړي.

عباسي وویل چې د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې اېف آيي ای پخواني مشر بشیر مېمن یو شخصي ټېلي ویژن ته منلې ده چې حکومت ورته ویلي وو چې د نوازشریف په لور مریم دې د بغاوت او د شهباز شریف او د ده د ځامنو په ضد دې د درغلیو مقدمات درج کړي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیریو ځل بیا تور لګولی چې اپوزیشن د درغلیو په مقدماتو کې د رعایتونو لپاره په حکومت فشار جوړول غواړي.