د ابادۍ د نړیوالې ورځ ارښت په پاکستان کې منل کیږی؟

د پښتونخوا د ابادۍ او په خاصه توگه د پخوانۍ قبايلي سيمو د ابادۍ په سر شمېرنه پښتون قام پرسته گوندونه اعتراضونه لري. د اعتراض بنياد يې دوه ښکاره مثالونه دي چې کله د سوات نه د پوځي اپرېشن په ترڅ د بې کوره شوو خلکو شمېر تر درې ميليونه نه زيات ښودل شوی و نو د کال دوه زره اوولسم په سر شمېرنو کې يې ابادي دريالس لکه ښودل شوی ده

په کال ١٩٧١ کې د ابادۍ د اکثريت په بنياد د ملکي وسايلو د ويش نه انکاري پاکستان نن نه يوازې د وسايلو ويش د ابادۍ په بنياد کوي بلکه ياد هېواد د ورځ تر ورځه ډېريدونکې ابادۍ سره هم مخ دی.

ډيرو پاکستاني ځوانانو ته به شايد دا نه وي معلومه چې د پاکستان ماتېده او د بنگله ديش جوړېده نيغ په نيغه د اکثريت رای نه منل او د وسايلو ويش د ابادۍ (نفوس) په بنياد د کولو نه د اوسني پاکستاني واکمنو انکار و.

د پاکستان د سر شمېرنې د ادرې د کال ٢٠١٧ د شمېرو مطابق د هېواد ابادي د ٢٠٠ مېلیونه خلکو نه زياته ده او هر کال په پاکستان کې درې نيم ميليونه بچي پيدا کيږي. دا شماره د ابادۍ د مخ نيوي د ادرو په خيال ډيره زياته ده چې نړيوالو ادارو د ابادۍ د بم په نوم ياده کړې او د دوی په خيال دا امکان يې شته چې لکه د بم څه وخت هم چاودېدلی شي.

په نړۍ کې هر کال د جولايي په ١١ مه د ابادۍ ورځ لمانځلی کیږي او هرکال په پاکستان کې ددغې ورځ مخکې او ورسته په یاد هېواد کې مطبوعات د پاکستان په بې قابو ابادۍ د خطرې ټلۍ وهي.

د پاکستان نه د بيلېدو په وخت که هر څومره هم د بنگله ديش ابادي د هغه وخت د متحده پاکستان څلور پنځوس سلنه يا فيصده وه خو ولې نن يې ابادي د پاکستان د دوه سوه ميليونه خلکو په نسبت يو سل او درې شپېته ميليونه ده.

کوم پاکستان چې د بنگله ديش د اکثريت د مخ نيوي په خاطر د ون يونټ په نوم د موجوده پاکستان دا ټولې صوبې د بنگال په مقابله کې د برابرۍ په بنياد ودرولې، نن د هغه پاکستان د ټولو وسايلو تقسيم فقط د ابادۍ د اکثريت په بنياد دی.

د پاکستان د درې واړو صوبو يعنې سند، بلوچستان او پښتونخوا شريکه ابادي د پنجاب د ابادۍ نه کمه ده. د پاکستان د تازه سر شمېرنې د پايلو نه درې واړه وړې صوبې نه دي مطمينې. او وخت په وخت یې په سر شمیرنو باندې نیوکې کړې دي.

د پښتونخوا د ابادۍ او په خاصه توگه د پخوانۍ قبايلي سيمو د ابادۍ په سر شمېرنه پښتون قام پرسته گوندونه اعتراضونه لري. د اعتراض بنياد يې دوه ښکاره مثالونه دي چې کله د سوات نه د پوځي اپرېشن په ترڅ د بې کوره شوو خلکو شمېر تر درې ميليونه نه زيات ښودل شوی و نو د کال دوه زره اوولسم په سر شمېرنو کې يې ابادي دريالس لکه ښودل شوی ده.

هم دغه رنگ د کډوالو د نړيوالې ادارې يو اين ايچ سي ار ترمخه د شمالي وزيرستان د پوځي اپرېشن په نتيجه کې د بې کوره کړل شوو خلکو شمېر د يو ميليون خلکو نه ډېر ښودل شوی و خو د ٢٠١٧ د ابادۍ د سرشمېرنې په نتيجه کې دغه شمېر تر پينځه لکه او درې څلوېښت زره پورې راکښته شو.

د ملگرو ملتونو د شمېرو تر مخه د نړۍ ټوله ابادي څه شپږ سوه ميلينه د پاسه اووه ارب نفوس دي چې هر کال پکښې د درې اتيا ميليونو خلکو اضافه روانه ده.

د نن نه پنځوس کاله پخوا په کال ١٩٦٨ کې په ايران کې د انټرنيشنل کانفرنس آن هيومن رايټس د غونډې په پايله کې د تهران د اعلامييې په نوم د ابادۍ مخ نيوی يو بنيادي بشري حق وومنل شو او مور پلار ته يې دا حق ورکړو چې پخپله خوښه د بچو د پيدا کولو پريکړه وکړي.

د پاکستان د زياتېدونکې ابادۍ غټه وجه په ملک کې د تندلارو او جهادي مذهبي گوندونو تبليغات گڼل کيږي. که په نور پاکستان کې وي نو هم يې امکان نه شو ردولی خو د پښتونخوا په ډېرو سيمو کې اکثر په ديوالونو دا ليکل په نظر راځي بچي ډېر کړۍ چې جهاد اسان شي.