د ریاست خلاف په خبرو نیول شوی د عبدالولي خان یونېورسټۍ استاذ په ضمانت ازاد شو

وکیل شهاب خټک وویل هايي کورټ په پروفیسر اخترخان لگول شوي الزامات رد کړل او هغه یې په ضمانت د ازادیدو امر وکړو

په سوشل میډیا د ریاست خلاف د خبرو په الزام نیول شوی د مردان عبدالولي خان یونېورسټۍ استاذ پروفېسر اختر خان د پېښور هايي کورټ په امر په ضمانت ازاد کړی شو.

د یونېورسټۍ د نړیوالو چارو او د سیاسیاتو استاذ پروفېسر اختر خان تېره میاشت نامعلومه کسانو نیولی و او د نیولو یوه ورځ وروسته یې عدالت ته وړاندې کړو.

په پروفېسر اختر خان الزام لگول شوی و چې هغه به په سوشل میډیا د ریاست او حکومت خلاف پېغامونه جاری کول.

د ښاغلي خان وکیل شهاب خټک وي او ای ډیوه ته وویل د پروفېسر اختر خان خلاف دغه الزامات د سایبر کرایم قانون لاندې لگول شوي وو او هغه وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای نیولی وو. سایبرکرایم هغه قوانین دي چې پاکستان په انټرنېټ د جرمونو د مخ نیوي دپاره جوړ کړي دي.

وکیل شهاب خټک وویل هايي کورټ په پروفیسر اخترخان لگول شوي الزامات رد کړل او هغه یې په ضمانت د ازادیدو امر وکړو. ښاغلي خټک امکان څرگند کړو چې پروفېسر اختر خان به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پېښور زاندان څخه ازاد شي.

شپږ دېرش کلن پروفېسر اختر خان د جنوبي وزیرستان د مرکزي ښار واڼه اوسېدونکی دی او شهاب خټک وویل هغه په پرامنه هلو ځلو یقین لري او د پښتون ژغورنې غورځنگ حمایت کونکی دی.

وکیل شهاب خټک وویل هم د پروفېسر اختر خان په رنگ الزامات په پروفېسر اسماعیل خان لگول شوي وو چې تېره میاشت نیول شوی و خو د پېښور هايي کورټ په امر ازاد کړی شو.

ښاغلي خټک وویل په نژدې وختونو کې د حکومت او ریاست په اړه په سوشل میډیا د څرگندونو په سر د خلکو په نیول کېدو کې اضافه شوي ده. "زمونږ دلته پښتونخوا کې دا یو رجحان روان شوی دی چې کوم خلک د امن د ریزن یا د عقل خبره کئ او د عام فهم خبره کئ، د دې ولس د مطالبو، دغې ولس د ستونزو د حل کولو خبره کئ نو په هغۍ باندې ډیره د افسوس خبره ده چې په هغۍ باندې بې بنیاده اېف ايي ارونه (د پولیس مقدمې) درج کېږی."

شهاب خټک وویل عدالتونه او ازاد دي او خپلې فیصلې د شهادتونو په رڼا کې کوي.