عجیه خبره ده. د پښتونخوا د حکومت لویه برخه د څوارلسم اگست رایسته په اسلام آباد کې په احتجاج سر ده. د تحریک انصاف د اعلا وزیر نه يي واخله تر وزیر پورې او د قامي اسمبلۍ د غړو نه تر د صوبائي اسمبلۍ د غړو پورې ټول د صوبې نه بهر دي خو ولې حکومت بیا هم روان دی او اختیارات د صوبائي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ته انتقال شوي. د تحریک انصاف پاتې واک اختیار په ایتلافي گوندونو ویشلی دی.
د صوبې مشر وزیر او د ایئتلافي گوند جماعت اسلام غړی عنایت الحق او دغه شان د عوامي جمهوري اتحاد شهرام خان ترکۍ په واک اختیار کې د خپلې برخې مالکان دي.
که وکتل شي نو د صوبې د حکومت اختیارات په درې ځایه کې ویشل شوي خو مقصد د اختیاراتو ویشل نه دي بلکه د وزیراعلا پرویز خټک په صوبه کې غیر موجودگي ده. داسې خو نشې کیدی چې ټول حکومتي کاروانه به په ټیلې فون روان وي او دا حقیقت په ځائې دی چې د صوبې ټوله حکومتي انتظامیه په اسلام آباد کې پښتونخوا هاوس ته راغوښتل شوي ده چې ددغه بې انتظامه صوبې په انتظام چلولو به لا د مخکې نه هم سیوا اخراجات رامېنځته شي. (خبریالان یوه ټوکه کوي چې صوبه خو د وړاندې نه په ایس ایم ایس روانه وه نو که په ټیلې فون باندې کارونه کیږي نو څه؟)
په صوبائي اسمبلۍ کې د عوامي نشنل پارټۍ پارلیماني لیډر سردار حسین بابک وايي د صوبې حکومت د نااهلۍ له وجې د تیرکال د بجټ ٨٠ اربه روپۍ مرکزي حکومت ته د ١٠ اشاریه پنځه فیصد په شرح په سود ورکړې او دا ځکه چې حکومت هیڅ تیاري نه لرله چې دغه پېسې په ترقیاتي کارونو ولگوي خو ددې په ځواب کې د جماعت اسلامي مشر او د هغه وخت د صوبې د خزانې وزیر سراج الحق ویلي دي مرکزي حکومت ورته د ښه مالي نظم وضبط د ستائنې په لړ کې نه یواځې سند ورکړی ولې په شاباشي کې يي ورته نورې پېسې هم منلي دي.
د روانو مظاهرو د ملک په نورو صوبو کیدلی شي نیغ په نیغه دومره اثر نه وي خو د پښتونخوا په خلکو او حکومت يي ډیر اغیزې روانې ښکاري دا چي دغه مظآهرې به څه نتیجه ورکړي؟ دا لا په ډاگه شوي نه ده خو ښکارې داسې لکه چې د وزیراعظم نواز شریف حکومت د عمران خان تحریک انصاف د احتجاج ځواب د نورو سیاسي گوندونو په مرسته د سیاست د لارې ورکول غواړي او د ملا طاهرالقادري سره ځانگړې معامله کول ورته په گټه اوړي. د حکومت لخوا د خبرو اترو زور په قادري ښکاري نه چې د عمران په گوند.
د طاهرالقادري د مطالباتو ترتیب څه لږ ډیر بدلون او د هغه د وینا انداز داسې ښائي چې د نواز شریف حکومت سره يي زر یا پس څه نه څه روغه جوړه کیدلی شي. که چرې طاهرالقادري په څه ورکړه راکړه رضا شو نو عمران خان به یواځې پاتې شي او دا به نه یواځې د نواز شریف حکومت ته د ساه اخیستو موقع په لاس ورکړي ولې عمران خان به ورځ په ورځ نور هم یواځې کیږي او دې ته به مجبور شي د خپلو غوښتنو ترتیب بدل کړي او څه سیاسي حل ته غاړه کېږدي او که دغه شان په خپل دریز کلک ودریږي نو د پښتنونخوا سره سره به نور ملک کې هم د مقبولیت د کمي سره مخ شي او څنگه چې مطبوعات خبرونه خوروي خپله پارټۍ يي د خپل منځو اختلافاتو ښکار شي. د تحریک انصاف د قامي او هم د صوبائي اسمبلیو غړو د عمران خان لخوا ورکړل شوي اعلان چې د پارلیمان د غړيتوب څخه استعفا وکړی سرغړونه څرگنده کړې ده. څومره چې طاهرالقادري د خپلوغوښتنو په ورمنلو کې څه نه څه بریالی ښکاري هم دومره عمران خان ته د خپلو غوښتنو په ورمنلو لاره ورځ په ورځ گرانیږي.