د غنمو په انتقال د پنجاب بندیز په خېبرپښتونخوا کې د اوړو میلونه وتړل، د میلونو مالکان وايي

په سملاسي ډول د اوړو په دغه مسله د خېبرپښتونخوا حکومت دریځ ترلاسه نشو او مطبوعاتي رپورټونه وايي پنجاب لومړی خپل ضرورت پوره کولو دپاره نورو صوبو ته د غنمو په لېږد پابندي لګولې ده

د صوبو ترمنځ د غنمو په انتقال د پنجاب حکومت د بندیز له امله په خېبر پښتونخوا کې د اوړو میلونه بند شوي، د اوړو قلت دی او بېعي یې زیاتې وشي دي. دا خبره د خېبر پښتونخوا د اوړو میلونو مالکان کوي او وايي په غنمو د ببدیز باوجود پنجاب نه غیر معیاري اوړه راروان دي.

په سملاسي ډول د اوړو په دغه مسله د خېبرپښتونخوا حکومت دریځ ترلاسه نشو او مطبوعاتي رپورټونه وايي پنجاب لومړی خپل ضرورت پوره کولو دپاره نورو صوبو ته د غنمو په لېږد پابندي لګولې ده.

د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د خېبر پښونخوا د فلور ملز اېسوسي اېشن یو غړي سردار خان وویل چې دا وخت د صوبې ۱۷۰ میلونو سره غنم ختم شوي دي او میلونه بند دي.

سردار خان وايي په ملک کې د اوړو د میلونو لپاره د جوړې شوې پالېسۍ ترمخه د صوبې حکومت هرکال د می نه تر اکتوبر میاشتې پورې د پنجاب د ازاد مارکیټ نه غنم واخلي او بیا یې د نومبر نه تر اپرېل میاشې پورې د صوبې د مقرره کوټې د لاندې په فلور میلونو باندې په رعایتي نرخ خرڅوي خو دا وخت د پنجاب د بندېز له وجې نه د خېبر پښتونخوا حکومت او نه مالکان د پنجاب نه غنم اخیستلی شي.

د خېبر پښتونخوا د اوړو میلنو سازمان پخواني صدر انیس الرحمان وویل چې پنجاب تور لګوي په خېبر پښتونخوا یې د غنمو بندېز ځکه لګولی چې غنم افغانستان ته سمګل کېږي خو هغه وايي د پنجاب دا خبره ځکه وزن نه لري چې ګنې اوړه یې نشي سمګل کېدلی؟

انیس الرحمان وايي د پنجاب حکومت په اړو بندېز نه لګوي او په غنمو یې بندېز لګولی او دا کار ځکه کوي چې غواړي د خېبر پښتونخوا د اوړو د میلونو صنعت ودروي.

د اوړو د میل یو بل مالک معراج خان ډیوه ته ویلي دي د میلونو د بندېدو له وجې په صوبه کې په زرګونو مزدوران بې روزګاره شوي دي.

هغه زیاته کړه د اوړو د کمۍ له وجې دا وخت د یوې تروړې (کڅوړې) بیعه شل روپۍ ګرانه شوې ده، د شل کلو تروړې ټوله بیعه ۱۲۰۰ روپۍ ته رسېدلی او که دا بحران زیا شو امکان دی چې دغه بیعه ۲۰۰۰ ته لوړه شي.

په خېبر پښتونخوا ، پنجاب او مرکز کې دا وخت هم د تحریک انصاف ګوند حکومت دی. په دې مسله پېښور کې د ډیوه خبریال حمیدالله څو وارې د صوبې د حکومت ویاند اجمل وزیر سره د رابطې کوښښ وکړو خو ترجمان ته یې ته رسايي ونشوله.

د پاکستان مطبوعات وايي چې قریباً یوه میاشت وړاندې د پنجاب د خوراک وزیر عبداالعلیم په مشرۍ د اعلا چارواکو په یوې غونډه کې په دې خاطر نورو صوبو ته په غنمو د بندېز فېصله شوې وه چې غواړي اول د پنجاب د ازاد مارکیټ نه د صوبې د پاره خپل ضرورت پوره کړي.