د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې پرله پسې دوه چاودنې شوي چې یو کس پکې وژل شوی او نهه نور زخمیان شوې دي.
په زخمیانو کې یو خبریال، یو د ټېلې وژن کېمره مېن او یو پولیس شامل دي.
د پولیس په وینا په کوټه کې دویمه چاودنه په داسې مهال وشوه کله چې امدادي کارکونکي او امنیتي مامورین د لومړۍ چاوندې ځای ته ورغلل.
په سمدستي ډول د چاودنو ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې.
خو حکومتي مامورین په کوټه او بلوچستان کې د تشدد په پېښو کې بېلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې او سخت دریځه مذهبي گوندونه ککړ گڼي.
په تېرو وختونو کې سخت دریځه تنظیمونو په سیمه کې د یو شمیر حملو ذمه واري هم منلې ده.
په کوټه کې ورستۍ چاودنې په داسې حال کې شوې دي چې یوه ورځ وړاندې امنیتي چارواکو وویل د کوټې سره نژدې یې د داعش وسله والې ډلې شپږ مشکوک وسله وال وژلي. د وسله والو سره د ډزو په تبادله کې یو پولیس هم ووژل شو.