نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف پاکستان ته د قرض شپږم قسط منظور کړې دی

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهدري د سوشل ميډيا د لارې ويلي د پور د شپږم قسط منظورۍ سره به د پاکستان اقتصاد ثبات ومومي او د اصلاحاتو عمل کې به هم ورسره مرسته وشي

نړیوالې مالیاتي ادارې ايي ایم ایف پاکستان ته د پور د شپږم قسط ورکولو منظوري ورکړې ده او وايي چې د پاکستان اقتصاد د څلور فیصد په رفتار پرمختیګ کوي.

ايي اېم اېف دا هم ويلي چې سږ کال به هم په پاکستان کې د ګرانۍ لړۍ دوام لری مالیاتي اداره وايي پاکستان ته به په بنیادي اقتصادي اډانه کې اصلاحات کول وي.

د اقتصاد د ماهرينو وېنا ده چې پاکستان له د مالیي شرح زیاتول، خرڅونهکمول، د بجلۍ او ګیس په مد کې ګردشي قرضې او کومې ادارې چې په تاوان کې دي هغې کې هم اصلاحات کول پکار دي ـ

پوهان وایي د ايي ایم اېف د پور د پروګرام بحال کیدو سره به پاکستان ته د سږ کال دپاره اسانتیاوې ترلاسه شي خو پاکستان دپاره دا ضروري ده چې په تجارتي خساره قابو بیا و مومي، مالیاتي خساره راکمه کړي او برآمدات سیوا کړي.

اقتصاد پوهه مهتاب حیدر وایي د پاکستان اقتصاد د ګڼ شمیر مشکلاتو سره مخامخ دی او هم دغه وجه ده چې پاکستان د مالیاتی ادارې څخه پورونه اخلي ـ

د وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وویل څنګه چې ايي اېم اېف وايي چې پاکستان له به په اقتصادي اډاڼه کې اصلاحات کول وي په مالیه کې اضافه، په پیداوار خرڅونه کمول اٶ برامداتو کې اضافه ضروري ده ـ

هغه وايي پاکستان ته د توانای لویو ادارو لکه د بجلي او ګیس په محکمو کی اصلاحات او نورې غټې ادارې چې په تاوان کې دي په هغې قابو موندل ضروري دي ـ

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهدري د سوشل ميډيا د لارې ويلي د پور د شپږم قسط منظورۍ سره به د پاکستان اقتصاد ثبات ومومي او د اصلاحاتو عمل کې به هم ورسره مرسته وشي ـ

د پاکستان دتجارت د وزارت له مخې په روان مالي کال کې دپاکستان برامدات 27 فيصده زیات شوي او ددې کال په وروستيو کې به د پاکستاني برامداتو حجم 26اربو ډالرو ته ورسي.

د دې وړاندې ايي اېم اېف پاکستان ته د نورو شرطونو سره د پور ورکولو دپاره دمالیاتي رعایتونو ختمولو او د اسټیټ بینک د خپلواکۍ دقانون جوړولو وينا هم کړې وه

پاکستاني مطبوعات وايي تیره میاشت په دسمبر کې د پاکستان قامی اسمبلۍ د 360 اربو روپو دمالیاتي رعایتونو ختمولو منظوري ورکړې وه ـ

مرکزي بینک د سود کچه 9.75 فيصدي ته لوړه کړې او د بجلۍ بیعې يې هم سیوا کړې وې ـ

تیره میاشت د جنورۍ په 28مه نیټه د پاکستان لوړ ایوان سینيټ د پاکستان د مرکزي بینک د خپلواکۍ قانوني مسوده منظور کړې وه ـ

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وايي د پورونو د پروګرام منظورۍ سره به د پاکستان اقتصادي ستونزې روان مالي کال دپاره راکمې شي اٶ نورې مالیاتي ادارې نړیوال بینک او ایشیايي ترقیاتي بینک به هم پاکستان ته پورونه ورکړي ـ

هغه وايي دحکومت له لوري جاری کړی شوي د یو ارب ډالر مالیت سکوک بانډونه به هم خرڅ شي او په پاکستان به مالیاتي او تجارتي فشار هم راکم او د پورونو په بيرته ستنولو کې به اسانتیاوې راشي ـ

د پاکستان مرکزي بينک له خوا دتیر ستمبر مياشت کې دجاري شوي رپورټ مطابق په مجموعي توګه د پاکستان قرضې او واجبات د 50 زره اربه روپو نه هم زیات شوي او په دې قرضو کې 127اربه ډالره غیر ملکي قرضې هم شامل دي ـ

مطبوعات وايي په مجموعي قرضو کې 20زره اربه روپۍ یوازې دتحریک انصاف حکومت په 39 میاشتو کې ترلاسه کړې دي