د عمران خان سیاسي مخالفین: د سنېټ د انتخابونو په اړه آرډېننس، په آئین برید دی

د پاکستان سنېټ

د پاکستان خارجه وزیر وزیر شاہ محمود قریشي ویلي دي چې د سېنټ انتخابونو په اړہ آئیني بدلون د پارہ ورسرہ ټو تھرډ یا دوه په درېیمه برخه اکثریت نشته او «ټول پاکستان ته پته دہ چې د سنېټ ټولټاکنو کې اخیستل خرڅیدل کیږي او مونږه غواړو چې دې انتخابونو کې درغلۍ ختمې کړو.»

خو مخالف ګوندونه وایي چې د سنېټ انتخابونو نه یوه میاشت وړاندې حکومتي آرډېننس جاري کول، په آئین یو برید دی. هغوی د سنېټ انتخابونو په اړہ د صدارتی ارډېننس یا حکمنامې مخالفت کوي او وايي چې دا ارډیننس په بدنیتۍ سرہ جاري کړی شوی دی. د عمران خان مخالف سیاسي ګوندونه زیاتوي چې دې حوالې سرہ یووالي پیدا کولو دپارہ دوی سرہ ھیڅ قسمه مشاورت ندی شوی او سپریم کورټ ته دا حکومتي ارډیننس ختمول په کار دي.

ملتان کې یو خبري کنفرانس ته په خپله وینا کې خارجه وزیر وویل: «چارټر آف ډېماکراسي یا میثاق جمهوریت کې پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن په سنېټ کې په ګډه سره د اوپن بلېټ یا ښکاره رایو خبره کړې ده. او زه نن د پیپلز پارټۍ او مسلیم لیګ ن مشرانو نه دا سوال کوم چې تاسو دې حوالې سره د خپلې لوظنامې نه ولې ځغلئ؟»

شاه محمود قریشي پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې حکومت به د سنېټ د انتخابونو په حوالې سره، د زړه نه د سپریم کورټ پرېکړه قبلوي.

بل پلو په کراچۍ کې یو خبري کنفرانس ته پخپلې وینا کې د پیپلز پارټۍ یو مشر سنېټر رضا رباني ویلي: «حکومت د سنېټ انتخابونو طریقه کار حوالې سره آرډېننس په بدنیتۍ سره جاري کړی دی او دې لړ کې یې سیاسي ګوندونو سره او پارلمان کې دننه د دې آئیني بدلون په اړه هېڅ قسمه مشاورت ندی کړی.»

رضا رباني وویل چې کال ۲۰۲۰ کې موجوده کابینې دا پرېکړه وکړه چې دوی به شپږویشتم آئیني ترمیمي بدلون راوړي او وروسته یې دا قانوني مسوده قامي اسمبلې ته وړاندې کړه. ده وویل چې دې حوالې سره کومه قانوني مسوده د اکټوبر ۲۰۲۰ نه د فرورۍ ۲۰۲۱ پورې قایمه کمېټې کې پرته وه، خو حکومت مخالفو ګوندونو سره یا دې حوالې سره نېشنل ډېبېټ یا قامي مباحثه پیل نکړه.

په دې موقع د سنېټرې شیري رحمان وینا وه چې سپریم کورټ ته په کار دي دغه حکومتي آرډېننس ختم کړي، ولې چې د انتخابونو نه یوه میاشت وړاندې د دې جاري کول، په قانون او آئین یو برید دی.

مخالفه ګوندونه غواړي چې په پراخه کچه دې انتخابي اصلاحات راوستلی شي او په انتخابونو کې دې د پوځ عمل دخل هم ختم کړی شي.

مخالفې پارټۍ دا تور هم لګوي چې وزیراعظم عمران خان په لویه شمېره کې خپل د ډلې مرور غړو باندې وېريږي چې ګني دوی به د واکمن ګوند نومولی شوي د سنېټ غړو په حق کې ووټونه وانه چوي، نو ځکه وزیراعظم هرو مرو دغه انتخابونه د ښکاره رایو د لارې کول غواړي.

خو د حکومتي غړو وینا ده چې مخالفه ګوندونو به پخپلې دا غوښتنې کولې چې د سنېټ انتخابونو کې درغلۍ او د پېسو لېن دېن دې ختم شي، او چې حکومت اوس دا هرڅه کول غواړي، نو دې حوالې سره «د دوی شور کول عقل نه مني.»