د پاکستان په سېنټ کې د پېښور د ترهګرۍ حملې غندنه او په پوځي‌عملیاتو پوښتنې راپورته شوي 

د پاکستان د پوځ مشر د وروستۍ ترهګر حملې نه پس پېښور ته د سفر په وخت په مدرسه کې د ژوبل شوو ماشومانو تپوس پوښتنې له ورغلی او ویلي پاکستان او افغانستان په خپلو ملکونو کې د اړی ګړی زغملو طاقت نه لري

د پاکستان په سېنټ کې د پېښور په یوه مدرسه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ شوي د ترهګرۍ حملې غندنه شوي او په سېنټ‌ کې د حکومت مخالف سیاسي‌ پارټو مشرانو د وسله والو د نېټ ورک یا جال د ختموولو په اړه د پوځ دعوې د پوښتنو د لاندې راوستي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ په سېنټ کې د وېنا په وخت ویلي پوځ او حکومت دې پارلېمان ددې نه خبر کړي چې په پوځي‌عملیاتو کې تراوسه پورې څومره ترهګر وژل شوي‌ دي. نوموړي تور لګولی چې د حکومت او پوځ سره د وژل شوو ترهګرو نومونه نشته خو په ترهګرۍ کې د ۷۰ زره پورې پښتانه وژلی شوي او د پوځي‌عملیاتو له وجې د څلور ملین نه زیات پښتانه بې کوره شوي‌.‌

د واکمند پارټۍ تحریک انصاف سینېټر محسن عزیز په پاکستاني میډیا باندې نیوکې کړي چې د پېښور په مدرسه کې شوې ترهګر حملې په حقله خبرونو له یې برابر ځای او وخت نه دی ورکړی او زیاته کړې یې چې د پارلېمان دواړه اېوانونو هم په دغه ترهګر حمله باندې زیات بحث نه دی کړی خو نوموړي د ترهګرۍ خلاف د پوځ د کردار دفاع کړې او ویلي‌ پوځ د ملک امنیت او ثبات لپاره قربانۍ ورکړي.

د پاکستان د پوځ مشر د وروستۍ ترهګر حملې نه پس پېښور ته د سفر په وخت په مدرسه کې د ژوبل شوو ماشومانو تپوس پوښتنې له ورغلی او ویلي پاکستان او افغانستان په خپلو ملکونو کې د اړی ګړی زغملو طاقت نه لري.

د پوځ مشر ویلي، په 16م دسمبر 2014م د پېښور آرمي پبلک سکول کې بې ګناه ماشومان په هدف کړی شوي او په 27م اکتوبر د کشمیر د تورې ورځې په موقع د مدرسې بې ګناه بچي په وينو ولمبول.

د جنرل باجوه په وېنا په دغو ماشومانو کې په ګڼ شمېر کې د افغان کډوالو ماشومان هم شامل وو.

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کوهاټ روډ دپاسه په دير کالونۍ کې د نهې/ سه شنبې په ورځ په سپين جومات مدرسه کې شوې چاؤدنه کې اته کسان وژل شوي او د 100 نه زیات ژوبل شوي وو.

څېړونکي فکر کوي ترهګر یو ځل بیا د پښتنو په سیمو کې رایوځاې کیږي. د چارسدې په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې د نړیوالو اړیکو د څانګې پروفېسر ډ‌اکټر عبدالشکور ډیوه سره خبرو کې ویلي د ترهګر ډلو رایوځاې کېدل او د خپلو ترهګر حملو صلاحیتونه زیاتول ددغه سیمې لپاره د خطرې ډک پرمختګ دی.

د پېښور یو خبریال مشتاق یوسفزۍ ډیوه ته ویلي ځنې تندروه ډلې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د صلحې خبرې اترې بې لارې کول غواړي.