سند وايي په ورستۍ سرشمېرنه کې د صوبې ابادي کمه ښودل شوي

د انګریزۍ ژبې اخبار ډان په خپله اداریه کې وایي پارلېمنټ د وړو صوبو تحفاظاتو د لېرې کولو خصوصي ځای دی او بايد چې د پارلېمنټ مشترکه غونډه د وړو صوبو تحفظات لمنځه یوسي

سند صوبې ویلي د کال په ۲۰۱۷ په سر شمېرنه یا مردم شمارۍ کۍ د سند او بلوچستان صوبو ابادي کمه ښودل شوي ده او په دې اړه د پارلېمنټ په مشترکه غونډه کې بحث وشي.

سند مرکزي حکومت ته لیکل شوي یو خط کې د پارلېمنټ د مشترکه غونډې غوښتنه کړې او د مشترکه مفاداتو کونسل پخلی کړی چې د سږ کال په اخیره کې به نوي سر شمېرنه کولی شي.

د انګریزۍ ژبې اخبار ډان په خپله اداریه کې وایي پارلېمنټ د وړو صوبو تحفاظاتو د لېرې کولو خصوصي ځای دی او بايد چې د پارلېمنټ مشترکه غونډه د وړو صوبو تحفظات لمنځه یوسي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني غړی سردار حسین بابک وايي د تېرو اوویا کالو راهسی وړو صوبو سره ائینی او مالياتي ناانصافۍ کېږي او یا د خپلو برخو څخه محرومه وي. هغه وايي چې د ابادۍ صحیح تعداد معلوم شي او په ریکار‌ډ راوستی نو این ایف سی ايوارډ کې د وسایلو په تقسیم کې صوبې خپلې برخې واخلي.

ښاغلي بابک وايي د کال ۲۰۱۷ سر شمیرنه په زوړ ریکارډ شوې او بله دا درې کاله ولې د ټاکل شوې وخت نه وروسته شوې؟

هغه وویل د ټولو صوبو دا ګیله ده چې وسایل یوازې په پنجاب کی لګي او تپوس کول دوی آئيني حق دی کله چې په انصاف د وسایلو تقسیم کیږي نو ملک به کمزوری کیدو په ځائي مضبوط شي.

د سنده حکومت وائي د سر شميرني نه وړاندې د سند ابادي د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف له د یو کور په سر ۷.۴ نفره ښودلی شوی وه او بیا په سرشمېرنه کی دا ۵.۲ نفره ښودل شوې او د یونسیف په حساب دا ۶۱ ملينه نه زیاته ده او په سرکاری توګه دا ۴۸ ملينه نه کمه ښودل شوې.

د خېبر پښتونخوا پخوانی د صوبی سیکتر ډاکټر اختر علي شاه وايي د صوبې په نویو ضلعو کې د پوځې عملیاتو په بی کوره خلقو تعداد زیات وو او په سر شمیرنه کی دا راکم شوی. هغه وايي د وسایلو وېش د ابادی په بنیاد کیږی او چې کله هم ابادی کمه وښودل شي نو پرمختيائي کارونه متاثره کیږی پخوانی قبائيلي ضلعی وړاندی نه د فنډونو څخه محرومه دي او دې محرومۍ کې په دې کې به اضافه وشی

د پاکستان حکومت د کال ۲۰۱۷ د سرشمېرنو نتیجی په سرکاری توګه تیره میاشت اعلان کړې او د تحفظاتو وروسته یې سږ کال د سر شميرني د بیا کولو هم ویلي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند کامران بنګش دوه ورځی وړاندی ډیوه ته ویلي وو چې بیا د سر شميرني کېدو څخه به د سنده او خیبر پښتونخواه تحفظات لېرې شي.

ډان ورځپاڼه وايي د پارلیمان ګډه غونډه د صوبو د تحفطاتو لېرې کولو یوه ځانګړی لاره ده او هم د دی په ذریعه صوبې انصاف تر لاسه کولی شي.